ANPASH
دایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس د کنټرول ملی پروګرام.
Afghanistan National Program for Control of AIDS,STI and Hepatitis.
ادرس: دارالمان، سناتوریم کوڅه، شپږمه ناحیه، کابل افغانستان.
16/01/2026
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》.
د ایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس د کنټرول ملی پروګرام امر او ورسره تخنیکی ټیم د روږدو کسانو د درملنی ملی برنامی رئیس حافظ انعام الله عمار او تخنیکی غړو سره ناسته تر سره کړه.
پدی ناسته کی داوپیود اګونیست ساتنی درملنی او د ضررنو دکمښت پر مرکزونو هر اړخیز بحث تر سره شو، د روږدو کسانو د درملنی ملی برنامی رئیس ډاډ ورکړ چی زما تخنیکی غړی به همیشه ستاسو له پروګرام سره همکار وی.
17/12/2025
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》.
د نشه یی توکو د مخنیوی لپاره دوره ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د جایکا نړیوالی مؤسسی په مالی ملاتړ د نشه یی توکو د مخنیوی لپاره دوه ورځنی ورکشاپ په کابل سرینا هوټل دایر شو، چی پدی ورکشاپ کی د نشه یی توکو سره د مبارزی، مخنیوی او ځینو طرزالعملونو باندی کار وسو چی یو بهتره کړنلاره جوړه او پلی شی.
پدی ورکشاپ کی د UNODC دنشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی معینیت، د روږدو کسانو د درملنی ریاست ، د ایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس دکنټرول ملی پروګرام امر او نورو همکارانو ګډون درلود.
08/12/2025
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
نن۱۶ دقوس د ایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس د پروګرام رهبري او ورسره مل د نظارت او پروګرام ته دکتنی مربوطه ټیمونو د هرات ولایت د عامي روغتیا محترم رئیس مولوی محمد طالب شاهد او مرستیال یی محترم ډاکتر خواجه غلام احمد حنفي سره مجلس تر سره شو چه په پیل کی د ایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس د کنټرول ملي پروګرام مسؤل محترم ډاکتر عبدالرحمن شریندل هرات ولایت ته د سفر اهداف تشریح کړل او همدارنګه یی د پروګرام اړوند خدماتو او فعالیتونو په هکله لازم معلومات وړاندی کړل، د عامی روغتیا محترم رئیس او مرستیال یی په مخدره توکو روږدو کسانو ته د ولایت په سطحه د خدماتو او تطبیق کونکو مؤسساتو په هکله لازم معلومات شریک او د هر راز همکاری وعده یی وکړه.
د افغانستان اسلامی امارت د عامی روغتیا وزارت له لوری د ایډز نړیواله ورځ و نمانځل شول. News. BBC Pashto
02/12/2025
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》.
دعامی روغتیا وزارت له لوری د ایډز نړیواله ورځ ونمانځل شول.
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》.
د عامی روغتیا وزارت مالی او اداری معین الحاج مولوی عبدلولی صدیقی ، د ایډز ورځی په مناسبت وینا.
د ایډز نړیواله ورځ په څه خاطر نمانځل کیږی او ولی په لومړی د ډیسمبر نمانځل کیږی؟
16/11/2025
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
د عامې روغتیاوزارت او د نشه ئی توکو پر وړاندی د مبارزی معینیت ګډو استازو و ایران هیواد ته د خپل رسمی سفر کی زیاتی لاسته راوړنی او تجربی لرلی.
د ایران هیواد د نشه ئی توکو پر وړاندی د مبارزی مسؤلین او ورسره همکاران خپلی تجربی او لاسته را وړنی د اسلامی امارت د استازو سره شریکی کړی او تر څنګ یی د همکاری تهعد وکړی .
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
ګرانو هیوادوالو; د ایډز، جنسی ناروغیو او هیپټایټس ملی پروګرام تل هڅی کوی چی پر وخت او موقع ګرانو هیوادوالو ته چوپړتیاوی وړاندی کړی، او درملنه یی بشپړه شی.
نو ستاسو ټولو لوستونکو او لیدونکو څخه هیله کیږی چی زموږ فوسټونه په خپلو صفحو کی شریکوی، تر څو ګران هیوادوال د چوپړتیاوو څخه با خبره اوسی.
مننه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
1004
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 16:00 |
| Tuesday | 09:00 - 16:00 |
| Wednesday | 09:00 - 16:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 16:00 |
| Sunday | 09:00 - 16:00 |
