Medical Information
hedayat
22/02/2022
.
#د هضمي سيسټم فزیکي معاینه
(Physical Examination of Digestive System)
#د هضمي سیسټم د ناروغیو اعراض
1. په بلع کې ستونزه (dysphagia): د بلعې پر مهال په ستوني یا ټټر کې د کوم شي د بندښت احساس ته ویل کېږي. په بلع کې ستونزه د مرۍ د بېلابېلو ناروغیو لکه تضیقاتو، تقرحاتو، التهاباتو یا تومورونو په واسطه منځته راځي.
2. زړه سوی(heart burn)
3. کانګی/ نسناستی(vomiting/ diarrhea)
4. په کانګي کې وینه (hematemesis)
5. تور رنګي غایطه مواد (melena)
6. د نس درد(abdominal pain)
7. نفخ(flatulence)
8. سؤهضم(indigestion)
9. قبضیت(constipation)
10. ژېړی(jaundice)
له ناروغ څخه باید د هر یوه په اړه وپوښتل شي.
#د هضمي سیسټم معاینه
د هضمي سیسټم معاینه لاندې برخې لري:
1. د خولې د جوف معاینه
2. د نس معاینه
3. د رکټم معاینه
#د خولې د جوف معاینه
لاندې برخې باید معاینه کړل شي:
1. شونډې
2. اورۍ
3. غاښونه
4. ژبه
5. تالو، بلعوم، فميبلعومي ناحیه، د خولې د جوف مخاطي غشا
6. تنفس
هر یو یې په لاندې ډول مطالعه کوو:
1. د شونډو معاینه
په لومړي سر کې یې رنګ ملاحظه کړئ:
• شنې په سیانوز کې
• خاسفې په انیمیا کې
• ولادي سؤشکلونه، لکه د سوی شونډې.
• نارملې شونډې ښویې وي.
د شونډو څنډې د چاودو د موندلو لپاره وګورئ (angular stomatitis). د شونډو التهاب او تقرح د cheilitis په نوم یادېږي؛ دا حالت د اوسپنې او ویټامین B12 د لږوالي انیمیا کې لیدل کېږي. herpes simplex انتان په شونډو کې د سرو قاعدو لرونکو ویزیکلونو سبب کېږي. د شونډو تقرحات په سفليس (snail tract ulcer) او کنسرونوکې لیدل کېږي.
#د اوریو معاینه
• رنګ يې وارزوئ. د سرب په تسمم کې، یوه شنه کرښه د اوریو په څنډو کې لیدل کېږي. دا کرښه کولای شو د غاښونو له تورې tartar طبقي څخه، د غاښونو او اوریو تر منځ د یوه سپين wedge-shaped کاغذ په دننهکولو سره تفریقي تشخیص کړو. کومه کرښه، چې د سرب د تسمم په سبب منځته راغلې وي ډېره څرګنده کېږي، په داسې حال کې چې د غاښونو د tartar کرښه له منځه ځي.
• په scurvy کې اورۍ پړسېدلې او سفنجي کېږي. په حمل او epilepsy (د hydantoin په واسطه د اوږدمهالي درملنې په صورت) کې، هم اورۍ پړسېدلې وي.
• په thrombocytopenic purpura او acute leukemia کې، د اوریو خونریزي لیدل کېږي.
• په gingivitis کې، د شونډو څنډې سرې وي او په آسانۍ سره وینه ورکوي. په داسې حال کې، چې په pyorrhea کې اورۍ منقبضې وي او بیا بیا وینه ورکوي. قیح ممکن د اوریو او غاښونو په منځ کې ولیدل شي.
#د غاښونو معاینه
د Hutchison غاښونه په ولادي سفليس کې لیدل کېږي. په دې حالت کې، دوه علوي دایمي مرکزي ثنایا غاښونه په مقطع کې مدور وي؛ میخډوله وي، یعنې اورۍ ته نږدې برخه یې د تاج په پرتله پراخه وي او آزادې څنډې يې نیمهلالي وي.
#د ژبې معاینه
له ناروغ څخه وغواړئ، چې خپله ژبه راوباسي.
• رنګ: د ژبې رنګ وګورئ:
- شنه په cyanosis کې.
- سره د nicotinic په تسمم او د riboflavin په لږوالي کې (سرې غوښې ته ورته ژبه).
- بېرنګه په انیمیا کې.
- توره په هغو ناروغانو کې، چې د اوسپني ترکیبات اخلي، او هم پهAddison او ځینو فنګسي ناروغیو کې.
- په محرقه کې یې مرکز پوښل شوی وي او څنډې يې سرې وي.
• تناظر: تناظر یې وګورئ. په نارمل حالت کې ژبه له مرکزي کرښې څخه لږ څه انحراف لري. د ۱۲م عصب په فلج کې ژبه په ښکاره توګه یوې خوا ته منحرفه وي.
• رعشه (tremor): د ژبې رعشه په عصبانیت، thyrotoxicosis او parkinsonism کې لیدل کېږي.
• د ژبې د سطحې معاینه: لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي:
- وچه ژبه: په لاندې حالتونو کې شتون لري:
◦ اضطراب او Dehydration
- لغړه ژبه (bald tongue): د ژبې پاپیلاګانې ممکن اټروفي وکړي او ژبه ښویه او صافه شي. په لاندې واقعو کې لیدل کېږي:
◦ پرنیشیس انیمیا Pernicious anemia
◦ د اوسپني د لږوالي انیمیا
◦ پیلاگرا Pellagra
- پوښل شوې ژبه (furred tongue): ژبه په نارمل حالت کې، د مخاطي حجرو د یوې نرۍ طبقې په واسطه پوښل شوې ده. که دا طبقه ډبله شي، د پوښل شوې ژبې په نوم یادېږي.
