Ziarmal Mangal

Ziarmal Mangal

Share

که زما په اړه معلومات غواړې، نو ما په خپله وڅیړه، د نورو په خوله زما په اړه قضاوت مه کوه.

30/10/2024

د ماشوم په غوږ کي ولي اذان کیږي؟

د ماشوم په غوږ کي اذان څه حکم لري؟
که چیري امام نه وي، ایا بل نارینه، نابالغ او ښځه اذان کولای سي؟ پر اذان شریني اخیستل څنګه دي؟
ولي باید د ماشوم په غوږ کي اذان وسي؟
ایا اذان کوم معین وخت لري؟ اذان فلسفه څه شی ده؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر
د ماشوم په غوږ کي اذان کول یو سنت کار دئ، داځکه په مبارکو احادیثو کي راغلي دي:

و عن أبی رافع رضی الله عنه قال رأیت رسول الله صلی الله علیه
وسلم اذن فی اُذُن الحسن بن علی حین ولدته فاطمة بالصلاة

(رواه ترمذی و ابوداؤد) و فی روایة عن ابن عباس (بیهقی)

ژباړه: له حضرت ابو رافع رضی الله عنه څخه روایت دی چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدئ چي کله حسن رضی الله عنه پیداسو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په غوږ کي د لمانځه په شان اذان وکړ (اذان او اقامت).

عن حسین بن علی رضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من ولد له مولود فاذن فی اذنه الیمنی و اقام فی اذنه الیسری له یضره ام الصبیان (عمل الیوم واللیلة لابن السنی والجامع الصغیر للسیوطی) و روی عن عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه انه کان یؤذن فی الیمین و یقیم فی الیسری اذا ولد الصبی (شرح السنة) و قال الرافعی رحمه قال السندی رحمه الله فیرفع المولود عند الولادة علی یدیه مستقبل القبلة و یؤذن فی
اذنه الیمنی و یقیم فی الیسری و یلتفت فیهما بالصلوة لجهة الیمین و بالفلاح لجهة الیسار و فائدة الاذان فی اذنه ان یدفع ام الصبیان عنه (التحریر المختار ص: ۴۵ ج ۱)

حضرت حسین بن علی رضی الله عنهما وویل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل
چي کله د چا ماشوم پیدا سو، په راسته غوږ کي یې اذان وکئ او په چپه غوږ کي یې اقامت وکئ او دغه ماشوم به د (ام الصبیان) څخه و ژغورل سي.

حضرت عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنه به هم کله چي به ماشوم پیدا سو د هغو په راسته غوږ کي به یې اذان کاوه او په چپه غوږ کي به یې اقامت کاوه، د (حی علی الصلوة او حی علی الفلاح) د ویلو پر مهال به راسته او چپه طرفته ګوري، او دغه اذان چي د ماشوم په غوږ کي کیږي باید مخ پر قبله باندي کښیني.

(أم الصبیان) څه شی ته وايي؟

(ام الصبیان) چي حدیث شریف کي راغلی دئ، ددې یوه معنا داده چي دغه ماشوم به د پیریانو له تکلیف څخه و ژغورل سي، ځیني علماء وايي چي داد ماشومانو یوه مهلکه ناروغي ده، ځیني علماء واي

21/09/2024

کله چې د روروڼو له منځه د یو څخه یې انسانیت کډه وکړي!
بیا نو ټولې شتمنۍ، ښلاوې او رنګین ژوند د تورتم او بدرنګۍ په ژوند بدل شي.
دا یوه خبره یاد ساتی چې: که ورور هیڅ نکوي، بیا یې هم له ځان لوړ وګڼی؛ په بده ورځ کې به د مور او پلار وروسته یوازینۍ کس ورور وي چې تر څنګ به مو لکه غر ولاړ وي.
که ته نن په هر موقف کې یې او یا ښه معاش اخلې خو دا ومنه، چې دغه ځای ته په رسیدو کې دې ورور ضرور ونډه لري.
د وروڼو احسان هیڅ کله مه هېروی او څومره چې کیږي ځان په کور کې تر ټولو ټیټ وګڼی، دغه کار به مو د ژوند په رنګینو پوهه کړي.
ورور شیرین دی ورور د مټو زور دی
©

19/08/2024
13/08/2024

دا هم واورئ.

