Pashto Sports
ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽
ټیلیګرام:
https://t.me/Pashtosports
وټس اپ:
+93 76 592 3000
09/27/2026
اروپا ملتونو جام کي د نن شپي جذابه لوبه 🇳🇴⚔️🇵🇹
پرتګال VS ناروې ( رونالډو VS هالانډ)
نن شپه 11:15 بجي
هالانډ د ناروي لپاره؛
🏟️ 56 لوبي
⚽ 64 ګولونه
🅰️ 7 دګول پاسونه
رونالډو دپرتګال لپاره؛
🏟️ 234 لوبي
⚽ 146 ګولونه
🅰️ 37 دګول پاسونه
09/27/2026
د نن یکشنبي شپي مهمي او جذابي لوبي؛
اروپا ملتونو لیګ لومړی پړاو؛
09/27/2026
لوکا مودریچ د ٢٠ کلونو وروسته د سلاون بیلیچ تر روزني لاندي ګول ووهئ:
مودریچ د ٢٠٠٦م کال د اګست پر ١٦مه د اسلاون بیلیچ تر روزني لاندي د کروشیا لپاره په خپله اتمه رسمي ملي لوبه کي لومړی ګولوهنه کړې وه، هغه لوبه کروشیا ٢\٠ د ایټالیا څخه ګټلې ده.
پرون د سپټمبر پر ٢٦مه یعني ٧٣٤٦ ورځي وروسته مودریچ یو ځل بیا د سلاون بیلیچ تر روزني لاندي لوبه وکړه، چي یاد لوبه د مودریچ ١٩٥مه ملي لوبه وه او ٣٠م ملي ګول یې ولګوئ، لوبه یې ٢\١ وګټل.
09/26/2026
#اروپا ملتونو لیګ د نن شپې مهمو لوبو پایلي:⚽
09/26/2026
د اروپا ملتونو لیګ کي اسپانیا فوټبال ملي لوبډلي ۳\۲ د انګلستان فوټبال ملي لوبډلي ته ماته ورکړه.
#آیتنوري د الجزایر له ملي لوبډلي و ایستل سو؛
د منچسټر سیټي دفاعي لوبغاړی رایان آیتنوري د الجزایر د ملي لوبډلي له تمریناتي کمپ څخه ایستل شوی دی.
د فوټ مرکاتو د راپور له مخي، آیتنوري د الجزایر او زامبیا ترمنځ د لوبي پر مهال د روزونکي او فني ډلګۍ له لوري د ګرمېدو غوښتنه نه وه منلې، چي وروسته یې د روزونکي او د فني ډلګۍ د غړو سره لفظي شخړه رامنځته سوې ده.
راپور زیاتوي چي د الجزایر نوي روزونکي ابراهیم حمداني له یادي پېښي وروسته آیتنوري له لوبډلي ایستلی او نوموړی بېرته انګلستان ته ستون سوی دی.
09/26/2026
محمد صلاح د مصنوعي چمن له امله د جنوبي سوډان پر وړاندي نه لوبېږي؛
د مصر د فوټبال فدراسیون وايي، محمد صلاح به د افریقا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کي د جنوبي سوډان پر وړاندي په لوبه کي ګډون ونه کړي.
د مصر د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخي، صلاح د روزونکي او د ملي لوبډلي د تخنیکي کارکوونکو سره تر سلا او مشورو وروسته پرېکړه کړې چي په یاده لوبه کي استراحت وکړي.
ټاکل سوې دغه لوبه د سهشنبې په ورځ د جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کي ترسره سي.
د راپورونو له مخي، د جوبا لوبغالي مصنوعي چمن لري او د مصر لوبډلي د صلاح د احتمالي ټپي کېدو د مخنیوي په موخه نوموړی له دې لوبي بهر کړی دی.
محمد صلاح د مصر د ملي لوبډلي د مهمو لوبغاړو څخه دی او د دغه هېواد لپاره یې په ګڼو نړیوالو او افریقايي سیالیو کي لوبېدلی دی.
د مصر او جنوبي سوډان ترمنځ یاده سیالي د افریقا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کي ترسره کېږي.
09/26/2026
ریال مادرید د کیلیان امباپې د ژوبلتیا اړوند په یوې اعلامیه کي ویلي، چي نوموړی به ۱۲ ورځي د لوبو څخه لیري وي، د ملي لوبو د رواني وقفې وروسته لوبو ته اماده کېږي.
د هنګري او اوکراین ترمنځ د فوټبال لوبي په پای کي د دواړو لوبډلو د لوبغاړو ترمنځ شخړه سوې چي په ترڅ کي یې د هنګري دوه لوبغاړو دومینیک سوبوسلای او میلوس کرکز ژېړ کارتونه اخیستي دي.
شخړه د لوبي په وروستیو شېبو کي د اوکراین د یوه لوبغاړي د ایستل ـ اخراج کېدو وروسته رامنځته سوې ده.
دغه لوبه پرون شپه ترسره سوه، چي اوکراین ۳\۱ هنګري ته ماته ورکړه.
د ترکیې فوټبال ملي لوبډلي د فرانسې پر وړاندي د تېري شپې په لوبه کي د اردا ګولر د اوبو غوښتني د نندارچیانو پام ځانته اړولی دی.
ګولر د لوبي پر مهال د مینهوالو څخه د اوبو غوښتنه وکړه؛ هغوی د اوبو د بوتلونو ډکه کڅوړه د نوموړي لوري ته وغورځوله، خو د کڅوړي د غورځېدو پر مهال د ډېرو بوتلونو اوبه توی سوې، خو لږ اوبه یې ترلاسه کړې.
د فرانسې او ترکیې ترمنځ دغه لوبه د فرانسې په ګټه ۱\۰ پای ته ورسېده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Website
Address
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Pashto Sports posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