اسباب:
◦ ډېر سګرټ څکول
◦ تبه (په ملاریا کې ژبه په متحدالشکل ډول پوښل شوې وي او په محرقه کې یې یواځې مرکز پوښل شوی وي).
◦ د خولې له لارې تنفس
◦ قبضیت
◦ بطني آفتونه، لکه gastritis.
◦ په سره تبه (scarlet fever) کې، لومړی ژبه د سپین ډبل پوښ په واسطه پوښل شوې وي، چې سرې پاپیلاګانې پرې لیدل کېږي(white strawberry tongue)؛ وروسته ژبه خپل پوښ له لاسه ورکوي او سره کېږي (red strawberry tongue).
- د ژبې قرحې: قرحې په ژبه باندې منځته راتللی شي. څلور ډوله قرحې لیدل کېدلی شي:
◦ ساده قرحې: سطحي وي. د تېره غاښونونو په واسطه او په توره ټوخله (whooping cough) کې منځته راځي.
◦ خبیثې قرحې: اکثراً د ژبې په څنډو کې منځته راځي. دا قرحې څرګندې څنډې او کلکه قاعده لري. موضعي لمفاوي عقدې ممکن پړسېدلې وي.
◦ ټوبرکلوزیکې قرحې: اکثراً د ژبې په څوکه کې منځته راځي. دا قرحې سطحي، ژیړرنګې او بېدرده وي. د سږو په ټوبرکلوز کې لیدل کېږي.
◦ د Syphilitic قرحې: دوه ډوله یې لیدل کېږي.
- سطحي: دا قرحې د ژبې په څنډو یا د چاودو په بڼه د ژبې په سطح باندې منځته راځي.
- ژورې: د ژبې په شا کې لیدل کېږي. سورۍ شوي بڼه لري. قاعده یې کلکه نه وي او موضعي لمفاوي عقدې هم پړسېدلې نه وي. درد هم نه لري.
- د ژبې پلکونه: په لاندې حالتونو کې لیدل کېږي:
◦ سپين پلکونه (oral thrush)
◦ لوکوپلاکیا leukoplakia
◦ جغرافیوي ژبه Geographic tongue: نقشې ته ورته سپین پلکونه په ژبه باندې لیدل کېږي، چې د ناروغۍ په حالت دلالت کوي.
- د ژبې د سفلي سطحې تفتیش: له ناروغ څخه وغواړئ، چې د خپلې ژبې څوکه تالو سره په تماس کې راولي. لاندې ټکي ملاحظه کړئ:
◦ په غوټهشوې ژبه (tied tongue) کې، ناروغ د خپلې ژبې د پورتهکولو وړتیا نلري.
◦ په توره ټوخله کې، کوچنۍ قرحې frenulum ته نږدې لیدل کېږي.
◦ د submaxillary غدو د التهاب په صورت کې، د قناتونو فوهې لیدل کېږي.
- د ژبې اندازه: که چېرې د ژبې اندازه غټه شي د macroglossia په نوم یادېږي. په دې صورت کې، ژبه له خولې څخه راووځي. په cretins کې لیدل کېږي.
#د تالو، بلعوم، فميبلعومي ناحیې او د خولې د مخاطي غشا تفتیش
له ناروغ څخه وغواړئ، چې خپله خوله پرانیزي. یو tongue depressor خولې ته دننه کړئ او د خولې دننه په کافي رڼا کې وګورئ.
د غومبورو د داخلي مخاطي غشا رنګ وګورئ. په سیانوز کې شنه، په انیمیا کې خاسفه او په یرقان کې ژیړه وي.
أ) Koplik’s spots: د شري په نزلوي مرحله کې، د اندفاعګانو د ښکارهکېدو څخه مخکې، سپین شنه کوچني ټکي چې د سرې هالې په واسطه چاپېر شوي وي د مولر غاښونو پر وړاندې لیدل کېږي.
ب) تصبغ: د خولې د مخاطي غشا تصبغ په Addison ناروغۍ کې لیدل کېږي.
د تالو د تفتیش پر مهال یې رنګ وګورئ. په سیانوز کې شین په یرقان کې ژیړ، په انیمیا کې خاسف او د ویټامین B12 په لږوالي کې سور وي.
دوهم ټکی چې باید په پام کې ونیول شي، قرحې دي. د قرحو بېلابېل ډولونه شتون درلودلی شي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
• د Aphthous قرحي: کوچنۍ سپینې یا ژیړې قرحې دي.
• د Snail track ulcers (په syphilis کې لیدل کېږي).
• ژورې معقمې قرحې (Vincent’s angina).
• غټې غیرمنظمي قرحې (leukemia/ agranulocytosis).
• وروسته ټانسلونه تفتیش کړئ. ممکن پړسېدلي او التهابي وي. په tonsillitis کې کوچني ژیړ قیحي ټکي د ټانسلونو په سطح کې شتون لري. په ډفټريا کې، ممکن د ایرې رنګه غشا په واسطه پوښل شوې وي.
فميبلعومي ناحیه د adenoids التهاب، د وریدونو توسع (chronic pharyngitis) او د قرحو او پړسوبونو لپاره وګورئ.
#تنفس
له ناروغ څخه وغواړئ، چې خپله خوله پرانیزي او تنفس وکړي. په دې وخت کې یې بوی ملاحظه کړئ:
• بد بوی: د غاښونو آفتونه، فمي قرحې، د باکټریاوو په واسطه د خوړو د پاتېشونو تجزیه.
• د کب بوی: uremia
• د موږک بوی: کبدي سیروز (fetor hepaticus)
• میوهیي بوی: ketoacidosis
• د ایټر بوی: د الکولو تسمم
• نور بویونه: د تریاکو بوی، د paraldehyde د تسمم بوی.
#د نس معاینه
د نس په معاینه کې د نس تفتیش، اصغا، جس، قرع او تناسلي او مقعدي معاینې شاملې دي.