06/08/2024

د عیسوي کال په حساب !
د 22م جون نه تر 22م دسمبره پورې هره ورځ 80ثانيی یوه ورځ وړوکي کیږي ،
په دې حساب سره ورځ 10 ساعته او شپه 14 ساعته کیږي .
او د 22م دسمبر نه تر 21م جون پورې هره ورځ 45 ثانيې یوه ورځ زیاتیږي ، په دې حساب سره ورځ 14 ساعته او شپه 10 ساعته کیږي .
د خیرانتیا خبره دا ده ، چه هر 23م د مارچ او 23م د دستمبر تاریخ باندې شپه او ورځ دواړه سره برابر وي ، یعني 12 او 12 ساعته وي .
په لسګونو ملیونونه کاله کیږي ، چه دا سلسله روانه ده او هیڅ فرق پکې نه راځي .
الله ج د قران شریف سورة الملک په دریم آیت کې فرماېې چه ؛
مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ *
ته به ونه وینې د خدای ج په پیدایښت کې څه فرق .
لوی ده هغه ذات چه منظم کاینات ېې پیدا کړي دي .

Photos from Ziarmal Mangal's post 26/07/2024

سره له دې چې د لرغونې زمانې انسانانو ډېر ابتدايي وسایل او اسباب په واک کې لرل، خو د معمارۍ، صنعت، کرنې او نورو برخو کې ترې پاتې اثار دا ښيي چې د پخواني عصر او ننني عصر د انسانانو د ذهني وړتیا او ستونزو ته د حللارو د موندلو تشخیص کې توپیر نه لیدل کېږي. هغه توپیر چې موږ یې نن د پخوانیو او اوسنیو انسانانو په وړتیا او کارکردګۍ کې وینو، یوازې د علومو پرخوالی او د تکنالوجۍ تکامل دی. له ساینسي پلوه هم داسې شواهد نه شته چې وښيي په تېرو سلګونو زرو کلونو کې دې د انسانانو د پېژندنې یا درک په وړتیا کې کوم پام وړ بدلون راغلی وي. جرېډ ډایموند په خپل مشهور کتاب (Guns,Germs and Steel) کې لیکي: که څه هم د لرغونو او اوسنیو ټولنو ترمنځ د هغوی د ټکنالوجیکي او علمي برترۍ ترمنځ ظاهري توپیر لیدل کېږي، خو د هوښ او خلافیت پلوه د پخوانیو او اوسنیو انسانانو وړتیاوې د پرتلې وړ دي. یووال نوح حراري هم په (Sapiens) کې لیکلي هغه ذهني وړتیا چې لومړنیو انسانانو یې پرمټ پېچلې ټولنې رامنځته کړې، له پیله په انسان کې موجوده وه چې دغه وړتیا د وخت په تېرېدو سره د پوهې او د ټکنالوجیکي نوښتونو د پراختیا له کبله زیاته شوه.
زما په لاس کې دغه جسم د مس عینک کان ساحه کې د هغو ویلې شویو مسو پاتې شونی دی، چې شاوخوا ۱۸۰۰ یا ۲۰۰۰ کاله مخکې دلته د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلیانو له خوا استخراجېدل. ویل کېږي چې دلته ۸۰۰ کاله د مسو استخراج روان و. که تاسو د عینک ساحې په ځانګړې توګه مرکزي کان له نږدې وګورئ؛ نو په ساحه کې به د ویلې شویو مسو دا ډول خواره واره ډېر پاتې شونې ووینئ. مرکزي کان چې لرغوني اثار هم همدلته دي، د لوړ کیفیت (تر ۲ سلنې لوړ ګرېډ لري) او په کم عمق کې د مسو لرلو کبله د پام وړ ساحه ده.
ما د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یو شمېر لرغونپوهانو له خولې اورېدلي چې دلته یې د کیندنو په لړ کې داسې وسایل کشف کړل چې غالباً مس پرې استخراجېدل او بیا په کُرو کې ویلې کېدل. دلته سکې هم موندل شوي چې د همدې کان له مسو څخه جوړېدلې.
نو، عینک ساحه سربېره پر دې چې یو ستره اقتصادي خزانه ده، د لرغونتیا جاذبه هم لري او د وروستیو کیندنو په لړ کې دا هم څرګنده شوه چې دلته تر کوشانیانو هم زرګونه کاله مخکې تمدنونه تېر شوي چې دا زموږ د وطن د ۵ زره کلن تاریخ له اثبات سره مرسته کوي. همدا وجه وه چې دغه کان د قرارداد په لومړیو کلونو کې چې کله په ساحه کې لرغوني اثار کشف شول، د یوې اقتصادي پروژې په توګه یې د خلکو پام د یوه ورک تاریخ پیدا کېدو ته چې د افغانستان د ۵ زره کلن تاریخ د اثبات لپاره یې یو مهم سند وړاندې کاوه، واړاوه.
شهید داوود خان د مس عینک کان د اکتشاف او استراج لپاره اساسي پلان درلود. افغان او د پخواني شوروي اتحاد انجنیرانو څلور کاله (۱۹۷۴-۱۹۷۸) د عینک ساحه کې اکتشافي فعالیتونه وکړل. هغه برمې او اکتشافي صوفونه چې د داوود خان په وخت کې وهل شوي-په ځانګړې توګه د مرکزي کان ساحه کې، د پام وړ دي او که له نږدې وکتل شي باور مو نه راځي. زه تېر کال ورغلم، یو صوف ته ننوتم چې پای مې یې پیدا نه کړ. د داوود خان د وخت اکتشافي ډېټا په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د جیولوجي سروې ادارې او بیا خپله قراردادي شرکت MCC په ډېر کم توپیر سره تایید کړه.
Copy

