N Shirzad
فالو هېر نکړې ستاسو شېرذاد
الله پاک دې زمونږ شاپور ځدران ته روغ صحت ورکړې # # Kamil Afghan ازبک هزاره تاجک پښتون ټول يو افغانستان @
يا اللّٰه ته خپل رحم پرې وکې #
25/10/2024
کابل ته د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمدعلي کلي د مېرمنې خليله کماچو کلې سفر او ورنه د يوشمېر ښځينه ورزشکارانو غوښتنې.
يوشمېر هغه ښځینه ورزشکارانې چې د طالبانو د حکومت په څه زياته درې کلنه واکمنۍ کې له ورزش لرې پاتي دي، له خلیله کماچو علي څخه غواړي چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي چې افغان ښځو او نجونو ته په ورزشي لوبغالو د ورزش او سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
پیچ فالو کې ملګرو N Shirzad
24/10/2024
یو ریکارډ چې باور کول سخت دي هغه ټیم چې هیڅکله یې زموږ څخه ښه ورځ نه وه لیدلې، مګر نړیوال ریکارډ یې جوړکو 😳😳
24/10/2024
پښتانه اصلاً څوک دي؟
د پښتنو د اصل او نسب په باره کی د ډیر پخوا څخه ډول ډول روایات او نظریات څرګند سوي دي څو چی د نولسمی پیړۍ معروف مستشرق او پښتو پیژندونکي (هنری راورټی) داسی وویل: « د هیڅ قوم د اصل او نسب په باره کی د نظریو اختلاف دومره زیات نه دی ، لکه د پښتنو د اصل او نسب په باره کی چی دی . »
چا پښتانه د هغوی د خپل عنعنوی روایت په اساس بنی اسراییل بللي او چا بیا قبطیان ( فرعوني لړۍ ) ګڼلي دي. چا په مغولو ورګډ کړي او چا د آرمنیانو، تاتاریانو، هپتالیانو او ساکانو په قطار کی درولی دي. چا بیا په عین وخت کی له راجپوتانو ، برهمنانو ، یونانیانو ، ترکانو ، عربانو او نورو سره ګډ کړي دي.
خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کی تر ټولو عام او بیخی زوړ روایت هغه دی چی وایی پښتانه بنی اسراییل دي . په دې هکله تر ټولو پخوانی تحریری سند چی دغه روایت پکښی راغلی دی ، هماغه د ابوالفضل « آییًن اکبری » دی چی په ۱۵۹۷ ـ ۹۸ کی لیکل سوی دی . هغه په دې کتاب کی لیکی چی : « پښتانه ځانونه د بنی اسراییلو اولاده بولی » او پسی زیاتوی : « پښتانه په دې عقیده دي چی ډیر لیری نیکه یې چی افغان نومېدﺉ ، درې زامن لرل چی هغه سړبن ، غرغښت او بټن وو . » بل اثر د اخوند درویزه ( تذکرة الابرار والاشرار ) دی چی په ۱۶۰۳ ـ ۱۶۱۳ کی لیکل سوی دی او داسی وایی : « پښتانه د مهتر یعقوب علیہ السلام اولاده ده چی د اسراییل په نوم یادیږی . د اسراییلو یو ډیر لوی مشر طالوت علیہ السلام و . د طالوت علیہ السلام څخه دوه زامن پاته سول چی یو یې آصف نومېدﺉ او بل یې افغان . د افغانانو طایفه د همدې افغان اولاده ده . » درېیم اثر د نعمت الله هروی ( تاریخ خان جهان و مخزن افغانی ) دی چی په ۱۶۱۲ ـ ۱۳ کی لیکل سوی دی . په دې هکله د مخزن افغانی لنډیز داسی دی :
« ملک طالوت علیہ السلام د اسراییلو پاچا و ، خو دمخه له خپل مرګ نه یې د سلطنت امور مهتر داؤد علیہ السلام ته ور وسپارل . ملک طالوت علیہ السلام دوې ښځی لرلې او د مرګ په وخت کی یې دواړه امیدواری وې . وروسته له څه مودې نه د دواړو کره زامن وسول . مهتر داؤد علیہ سلام چی د دغو میرمنو سرپرستي ور په غاړه وه ، د یوې د زوی نوم برخیا کښېښود او د بلی د زوی نوم ارمیا . کله چی د برخیا کره زوی وسو د هغه نوم یې آصف کښېښود او کله چی د ارمیا کره زوی وسو د هغه نوم یې افغنه کښېښود .
وروسته له مهتر داؤد نه مهتر سلیمان علیہ السّلام د اسراییلو پاچا سو . ده د ملک د چارو د نظم او ادارې کار آصف او افغنه ته ور وسپارﺉ . د دغو دوو وروڼو په تیره بیا افغنه اولاده چی په شام کی اوسېده دومره زیاته سوه چی له حسابه ووته . وروسته د مهتر سلیمان له مرګ نه د اسراییلو ورځ بده سوه . بخت نصر شام ونیو ، بیت المقدس یې وران کړ او د آصف او افغنه د اولادې دوه د سر سړي عزیز او دانیال یې له خپلو پیروانو سره بندیان کړل . بخت نصر وروسته د اسراییلو دوولس زره مهم خلک ووژل او پاته یې د آصف او افغنه سره غور ، غزنی ، کابل فیروز کوه او د کندهار شاوخوا سیمو ته فرار کړل . د افغنه اولاده په دغو سیمو کی میشته سوه .