#تفتیش
د فزیکي معاینې د ښې سرته رسولو لپاره، لاندې شرایط په پام کې ونیسئ:
• د ناروغ مثانه باید خالي وي.
• ناروغ باید په بستر کې پرته له بالښته اوږد غځېدلی وي.
• ناروغ باید آرام وي. مټې یې باید دواړو څنګونو ته په اوار ډول غځېدلې وي.
• د ناروغ نس په کافي رڼا کې معاینه کړئ.
• معاینهکوونکی باید د ناروغ ښۍ خوا ته ځای ونیسي.
• د ناروغ کالي باید تر xiphisternum پورې په علوي کې او تر symphysis p***s پورې په سفلي کې لېرې کړل شي.
د تفتیش پر مهال باید لاندې ټکي ملاحظه شي:
• د نس بڼه
• د نس خوځښتونه
• د نس پر مخ تبارزات
• د نس د جدار تصبغات
• متبارز وریدونه
• پرسټلټیکې څپې
• د عانې ویښته
• سره (نوم)
• فتقیه فوهې
• سکارونه او کرښې
• بهرني تناسلي غړي
هر یو یې په لاندې ډول مطالعه کوو:
• د نس بڼه
په نارمل ډول، نس په مرکز کې ننوتی وي. د نس د مرکز ښکاره ننوتون (scaphoid abdomen) په شدیدې لوږې او د مرۍ یا معدې په کنسر کې لیدل کېږي. پړسیدلی او متبارز نس په لاندې حالتونو کې لیدل کېږي:
- د پریټوان په جوف کې مایع (ascites)
- شحم (چاغښت)
- انتفاخ (بطني ګازونه)
- جنین (حمل)
- غایطه مواد (قبضیت)
- مبیضي سیسټ
- د بطني احشاوو غټ سیسټ
• د نس خوځښتونه
ټول نس له تنفس سره یوځای خوځي. کلهناکله د بطني جدار یوه برخه یا ټول نس لږ خوځښت لري یا هېڅ نه خوځي، چې په موضعي یا عمومي peritonitis یا appendicitis دلالت باندې کوي. په نارمل حالت کې، نس د شهیق پر مهال پورته ځي او د زفیر پر مهال کته ځي. اما کلهناکله بطني خوځښتونه معکوس کېږي؛ یعنې په زفیر کې پورته کېږي او د شهیق پر مهال کته کېږي. دا حالت د ډیافراګم په فلج کې منځته راځي.
• پړسوب (Bulging)
د طحال (توري) د غټېدلو په صورت کې، د نس کیڼه خوا او د کبد (ینه) د غټېدلو په صورت کې د نس ښۍ خوا پړسېدلې وي. د پښتورګو د غټېدلو په صورت کې، پړسوب په اړوند flank کې لیدل کېږي. د appendicular کتلې د شتون په صورت کې، پړسوب په ښۍ حرقفي حفره کې لیدل کېږي. د تومور شتون یا د کوم بطني غړي د غټېدو په صورت کې، په اړوند ساحه کې موضعي پړسوب لیدل کېږي. په اپيګسټریک فتق یا د نس د مستقیمه عضلو په تغلف کې، کله چې ناروغ خپل سر د یو مقاومت پر وړاندې پورته کړي، په اړوند ساحه کې پړسوب منځته راځي.
• بطني نبضانونه (Abdominal pulsation)
په اپيګسټریک ناحیه کې نبضانونه په لاندې واقعو کې لیدل کېږي:
- عصبانیت
- د زړه د ښي بطین توسع
- نبضاني کبد (د ټرایکسپیډ عدمکفایه)
- د نس دننه تومور، چې د ابهر په قدام کې ځای پر ځای شوی وي
- د بطني ابهر انوریزم
- په ډنګرو اشخاصو کې، چې په دې صورت کې بطني نبضان نارمل بلل کېږي.
• د نس جداري تصبغات
په لاندې حالتونو کې لیدل کېږي:
- په بطني جدار باندې د مزمنو بطني دردونو (chronic pancreatitis) د ښهوالي په موخه د تودو اوبو د بوتلونو په اېښودلو سره خالډوله قهوهيي تصبغات په بطني جدار باندې منځته راځي، چې د erythema abigne په نوم یادېږي.
- د Addison ناروغي
- په حمل کې linea nigra په منځنۍ کرښه کې د نوم لاندې لیدل کېږي.
• په نس باندې متبارز وریدونه
د نس سطحي وریدونه په لاندې حالتونو کې متبارز کېږي:
پورتل هایپرتنشن Portal hypertension
- د باب ورید لوړ فشار(portal hypertension) : په دې صورت کې، د کبد دننه portal جریان کې بندښت شتون لري، چې د دې په سبب وینه paraumbilical، سُروي (umbilical)، سفلي او علوي epigastric وریدونو ته بېځایه کېږي. ځکه نو دا وریدونه پړسېږي. کلهناکله د نوم شاوخوا ته پړسېدلي وریدونه یوه ځانګړې منظره جوړوي، چې د caput medusa په نوم یادېږي. د وینې جریان په دې وریدونو کې له نوم څخه محیط خوا ته وي.
د وینې د جریان د سمت د تعیین میتود: خپلې دوې ګوتې په یو ورید کېږدئ (په داسې حال کې چې ورید تر فشار لاندې وي) او هغوی سره بېلې کړئ. د ورید هغه برخه، چې د ګوتو په منځ کې شتون لري له وینې څخه خالي کېږي. اوس خپله یوه ګوته پورته کړئ او د ورید د ډکېدو موده ملاحظه کړئ. وروسته عین میتود تکرار کړئ او دا ځل مو دوهمه ګوته پورته کړئ او د ډکېدو موده یې په یاد وساتئ. په دواړو پاسینیو میتودونو کې په لنډه موده کې، د وینې د جریان سمت ښکاره کېږي.
