Shafiurahmat Ahmadi
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shafiurahmat Ahmadi, Kabul.
18/08/2024
ګرانو هېوادوالو!
د خپلواکۍ د تر لاسه کولو ۱۰۵مه کلیزه مو مبارک شه!🇦🇫
له نن څخه ۱۰۵کاله وړاندې د افغان وړونو قومونو پر مټ د دې خاورې یو ننګیالي بچی (شاه غازی امان الله خان) د انګلیس له استعمار څخه خپلواکی تر لاسه کړه او د افغانانو نوم او نښان یې د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت کړ.
ازادي تر پاچاهیه لا تیری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
په پای کې د دغه ویاړمنې ورځې مبارکي ټولو آزادي غوښتونکو افغانانو ته وایم.
خپلواکي مو مبارک شه❤️🇦🇫
04/12/2023
د یوه پردي وطن زیږیدلی اولاد، خو زموږ د خوږ افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ اتل ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو نن څلورم تلین دی.
دغه اتل عجیب انسان وو، خپل وطن یې پرېښودلی وو، زموږ وطن کې یې اوبه مدیریت کولې، عجیب ډاکټر وو، خړې دښتې یې په شنو باغچو او ویجاړې ویالې په کانالونو بدلې کړې.
هغه مړ دی، مګر نوم یې ژوندی دی، خپله اوس نشته، خو د ابادۍ او ښېرازۍ کارنامې یې تل پاتې دي او د افغانستان تاریخ به یې هیڅکله هم هیرې نکړي.
کورنۍ او د جاپان ولس ته یې د څلورم تلین په مناسبت تسلیت وایم.🤲🇦🇫🤲
Click here to claim your Sponsored Listing.