کله چی خالد بن ولید مسلمان سو نو دغو خلکو ته یې مکتوب ور ولیږﺉ ، د اسلام د پیغمبر د بعثت زیری یې پر وکړ او د اسلام منلو ته یې ور وبلل . کله چی د افغنه اولادې ته د خالد مکتوب ورسېد ، یو شمیر مشران یې مدینې ته روان سول . په دغو مشرانو کی د بن افغان د ټولو نه ستر مشر قیص نومېدﺉ چی د نسب سلسله یې ملک طالوت او ابراهیم خلیل الله ته رسېده . خالد دغه خلک د پیغمبر حضور ته وروستل .
آنحضرت له هر یوه نه د نوم پوښتنه وکړه . د بنی افغان مشر ورته وویل چی د ده نوم قیص دی . حضرت پیغمبر ورته وویل : قیص عبرانی نوم دی . څرنګه چی موږ عرب یو نو ستا نوم به وروسته له دې عربی او عبدالرشید وی.
عبدالرشید د خالد سره یو ځای په یو شمیر جګړو کی په میړانه وجنګېد او خالد حضرت پیغمبر ته د هغه د میړانی په باره کی معلومات ورکړل . حضرت پیغمبر عبدالرشید ته د بتان لقب ورکړ . بتان چی وروسته پټان سو ، هغه تیر ته وایی چی بیړۍ پرې تکیه وی . حضرت پیغمبر وروسته عبدالرشید خپل حضور ته ور وباله ؛ د خیر دعا یې ورته وکړه او د خپل یو صحابی او یو شمیر انصارو سره یې بیرته غور ته ولیږﺉ چی په خلکو کی د اسلام تبلیغ وکړی . د قیص عبدالرشید نه چی په کال ۴۰ هجری کی په اووه اتیا کلنی مړ سو، درې زامن پاته سول . یو سړبن ، بل بیټنی او بل غرغشت»
خو که موږ او تاسی د احادیثو ټول مشهور کتابونه ( لکه صحیح بخاری ، صحیح مسلم ، جامع ترمذي ، سنن ابواؤد ، سنن نسایی ، ابن ماجه…. ) ولولو ، هیڅ دغه ډول ادعا یا اشاره نه ده پکښی ذکر سوې . او که د اسلامی تاریخ ټول معتبر آثار وپلټو ، هم به هیڅ دغسی ادعا او بیلګه پیدا نکړو . نو ځکه دا هسی یو روایت ، حدس ، ګومان او قیاس دی چی هیڅ علمی او تطبیقی اساس نه لری . د رسول الله (ص) ټول حدیثونه، فرمودې او قصې د احادیثو په شپږو معتبرو کتابونو کی راغلي دي چی د قیص پورتنۍ قصه په هیڅ دغو آثارارو کی نسته . نو ځکه دا صرف یوه تخیلی ادعا ده .
په هر صورت ، د نعمت الله هِروي څخه راوروسته هم ډیرو نورو واقعه نګارانو او هم پخپله پښتنو مؤرخینو لکه افضل خان خټک ، حافظ رحمت خان ، زردار خان ، او حتی قاضی عطأ الله خان ، پښتانه بنی اسراییل بللي دي . خو علمی سند او تاریخی ثبوت نلری .
په غربی مؤلفینو او څیړونکو کی د بنګال د شاهی آسیایی ټولنی ریًس ، سر ویلیم جونز ( ۱۷۴۶ ـ ۱۷۹۴ ) ، لومړنی شخص و چی د پښتنو د اصل او نسب دغه عنعنوي روایت ته یې د غربیانو جدی توجه ور واړوله او په یوه یادونه کی یې وویل چی کېدای سی پښتانه د یهودو له نسله وی، و اللہ اعلم واللہ اعلم واللہ اعلم دہ سا غلطی معافی غواڑم
N Shirzad پیچ فالو کړې ملګرو
وايې دا زوم په خسر ځکه ګران وې چې خسر يې له لویه مسیبته حلاس کړې وې
دغه جنکې چې واده کېږې ولې ژاړې
12/10/2024
*د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین وايي، په پښتونخوا کې په تېرو شلو کلونو کې نژدې اتیا زره کسان وژل شوي، چې څه باندې ۹ زره يې د خبیر اوسېدنکي وو.*
پښتين دا څرګندونې نن د خیبر په ریګي للمه کې د پښتنو قومي جرګه ته په خپلې وینا کې کړي دي.
پښتون ویلي، دا کسان په هغې جګړه کې وژل شوي چې د پښتنو نه وه.
پښتنو دا درې ورځنۍ جرګه په سیمه کې د روانو ناامنیو، جبري لادرکه کېدو او د پښتون مېشتو سیمو د وسایلو د واک د ستونزو او یوشمېر نورو چارو د هوارۍ، او په اړه يې د پرېکړې کولو په موخه رابللې ده.
دغې درې ورځنۍ جرګې ته د بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه په زرهاوو کسان ورغلي دي.
ستاسو په شونډو مسکا غواړو بل هيڅ نه ستاسې شيرذاد
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalal-Abad