- د سفلي اجوف ورید بندښت (obstruction to IVC): څرنګه چې د سفلي epigastric، femoral او axillary وریدونو د څانګو تر منځ تفممات شتون لري؛ د بندښت په سبب، د دوی تفممي وریدونه د جذعې په قداميوحشي برخه کې پړسېږي. په دې صورت کې، د جریان سمت له سفلي څخه علوي خوا ته وي.
- د نس پرمختللی کنسر: په دې صورت کې، د نس د جدار وریدونه په اړونده ساحه کې پړسېدلي ښکاري.
• پرسټلټیکې څپې
د نس د داخلي خوځښتونو د ښه لیدلو لپاره، د ناروغ نس د یو څراغ تر رڼا لاندې وګورئ. پرسټلټیک خوځښتونه د امعا په قسمي بندښت یا التهاب کې متبارز وي. درې ډوله پرسټلټیک خوځښتونه لیدل کېږي:
- په اپيګستریم کې: د دې خوځښتونو سمت، له کیڼ لوري څخه ښي خوا ته وي. دا خوځښتونه د پایلورس په تضیق (pyloric stenosis) کې د اثناعشر د مزمنو قرحو یا د معدې د کنسر په سبب لیدل کېږي.
- د کوچنۍ امعا د بعیده برخې بندښت: معمول علت یې ټوبرکلوز دی. په دې صورت کې، د نس مرکزي برخه (سُروي ساحه) د ilium او jejunum د توسع په سبب پړسېدلې وي. په نس کې ځانګړي خوځښتونه رامنځته کوي، چې د زینه ډوله منظرې (step ladder pattern) په نوم یې یادوي.
- د صاعده کولون بندښت: په دې صورت کې، پرسټلټیکې څپي د نس ښۍ خوا ته له لاندې څخه پورته خوا ته لیدل کېږي.
- د نازله کولون بندښت: په دې صورت کې، د کولون بعیده برخه متوسع وي. د پرسټلټیک خوځښتونو سمت د نس کیڼ اړخ کې له علوي څخه سفلي خوا ته لیدل کېږي.
• د عانې وېښته (P***c hairs)
د عانې د وېښتو توزیع دوه بڼې لري (نارینه او ښځینه). ښځینه بڼه یې په دې ډول ده، چې د وېښتو پاسنۍ خوا مقعریت لري، په داسې حال کې چې په نارینه بڼه کې پاسنی محدبیت لري او تر نوم پورې رسېږي. که چېرې د وېښتو نارینه بڼه په ښځو کې شتون ولري، د انډروجن ترشحکوونکي مبیضي تومور په شتون باندې دلالت کوي. په همدې ډول، که چېرې د وېښتو ښځینه بڼه په نارینهوو کې وموندل شي، د اسټروجن ترشحکوونکي خصیوي تومورونو په شتون دلالت کوي.
• نوم یا سره (Umbilicus)
تر هر څه مخکې، د نوم موقعیت وګورئ. په طبیعي حالت کې، نوم په مرکز کې وي او syphasis p***s ته د xiphisternum په پرتله نږدې موقعیت لري. په مبیضي تومور کې، نوم علوي خوا ته بېځایه کېږي او د نوموړو واټنونو تقریباً په منځ کې ځای نیسي. وروسته د نوم بڼه ملاحظه کړئ. په نارمل حالت کې، نوم لږ څه دننه وي (inverted umbilicus). په حبن(ascites) یا سُروي فتق (umbilical hernia) کې، نوم راووځي، چې د everted umbilicus یا ptosis په نوم یادېږي.
• فتقیه فوهې (Hernial orifices)
مغبني، اپيګسټریک او سروي ناحیې د فتق د موندلو لپاره وګورئ.
• سکارونه او کرښې (Scars & striae)
د سکارونو شتون په مخکینیو عملیاتو باندې دلالت کوي. د کرښو شتون، د نس په دننه کې په وروستیو تغییراتو دلالت کوي لکه چاغښت، حبن، حمل (striae gravedarum) او ځینې نورې ناروغۍ. ګلابي کرښې په Cushing سنډروم کې لیدل کېږي.
د Grey turner نښه په فلانک کې شین رنګه تغییر ته ویل کېږي، چې د hemorrhagic pancreatitis تشخیصیه اما وروستۍ نښه ده. که دا رنګ د نوم شاوخوا پوستکي کې ولیدل شي د Cullen's sign په نوم یادېږي.
#جس
مخکې له دې چې جس ترسره شي، لومړی باید نس د لاندې کرښو په واسطه په ۹ ناحیو ووېشل شي:
• دوه عمودي کرښې، چې femoral شریانونه او د نهمو ضلعي غضروفونو څوکو څخه تېرېږي.
• دوه افقي کرښې، چې یو یې د iliac دوه څوکې سره نښلوي او دوهم یې د دواړو خواوو د ضلعي غضروفونو لاندې څنډو څخه تېرېږي.
دا ۹ ناحیې عبارت دي له:
• د Umbilical ناحیه: د نوم شاوخوا ناحیه.
• د Epigastrium ناحیه: تر سروي ساحې پورته، د دواړو خواوو ضلعي څنډو تر منځ موقعیت لري.
• د Hypogastrium ناحیه: تر سروي ساحې لاندې، او له symphysis p***s څخه پورته موقعیت لري.
• ښۍ او کیڼه hypochondrium ساحې: تر سروي ساحې پورته، وحشي خواوو ته موقعیت لري.
• ښۍ او کیڼهiliac ساحې: تر سروي ساحې کته، وحشي خواوو ته موقعیت لري.
• ښۍ او کیڼه lumbar ساحې (فلانکونه): دا ناحیې د سروي ساحې ښۍ او کیڼې خواوو ته موقعیت لري.