25/07/2024

دملت یو آرمان دپوره کیدو په حال کې دی.
له پنځلس کلن ځنډ وروسته به د مس عینک کان چارې عملا پیل شي
قراردادي کمپنۍ مکلف کړل شوې چې د نهايي او سل سلنه پروسس تر څنګ د ٢٠٠٨ میلادي کال تعهداتو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډه د نړۍ په کچه د مسو دې ستر کان چارې د روانې اونۍ په پای کې عملا پیل کړي.
*دا چې څه ګټه به ملت ته ورڅخه رسیږي په بل لیکنه کې به یې له تاسو سره شریک کړو.
زمونږ پاڼه تعقیب کړئ

09/06/2024

07/06/2024

31/05/2024

افغان کمانډو💝💝💝

29/05/2024

د خوښې لوبغاړی مو څوک دی؟

25/05/2024

هیله کوم ليکنه پوره ولولي تاسو ژوند به بدل کړی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غير شرعي اړيكو ته د عشق او مینې نوم ورکول د انجونو د عزت او ارزښت له منځه وړل دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوری که! مؤمن او دینداره کس پیدا کړې نو ورته ووایه چې ستا کورنۍ ته مرکه ولیږي مګر که ته له هغه سره یارانه جوړه کړې نو په حقيقت کې خپل ارزښت کموې ځکه چې مینه عبارت ده له د دوو نادانو او احمقو کسانو تر منځ سوء تفاهم ، دواړه فکر کوي چې يو بل ته رسېږي او خبر ندي چې پای او انجام یی خودکشي او نه رسېدل دي.

له عشق او مینې ډډه وکړئ ځکه چې مینه خفګان او غم دی. د مسلمان انسان د خوشبختی یوه نښه دا ده چې آه او فریاد ، زړه بايللو ، عشقي شعرونو ،
د جدایی او فراق له شکایتونو څخه ليرې وي ، ځکه په دغو مسایلو باندې اخته کېدل د زړه د کمزوری نښه ده ، الله تعالی فرمایي:

[سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23]

أَفَرَءَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلٰهَهُۥ هَوٰىهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلٰى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلٰى سَمْعِهِۦ وَقَلْبِهِۦ وَجَعَلَ عَلٰى بَصَرِهِۦ غِشٰوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِنۢ بَعْدِ اللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

ژباړه: نو ايا تا كله د هغه چا په حال باندي غور کړی دى چي خپل نفسي خواهش یې خپل خداى وګرځاوه؟ او الله له علم سره، هغه په ګمراهۍ کښي وغورځاوه او د هغه پر زړه او غوږونو باندي یې مُهر وواهه او د هغه پر سترګو یې پردې وغوړولې. له الله څخه وروسته اوس بل څوك دى چي هغه ته هدايت وکړي؟ ايا تاسي څه درس نه اخلئ؟

ابن قیم به «الداء والدواء» او الجواب الكافي لمن سأل عن الدواء الشاف کې په پوره ډول دغه قضيه څیړلي او وايي د زړه بايللو او مينې کولو ځينې عوامل او اسباب په لاندي ډول دي:

۱-د زړه خالي والي د الله تعالى له ميني ، ذكر ، شکر او عبادت څخه.

