Dr Zahid Ullah
د احساساتو او فکرونو ژباړن
📖 د کلمو په نړۍ کې یو مسافر
❤️ هره لیکنه یو نوی احساس
01/09/2026
#جهالت ذلیل قوم!
پر مونږ افغانانو ډېرو سیاسي رهبرانو او نورو مشرانو داسې کار وکړ چې زمونږ له وینو عزت او غوښو ...یې په میلیونونو پیسې غلا او چور کړې بیا یې له همدغو پیسو کمه برخه پر مونږ واپس مصرف کړې لکه له سلو افغانیو دوه افغانۍ او مونږ جاهل قوم لګیا یو صفتونه یې کوو چې فلاني وطن او ولس ته ښه خدمت وکړ احسان یې پرمونږ دی خوشال هم مونږ یو.
27/08/2026
کلسیم لرونکي خواړه وخوره: شیدې، مستې، پنیر، هګۍ او شنې پاڼې لرونکې سبزیانې.
☀️ ویټامین D مهم دی؛ د لمر مناسب تماس او د ویټامین D لرونکي خواړه اخوره
27/08/2026
خبرتیا!
دول هغه محصلین چې لا یې ثبت نام نه دی کړی او غواړي چې د سلام روغتیایي علومو انسټیټیوت د خزاني سمستر برخه شي نو کولی شي، چې سبا (د جمعې ورځ) هم زموږ ادارې ته تشریف راوړي او د خپلې خوښې څانګې ته نوم لیکنه وکړي.
سلام د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې خپله انرژي نه سپموي او د اسانتیاوو په ایجاد کې یې ژمنه ډله هېڅ ډول قرباني نه سپموي.
27/08/2026
18/08/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
د اورواینټرا فسټول (Oroantral Fistula) بریالی جراحي عملیات
د یوه ناروغ د اورواینټرا فسټول د درملنې لپاره بریالی جراحي عملیات ترسره شول. د فسټول مسیر په دقت سره پاک په ساحه کې ممبران / بون ګرافټ تطبیق شول او د مناسب جراحي فلپ په وسیله وتړل شو، څو د خولې او ماکسيلري سینوس ترمنځ غیرنورمال ارتباط له منځه ولاړ شي.
ناروغ چې څو میاشتې پخوا یی غاښ ایستلی وه او له دغه مشکل سره مخ وه وروسته په مختلفو کلینیکونو کې ورته جراحی تر سره شوي وه خو کومه نتیجه یی نه وه ورکړي او بیله خیرا موږ ته یی مراجعه وکړه
الحمدلله
عملیات په بریالیتوب سره بشپړ شو او ناروغ ته د عملیاتو وروسته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې. د مناسبې جراحي تخنیک، دقیق تشخیص او ښه postoperative care په مرسته د فسټول د بیا رامنځته کېدو خطر کمېږ
ډاکټر حنیف شهاب
(ترینی متخصص جراحی وجه فک )
ډاکټر زاهد مستعان
(ام ډی ستو ماتولوګ )
ادرس : ممتاز د غاښونو ښکلا او تداوی مرکز
اړکه : 0771761865/ 0799137346@
11/08/2026
یا پوهېږئ چې د غاښونو کوچنۍ ستونزه، که پر وخت درملنه نه شي، په لویه ستونزه بدلېدای شي؟ 😟
❌ د غاښ درد مه زغمئ!
❌ د غاښونو وینه کېدل عادي مه ګڼئ!
❌ د خولې بد بوی یوازې د خولې ستونزه مه ګڼئ!
❌ د غاښونو خرابوالی تر هغه مه پرېږدئ چې د ایستلو اړتیا پیدا شي!
✅ په ورځ کې ۲ ځله غاښونه برش کړئ.
✅ د خوږو او ګاز لرونکو مشروباتو استعمال کم کړئ.
✅ د غاښونو ترمنځ پاکوالی وساتئ.
✅ لږ تر لږه په منظم ډول د غاښونو معاینه وکړئ
ممتاز دعاښونو ښکلا او تداوی مرکز
08/07/2026
د سالمو غاښونو راز ستاسو په ورځني پاملرنه کې دی!
ایا پوهېږئ چې د غاښونو ډېری ناروغۍ د ښه حفظ الصحې په وسیله مخنیوی کېدای شي؟
✅ غاښونه لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله برش کړئ.
✅ هره ورځ د غاښونو تار (Dental Floss) وکاروئ.
✅ د خوږو او ګاز لرونکو څښاکونو استعمال محدود کړئ.
✅ هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو معاینه وکړئ.
یو ښکلی موسکا یوازې ښکلا نه، بلکې د ښه روغتیا نښه هم ده.
که د غاښ درد، د وینې راتلل، بد بوی، یا د غاښونو کومه بله ستونزه لرئ، ژر تر ژره معاینه وکړئ؛ ځکه وختي درملنه تل اسانه او لږ لګښت لري.
په درنښت،
ډاکټر زاهد الله مستعان
🦷 ستاسو د سالمې موسکا ملګری
Category
Website
Address
1001
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Dr Zahid Ullah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