د جس میتود: ډاکټر باید د ناروغ ښي اړخ ته ودرېږي. دواړه لاسونه یو بل باندې په مښلو سره تاوده کړي او جس په ښي لاس سره پيل کړي. لاس باید پر نس په آرام او ثابت ډول کېښودل شي. ګوتې باید مستقیمې او په metacarpophalangeal مفصل کې لږ څه قبض وي. غوره ده، چې مخکې له رښتیني جس څخه د ناروغ ټول نس په نرمښت سره جس کړل شي، ځکه دا کار ناروغ راحتوي.
د ناروغ وضعیت: ناروغ باید په اواره توګه پرته د بالښت له اېښودلو څخه پر بستر باندې آرام استراحت وکړي. د ناروغ پښې باید قبض واوسي. له ناروغ څخه وغواړئ، چې ژور تنفسونه وکړي. دا عمل د ناروغ د راحتکېدو سبب ګرځي. د انتاناتو د لېږد (د هوایي څاڅکو له لارې) د مخنیوې لپاره ښه ده، چې د ناروغ مخ بل لور ته تاو کړل شي.
د جس ډولونه:
أ. سطحي
ب. ژور
ج. Bimanual
د. Dipping
1) سطحي جس
له ښۍ حرقفي حفرې (RIF) څخه پيلېږي. سمت یې د ساعت د عقربې پر خلاف دی. د سطحي او ژور جس میتود سره ورته دی. توپير یې په دې کې دی، چې په سطحي جس کې پر نس لږ فشار واردېږي. په دې صورت کې، د عضلو مقویت (muscle tone)، حساسیت (tenderness)، شخي (rigidity) یا کتلې ارزول کېږي. عضلي ټون کولای شو د نس د جدار په سطحي جس سره معاینه کړو. د عضلي ټون ډېروالی د درد ښکارندوی دی. که چېرې حساسیت شتون ولري، هغه په لاندې ډول درجه بندي کوو:
• درجه ۱: ناروغ وایي، چې له تماس سره درد احساسوي.
• درجه ۲: د تماس پر مهال د ناروغ په څېره کې تغییرات منځته راځي.
• درجه ۳: د تماس پر مهال ناروغ اخته ساحه لېرې کوي.
• درجه ۴: په دې حالت کې، ناروغ ډاکټر ته د لاس وهلو اجازه نه ورکوي.
په التهابي ناروغیو (peritonitis) کې ناروغ د نس د جلد په نیولو او پورتهکولو سره د درد احساس کوي.
د جس وړ کتله: د یوې کتلې د جس په صورت کې، لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
1. هغه ناحیه چې کتله په کې جس کېږي
2. شمېر
3. اندازه او بڼه
4. خوځښت: ثابتې کتلې ممکن د پریټوان له شا (پانکریاس) څخه سرچینه اخیستې وي، یا ممکن د نس قدامي یا خلفي جدار ته یې پراختیا موندلې وي. د ileo-cecal ټوبرکلوزیکه کتله او د سګمویېډ کولون diverticulitis هم ثابت وي. هغو پړسوبونو چې له کبد، طحال، د صفرا له کڅوړې او پښتورګو څخه سرچینه اخیستې وي، له شهیق سره لاندې خوا ته حرکت کوي؛ پرته له دې د معاینهکوونکي د لاس په واسطه د خوځښت وړ نه وي. د کوچنۍ امعا او مستعرض کولون تومور او مزنټریک کتله د شهیق په واسطه نه اغېږمن کېږي، اما د جس په واسطه خوځېدلی شي.
5. نبضان(pulsation) : که یوه کتله نبضاني وي، خپلې دوې ګوتې پرې کېږدئ. که دا ګوتې سره موازي پاتې شي، ښيي چې نبضان له لاندې (یعنې له ابهر څخه) سرچینه اخیستې ده، اما که ګوتې سره لېرې شوې، ښيي چې دا پړسوب یو انوریزم دی.
6. موقعیت: آیا کتله د نس دننه ده که بهر.
• د دې د پوهېدلو لپاره، خپل لاس د ناروغ پر وچولي کېږدئ او له هغه څخه وغواړئ چې خپل سر د ځواک پر وړاندې پورته کړي. په دې میتود، بطني عضلې تقلص کوي.
• که د کتلې اندازه کوچنۍ شي یا کتله ورکه شي، ښيي چې کتله د نس دننه ده.
• که د کتلې اندازه ډېره شي او تر ډېره متبارزه شي، ښيي چې کتله خارجبطني ده او که د کتلې اندازه تغییر ونکړي، اما د نس جدار سره سريښه پاتې شي، ښيي چې کتله بطني جدار پورې اړه لري.
7. ملاحظه کړئ، چې آیا په علوي بطني کتلو کې علوي سرحد یې او په سفلي بطني کتلو کې سفلي سرحد یې تعیینېدلی شي که نه. که چېرې د کتلې علوي سرحد تعیین نشي، ښيي چې نوموړې کتله له کبد، طحال یا معدې څخه سرچینه اخیستې او که سفلي سرحد یې جس نشي ممکن نوموړې کتلې له مثانې یا مبیض څخه سرچینه اخیستې وي.
8. وګورئ چې آیا کتله په دوو لاسونو د جس وړ ده که نه. کلیوي کتلې په دوو لاسونو د جس وړ وي. کومې کتلې چې د کبد د ښي فص له خلفيسفلي برخې څخه او د صفرا د کڅوړې له شاتینۍ برخې څخه سرچینه اخیستې وي، هم په دوو لاسونو جس کېږي.
2) ژور جس
د اړتیا پر مهال، باید د ناروغ تر څنګ په بستر کې کینئ. د جس په پیل کې مو ښی لاس په داسې ډول د ناروغ پر بطن کېږدئ، چې ټول لاس له نس سره په تماس کې راشي.
• ګوتې باید مستقیمې او لږ څه په metacarpophalangeal مفصل کې قبض واوسي.
• نس ته په نرمښت سره اما په ژور ډول فشار ورکړئ.
• د ګوتو په څوکو له فشار راوړلو څخه باید ډډه وشي.
• په چاغو او غوښنو اشخاصو کې باید جس په دوو لاسونو ترسره شي. خپل کیڼ لاس مو په ښي لاس برسېره کېږدئ او ډېر فشار وارد کړئ.
د نس د جس شیما
• کیڼه حرقفي حفره(left iliac fossa)
• کیڼه قطني ساحه (کیڼه کلیه)
• کیڼه hypochondrium ساحه (طحال)
• ښۍ قطني ساحه (ښۍ کلیه)
• ښی hypochondrium (کبد او د صفرا کڅوړه) او epigastrium ساحه
• ښۍ حرقفي حفره او hypochondrium (په ښځو کې د مثانې او جنین لپاره)
• سروي ساحه (د ابهر شاوخوا او مزنټریک لمفاوي عقدو لپاره)
• دواړه مغبني ساحې د لمفاوي عقدو او femoral شریانونو لپاره جس کړئ.
• فتقیه فوهې(hernial orifices) جس کړئ.
• بهرني تناسلي غړي جس کړئ.
یادونه:
• درد لرونکې ساحه په پای کې جس کړئ.
• ژور جس بیاځلي ترسره کړئ او له ناروغ څخه وغواړئ چې ژور نفس واخلي.
• رجعي حساسیت (Rebound tenderness): د دې د موندلو لپاره د ناروغ نس ته په نرمښت سره فشار ورکړئ او ناڅاپه په چټکۍ سره خپل لاس لېرې کړئ. په مثبته واقعه کې ناروغ شدید درد احساسوي.
د جس ترتیب
• له کیڼې حرقفي حفرې څخه یې پيل وکړئ
• کیڼه کلیه جس کړئ
• طحال جس کړئ
• ښۍ کلیه جس کړئ
• کبد جس کړئ
• مثانه جس کړئ
• ابهر جس کړئ
• دواړه مغبني ناحیې جس کړئ.
#طحال یا توری (Spleen)
د طحال سطحي اناټومي: طحال د نس په علوي کیڼه برخه کې موقعیت لري. د طحال لپاره عمومي فورمول عبارت دی له: ۱*۳*۵*۷*۹*۱۱. یعنې طحال ۱ انچ ضخامت، ۳ انچه عرض، ۵ انچه اوږدوالی، ۷ اونسه وزن او د ۹، ۱۰ او ۱۱ پښتیو لاندې موقعیت لري.
د طحال د جس میتودونه
لومړی میتود:
• د طحال جس له ښۍ حرقفي حفرې(right iliac fossa) څخه په ښي لاس باندې پيل کړئ او په مایل ډول په کیڼ hypochondrium ساحه کې پورته لاړ شئ، ځکه طحال په همدې سمت غټېږي (یعنې طحال لاندې خوا ته د ښۍ حرقفي حفرې خوا ته لویېږي).
• د جس پر مهال، له ناروغ څخه وغواړئ چې ژور شهیق وکړي. په دې صورت کې، ډیافراګم کته راځي او پدې توګه طحال هم کته راځي او په ښه ډول جس کېږي.
• طحال په نارمل حالت کې، د جس وړ نه وي؛ هغه وخت د جس وړ کېږي، چې ۲-۳ ځلي غټ شوی وي.
دوهم میتود:
په دې میتود کې که طحال لږ هم غټ شوی وي تشخیصېږي.
• ناروغ باید په ظهري اضطجاع وضعیت باندې پر بستر څملي او خپلې پښې د قبض په حالت کې وساتي. د ناروغ نس باید په بشپړ ډول لوڅ واوسي.
• خپل کیڼ لاس د کیڼې خوا تر ټولو ټیټو پښتیو لاندې په خلفيوحشي ساحه کې کېږدئ او ښی لاس مو د کیڼو پښتیو لاندې کېږدئ.
• له ناروغ څخه وغواړئ، چې ژور شهیق ترسره کړي. په عین وخت کې، خپل د ښي لاس ګوتې په ژور ډول تر کیڼې تحتالضلعي حفرې لاندې ننباسئ او په خپل کیڼ لاس انسي او سفلي خوا ته فشار وارد کړئ.
• د ډېر ډاډ لپاره، ناروغ لږ څه ښۍ خوا ته وضعیت ورکړئ (په داسې حال کې، چې کیڼه پښه یې د قبض په حالت کې وي) او میتود تکرار کړئ.
• دا هم مرستهکوونکی دی، چې ناروغ د جس پر مهال، خپل کیڼ لاس د معاینهکوونکي پر اوږه کیږدي.
درېیم میتود:
• په دې صورت کې، د ناروغ کیڼ خوا ته ودریږئ او د خپل کیڼ لاس ګوتې د کیڼو پښتیو لاندې دننه کړئ. په عین وخت کې، ناروغ باید ژور شهیق وکړي.
• د جس وړ طحال کلک وي او شهیق سره سفلي خوا ته حرکت کوي. علوي خوا یې د جس وړ نه وي، اما سفلي خوا ته یې یو غاښی جس کېږي.
د طحال د غټوالي (splenomegaly) اسباب
أ) Malaria
ب) Kalazar
ج) Leukemia (myeloid)
د) Typhoid
ه) Liver cirrhosis
و) Hodgkin's disease
ز) Felty's syndrome
#کبد یا ینه (Liver)
سطحي اناټومي: کبد په ښي هایپوکانډریم ساحه کې موقعیت لري. علوي څنډه یې په څلورمه بینالضلعي ساحه یا د پنځمې پښتۍ شا ته په منځنۍ ترقوي کرښه کې موقعیت لري. سفلي څنډه یې له هغې کرښې سره مطابقت لري، چې په مایل ډول پورته خوا ته له نهم ښي څخه اتم کیڼ ضلعي غضروف ته تېرېږي او منځنۍ بطني کرښه د نوم او xiphisternum له منځني ټکي څخه لږ څه پورته تصالب کوي.
د کبد جس
لومړی میتود:
• ناروغ باید په بستر کې په ظهري وضعیت داسې پریووځي، چې پښې یې د قبض په حالت کې واوسي.
• خپل لاس په داسې توګه په ښۍ حرقفي حفره کې کېږدئ، چې د شهادت ګوتې radial خوا مو له ضلعي څنډو سره موازي وي.
• له ناروغ څخه وغواړئ، چې ژور شهیق ترسره کړي او تاسو پورته خوا په عمودي ډول جس ترسره کړئ.
ښه میتود:
• خپل ښی لاس په اوار ډول د ناروغ په بطن داسې کېږدئ، چې د اشاري او منځنۍ ګوتې مو د مستقیمه عضلې له څنډې لېرې واوسي.
• د لاس ګوتې باید پښتیو خوا ته متوجه وي.
• په داسې حال کې، چې ناروغ ژور شهیق ترسره کوي، خپلو ګوتو ته دننه او پورته خوا ته فشار ورکړئ.
• د غټېدو (hepatomegaly) په صورت کې، کبد د جس وړ وي.
• په ډنګرو اشخاصو کې، سره له دې چې غټ شوی نه وي هم د جس وړ وي. که کبد غټ شوی وي، څو سانټيمټره له ښي ضلعي څنډو څخه د جس وړ وي.
يادونه: کلهناکله یو ژبې غوندې لوب ممکن په ولادي توګه د صفرا کڅوړې په وحشي کې د جس وړ وي (Riedel lobe).
کله چې کبد د جس وړ وي، لاندې ټکي باید ملاحظه کړئ:
• د کبد د څنډو وصف: ښوی، تېره، غیرمنظم، ډبل.
• د کبد سطح: ښویه ده، که nodular.
• حساسیت: کبد په لاندې حالتونو کې غټ او خوږمن جس کېږي:
- کبدي احتقان، Amebic abscess، Infective hepatitis
• نبضان: د دې د جس لپاره، خپل کیڼ لاس د ښي خوا صدر د لاندینۍ خوا شا ته کېږدئ او په ښي لاس سره په ښي hypochondrium ناحیې کې فشار وارد کړئ. کبدي نبضان د ټرایکسپیډ په عدمکفایه کې لیدل کېږي.
عنکبوتي خالونه خالونه Spider naevi
سرې کوچنۍ عنکبوتي اندفاعګانې دي، چې د مرکزي شریانونو د توسع په سبب، چې له هغه څخه متعددې کوچنۍ اوعیې محیط ته سیر کوي، منځته راځي. دا اندفاعګانې په صدر (د تیونو له حلیمو پورته)، اوږو، مخ، ساعد او کلهناکله د لاسونو شا ته منځته راځي. یو شمېر ځوانان تر ۷ دانو پورې دا اندفاعګانې لري. په لوړ سن، حمل، د اسټروجن اخیستنې او کبدي سیروز کې هم لیدل کېږي.
#د صفرا کڅوړه یا تریخی (Gall bladder)
معاینهکوونکی لاس د صفرا د کڅوړې په جس کې لکه د کبد د جس غوندې وي. په نارمل حالت کې، د صفرا کڅوړه د جس وړ نه وي. کله چې د جس وړ شي، د یوې مدوري کرويډوله کتلې په بڼه د نس د مستقیمه عضلې څخه وحشي خوا ته نهم ضلعي غضروف ته نږدې جس کېږي. د صفرا کڅوړه ممکن ډېره غټه شي او په ښۍ حرقفي حفره کې د جس وړ وي او له پښتورګي سره اشتباه کېږي. د جس وړ صفرا کڅوړه له تنفس سره حرکت کوي.
د صفرا کڅوړه په لاندې حالتونو کې د جس وړ وي:
• د پانکریاس د سر کنسر
• د صفرا کڅوړې mucocele
• د صفرا کڅوړې کنسر؛ په دې صورت کې، د صفرا کڅوړه کلکه، ډبرينه او غیرمنظمه وي.
په ټولو پاسینیو حالتونو کې، د صفرا کڅوړه غټه او غیرحساس وي.
د Murphy نښه
د صفرا کڅوړې د جس پر مهال، له ناروغ څخه وغواړئ، چې ژور نفس واخلي. په عین وخت کې، خپلې ګوتې علوي خوا ته د ښیو پښتیو لاندې دننه کړئ. د صفرا کڅوړه د ډیافراګم په کتهکېدو سره حرکت کوي. د صفرا کڅوړې د التهاب (cholecystitis) په صورت کې، ناروغ د شهیق پر مهال ناڅاپه خپل تنفس دروي. د تنفس ناڅاپه درېدل ښيي چې دا نښه مثبته ده.
د Courvoisier قانون
د ژیړي په صورت کې، چې د صفراوي ډبرې د بندښت په سبب وي، د صفرا کڅوړه (د مزمن التهاب په سبب چې د جدارونو د فایبروز سبب یې کېږي)، د جس وړ نه وي.
ابهر، فخذي شریانونه او بطني لمفاوي عقدې
ابهر په ډنګرو اشخاصو کې، په آسانۍ سره جس کېږي. د جس لپاره یې د دواړو لاسونو د ګوتو په څوکو (له علوي څخه سفلي خوا ته) له نوم څخه پورته او کیڼې ساحې ته په ژور ډول فشار ورکړئ. د ابهر د نبضانونو د احساس څخه وروسته، ګوتې ښۍ خوا ته بېځایه کړئ، چې د ابهر عرض اټکل شي. د انوریزم د شتون په صورت کې، په آسانۍ سره د موندلو وړ وي.