۲-چشم چراني او نامحرمو ته کتل باید پوه شو چی چشم چرانی انسان ته ډیر غمونه ، خفګانونه او رنځونه ورکوي ، الله تعالی فرمایي:
{ قُلْ لِلْـمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} النور- آية (30) يعني: «مؤمنانو ته ووايه چې سترګې ټيټې واچوي.

يو شاعر وايي:يعني: هر کله چې سترګې په هر لوري کې خښې کړې ، کومې منظرې چې وينې تا په سترياوو کې اچوي. هغه څه وينې چې نه يې په پوره ليدو توانېږې او نه يې په بعضو ليدو صبر کوي.

او لکه څرنګه چې یوه ښه خبره ده ؛ نامحرم ته کتل د شيطان له غشو څخه
یو غشی دی.په عبادت ، ذکر، دعا او نفلي لمونځونو كي سستوالى : الله تعالى فرمايي:{إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْـمُنْكَرِ} العنكبوت- آية (45) )يعني : بیشکه چې لمونځ انسان له بدو کارونو او فحشاء څخه منع ) کوي.

او همدارنګه فرمایی:{كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْـمُخْلَصِينَ}يوسف- آية(24) یعنی: په همدې توګه مونږ یوسف وژغوره تر څو له هغه څخه د ټولو بديو او ناکاره کارونو مخ واړوو ، ځکه چې هغه زمونږ له غوره او سوچه کری شوو بنده ګانو څخه و.

خوری کله چې نامشروع اړیکه د مینې په نوم نوموي ، بايد پايلې يې وپېژنې

ځکه ستا عزت له منځه ځي نه د هلک!

ته سپکه کیږی نه هلک!

په ميدان کې ته يوازې پاتې کېږې نه هلک!

اعتماد او باور ستا له منځه ځي نه د هلک!

شتمني ستا لوټ کېږي نه د هلک!

سر ستا کښته و خرول شو نه د هلک!

کورنی ستا بدنامه شوه نه د هلک!

د عمر تر پایه ته بې ارزښته شوې نه هلک!

د يو دوکه باز او شهواني هلک له کبله ستا دارايي له منځه ولاړه مګر ولي ؟

آیا تا خپل ارزښت نه پیژاند؟

یا دا چې عزت درته ارزښت نه درلود؟

نن خپل مور ، پلار ، ورور ، مېړه او خپلوانو ته په کومو سترګو ګورې!

خوری! ځان کم مه بوله بلکه لوړ فکر ولره د داسې جملو دوکه مه خوره چې وایي مینه درسره لرم ، پرته له تا ژوند نه شم کولی ، زما ژوند او روح ته يې پرته له تا مړه کېږم ، له تا سره د واده هیله لرم مګر اوس نه ، ما د خپل ورور په حيث وګنه او.....

که ته په رښتیا هم له چا سره مینه لرې نو لومړی کار چې باید هغه یې وکړي ، د مرکې او خواستګاری استول دي نه د مهلکو مسجونو ، زهر جنو ملاقاتونو او مکر جنو اړیکو ټینګول!

له تا څخه د لوبو د وسیلې په توګه کار اخلي او په پای کې د خپل شهوت د سرولو لپاره سپرلۍ در څخه جوړوي او پایله یې هم تور لیست یا د بلاک لیست دی!

هغه وخت به دې هېڅوک غږ وانه وري، هماغه هلک به له بل چا سره واده وكړي او تا ته به يوازې غمونه او دردونه پاتې شي.

د دغه ډول پټو او نامشروع اړیکو ضررونه:

په لسګونو ګناهونو اخته کېدل

ستا سپکوالی او تحقیرول

غمونه ، بې خوبي ، درد او اوښکې

درسونو او ورځنیو چارو ته نه رسیدنه

له عبادت او بندګی څخه لیري کېدل

له ژونده ستړي کېدل او له کورنۍ سره خواخوږي نه درلودل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address

Khost