ASIA ASRI Company LTD.
Value to health
06/12/2018
ډیپرییشن (Depression) یا ژور خفګان:
دیپریشن یا ژور خفګان چی روحی انحطاط هم ورته وایی یو له هغو مهمو عقلی یا روحی ناروغیو څخه ده چی زمونږ اوستاسی د ټولنی یو زیات تعداد وګړی په خفیف او یا شدید ډول څه ناڅه ورباندی اخته او له دی روحی پریشانی څخه رنځ وړی .مونږ دلته ددی ناروغی په اسبابو مختلفو کلینکی اشکالو ، اعراضو او علایمو ،په تداوی او ددی ناروغی د مخنیوی په لارو چارو له تاسی سره خپل معلومات شریکوو
لمړی: دیپریشن څه ته وایی:
دا ناروغی عبارت له یو روحی انحطاط یا خفګان څخه ده چی ور باندی اخته کس په دوامداره توګه دیوډول غم او پریشانی احساس کوی دناروغ په احساسا تو عواطفو او خیالاتو کی یو څرګند بدلون رامینڅ ته کیږی دخپل ځان او ضمیر سره همیشه لاس په ګریوان یی پخپلو ورځنیو چارو او کارونو کی زیات خلل لیدل کیږی خپل ځان ورته مقصر او بی وزله ښکاری له تیرو کړنو څخه پیښمان اوسنی حالت ته حیران او اینده ته نګران وی.
د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی .
د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوه نښاني تر سترګو شي . دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بی لدی نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .
لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :
ـــ د خفګان احساس .
ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .
دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :
لومړۍ مرحله ـــ ساده یا سپک دیپریشن :
ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د دواړو ( A ) او ( B ) کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي.
پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .
د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي
دویمه مرحله ــ متعادل او نرم دیپریشن :
ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي دسایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .
دریمه مرحله ــ شدید دیپریشن :
دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي » . او همدارنګه دوایه درملنه یی دداکتر تر مشوری لاندی تر اوږده وخته صورت نیسی. Regards Jamal Yousafi
11/11/2018
22/10/2018
نوشیدن سیگرت سبب کانسر مزمن شیش میگردد.
.
24/09/2018
2019 specialization entrance exam international refrences.
14/09/2018
daily exercise!
say no demand for drugs therapy . & start.
20/08/2018
happy eid day to all in advance.
عید سعید قربان مبارک. لوی آختر مو نیکمرغہ.
پہ آختر کی د صحت باید جدی پام ونیسئ د نہ پاملرنی پہ صورت د مختلفو انتانی ویروسی او دورانی ناروغئ عامل کیژی..
10/08/2018
.
play key role on body & more for those who suffered central obesity. Normal .
21/07/2018
Did you know banana flowers also as edible as salad. With taste you think.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |
