Abraham official
Tech talk news vlog nature funny
دغه ځوان 5 کاله کیږی چې ورک شوی دی د درد نه ډک ویډیو دا شیر کی د ثواب په خاطر 👀😳💔 Rashid Khan
د دغه ماشوم تلاوت وګوری پښیمان کیږی نه Rashid Khan
03/12/2026
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز څرګنده کړې چې «کاش بګرام له موږ سره وای». د شنونکو په اند، دغه څرګندونه د بګرام د ستراتژیک موقعیت درلودلو ته اشاره کوي.
شنونکي وایي، که بګرام لا اوس هم د امریکا په واک کې وای، اوس به د سیمې د جګړې مرکز افغانستان وای، ترڅنګ به د ایران توغندیو لاندې یو ځل بیا به کابل د دود او باروتو ننداره جوړه شوی وای، همدا رنګه د جنګ مدیریت او ستراتیژیک پلانونه به په دې اډه کې جوړېدل.
03/12/2026
د متحده ایالاتو حکومت د خپلو لګښتونو د سپما په موخه پرېکړه کړې چې په پېښور کې خپله قونسلګري دایمي وتړي. دغه اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې کمښت او د لګښتونو مدیریت په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
03/12/2026
په پېښور ښار کې د نامالومه وسلهوالو ډلو فعالیتونو د خلکو پام ځانته اړولی دی. دغه وسلهوال په څو برخو کې خواره واره شوي او د سیمې کنټرول یې په لاس کې نیولی دی.
د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر خلک د پېښې لیدو لپاره راټول شوي، پوځیان د احتمالي مداخلې په تمه دي. پنجابی چارواکي هڅه کوي وضعیت کنټرول کړي، خو هڅې تر دا مهاله ناکامی شوي.
03/12/2026
کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پولیسو ځواکونو په چوکاټ کې، نوې ډله نښان ويشتونکي د سختو مسلکي روزنو او تمرینونو وروسته فارغ شول.
مسؤولین وایي، دا روزنه د دوی مهارتونه په ډزو، هدف نیولو او د بېلابېلو امنیتي ماموریتونو په ترسره کولو کې لوړوي، څو د هیواد د امنیت ساتنې په چارو کې مؤثره ونډه ولري.
03/12/2026
د هسپانیې حکومت د ایران جګړې او په غزه کې د اسراییل پر اقداماتو اعتراض کې خپل سفیر له تل ابیب څخه بېرته راوغوښت.
لومړي وزیر پېدرو سانچېز مخکې د جګړې پر ضد د هسپانیې موقف څرګند کړی و، او اوس به تل ابیب کې د هسپانیې سفارت د شارژدافیر له لارې اداره کېږي.
03/12/2026
رویټرز د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایر.ان ښايي د هرمز تنګي کې مایناېښودنه کړې وي.
د راپور له مخې، دا اقدام ښايي د دې تنګي بیا پرانېستل لا ستونزمن کړي. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو لارو څخه دی چې د نفتو او مایع طبیعي ګاز د لېږد لپاره کارول کېږي.
راپور زیاتوي چې د ایر.ان د ساحلونو ترڅنګ له دې ستراتیژیکې لارې د نفتو او مایع طبیعي ګاز صادرات د هغې جګړې له امله درېدلي دي چې ۱۲ ورځې وړاندې د متحده ایالاتو او اسرا..،یل له لوري پیل شوې وه؛ هغه وضعیت چې په نړیواله کچه یې د انرژۍ بیې په څرګند ډول لوړې کړې دي.
03/12/2026
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، امریکا به د تېلو د بیو د راټیټولو په موخه له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کړي. دا اقدام د تېلو د نړیوالو بیو د کنټرول او د کورني اقتصاد د ملاتړ لپاره ترسره کېږي.
03/12/2026
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له ایر.ان سره په جګـ.ړه کې ښکېل دی، ویلي چې نږدې سلاکارانو یې دی پر تهران بر.ید ته هڅولی دی.
ټرمپ د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې له ایر.ان سره وضعیت په چټکۍ سره هغه پړاو ته رسېدلی چې ده ورته د «بېرته نه راستنېدو ټکی» ویلي دي.
هغه دغه راز ویلي چې له مرکچي سټیو ویټکاف، خپل سلاکار جریډ کوشنر او د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره له مشورې وروسته قانع شوی چې ایر.ان پر متحده ایالاتو د بر.ید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.
د ټرمپ تازه څرګندونو دا ګمانونه پیاوړي کړي چې هغه له اوسه هڅه کوي د جګـ.ړې د احتمالي زیانونو مسوولیت د نورو پر اوږو هم واچوي.
په ورته وخت کې، پر امریکا ولسمشر نیوکه کېږي چې د اسر.ايیل د ګټو په خاطر یې د امریکا کورنی امنیت او د دې هېواد د وګړو خوندیتوب له خطـ.ر سره مخ کړی دی.
03/11/2026
سپا.ه پا.سداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرمز تنګی د دغه بنسټ «تر مدیریت» لاندې دی او «امریکايي تېري کوونکي او د هغوی شریکان» له دغې اوبلارې څخه د تېرېدو حق نه لري.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د سپا.ه ځواکونو دوه کښتۍ په نښـ.ه کړې دي.
د سپا.ه پا.سداران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند وايي، دا هېواد به اجازه ورنکړي چې حتځ یو لېټر تېل هم د امریکا، اسر.اییل او د هغوی د متحدانو په ګټه د هرمز له تنـ.ګي تېر شي.
هغه ویلي چې هر هغه بېړۍ چې پخپله یا یې د تېلو بار په امریکا، اسر.ايیل او د هغوی په شریکانو پورې اړه ولري، د ایر.ان د و.سله والو ځواکونو مشروع هدف دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
New York, NY
10009
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Abraham official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