1. د ابهر شاوخوا ته لمفاوي عقدې: د دې عقدو د پړسوب په صورت کې، دا عقدې په سُروي او اپيګسټریک ناحیه کې د ابهر کیڼې خوا ته نږدې د کلکو او ګردو کتلو په بڼه جس کېږي. ممکن سره بیلې یا سره نښتې واوسي. په ډېری واقعو کې، د نس خلفي جدار سره تثبیت وي.
2. مغبني لمفاوي عقدې: دا عقدې د مغبني لېګمنټ لاندې عجان (perineum) ته نږدې جس کېږي.
3. فخذي شریانونه: د فخذي شریانونو د جس لپاره، خپلې لومړۍ درې ګوتې د مغبني لېګمنټ لاندې د قداميعلوي iliac spine او symphysis p***s منځنۍ ټکي کې کېږدئ.
4. مزنټریک لمفاوي عقدې: دا عقدې د هغې کرښې چې ښۍ iliac spine نوم سره نښلوي د ۲/۳ انسي امتداد باندې موقعیت لري او ۲-۳ سانټيمټره کیڼ خوا ته ادامه مومي.
یادونه:
• پهKoch نس کې، نس د لانده شوو اوړو په ډول احساس کېږي.
• په مزمنو قبضیتونو کې، غایطي کتلې د غټو کولمو په یوه برخه کې جس کېږي.
3) دوه لاسی جس (Bimanual palpation)
له دې میتود څخه، د کلیو د جس لپاره ګټه اخیستل کېږي.
#کلیې یا پښتورګي (Kidneys)
پښتورګي په قطني ساحه کې موقعیت لري.
1. ښۍ کلیه: علوي قطب یې د ۱۱مې صدري فقرې په سویه او سفلي قطب یې یو انچ له iliac crest څخه پورته په ظهري ناحیه کې پای ته رسېږي.
2. کیڼه کلیه: دا کلیه له ښۍ کلیې څخه نیم انچ پورته موقعیت لري.
د کلیو د ابعادو فورمول ۱*۲*۴ دی؛ یعنې ۱ انچ ضخامت، ۲ انچه عرض او ۴ انچه اوږدوالی لري.
جس
• ناروغ باید په بستر کې ظهري وضعیت غوره کړي (پرته له دې چې بالښت یې تر سر لاندې وي) او پښې یې باید قبض وي.
• د هرې کلیې د جس په صورت کې، باید معاینهکوونکی په اړونده خوا کې ودرېږي؛ یعنې د کیڼې کلیې د جس لپاره په کیڼه خوا کې او د ښۍ کلیې د جس لپاره په ښۍ خوا کې ودرېږي. لومړی کیڼه کلیه او وروسته ښۍ کلیه جس کړئ.
• د کیڼې کلیې د جس لپاره، خپل کیڼ لاس په قدام کې په قطني ناحیه کې کېږدئ او خپل ښی لاس مو په خلف کې کېږدئ.
• د ښۍ کلیې لپاره، خپل ښی لاس په قدام کې په قطني ناحیه کې کېږدئ او خپل کیڼ لاس مو په خلف کې کېږدئ.
• په هغه لاس چې په خلف کې موقعیت لري، ناحیه پورته خوا ته ټیله کړئ او په بل لاس د نس قدامي جدار خلف او دننه خوا ته فشار ورکړئ.
• ناروغ باید د ژورو تنفسونو په واسطه خپل نس ته استرخا ورکړي.
• کیڼه کلیه د نه غټېدو په صورت کې، د جس وړ نه وي.
• ښۍ کلیه په ډنګرو اشخاصو کې د جس وړ وي.
• کلیې د غټېدو په صورت کې، د مدورو پړسوبونو په بڼه د لاسونو تر منځ احساسېږي. د جس وړ کلیه، شا خوا ته ټیله کېږي او د دواړو لاسونو تر منځ ځای نیسي. دا کړنلاره د دوهلاسي (bimanual) میتود په نوم یادېږي. دا میتود ښيي، چې د جس وړ کتله کلیه ده.
• په نادره توګه، کلیې په سفلي قطب کې سره نښتې وي، چې په دې صورت کې د آس د پښو د نعل (horse shoe kidneys) په نوم یادېږي.
د Murphy's renal punch: ناروغ باید په بستر داسې ناست وي، چې شا یې ډاکټر خوا ته وي. په همدې وخت کې، په غټه ګوته د فقرو او وروستنۍ پښتۍ تر منځ زاویې (کلیوي زاویه) ته ضربه ورکړئ. د درد احساس، د معاینې په مثبت اوسېدلو دلالت کوي. مثبت اوسېدل یې د کلیې په شاوخوا آبسې (perinephric abscess)، hydronephrosis یا په کوم بل کلیوي التهابي آفت باندې دلالت کوي.
4) د dipping جس میتود
له دې میتود څخه د حبن (ascites) د جس لپاره ګټه اخېستل کېږي. په ascites کې بطني غړي د مایع د شتون په سبب په آسانۍ د جس وړ نه وي. د ګوتو په اېښودلو او سفلي خوا ته په فشار ورکولو (dipping) سره، مایع لېرې کېږي او د ګوتې څوکې له غټ شوي غړي سره په تماس کې راځي.
نورې کتلې
په ډنګرو اشخاصو کې، غایطي کتلې په sigmoid colon کې احساس کېدلی شي، چې ۱۲ سانټيمټره اوږدوالی لري او په کیڼه حرقفي حفره کې مغبني لېګمنټ سره موازي موقعیت لري. دا کتلې د جس په تکرار سره له منځه ځي.
مستعرض کولون ممکن په اپيګستریک ناحیه کې جس شي، چې علوي او سفلي سرحد لري او قدامي سطح یې محدبه وي.
یادونه: سیکم اکثراً د یوې ګردې او نرمې کتلې په توګه له نامشخصو حدودو سره په ښۍ حرقفي حفره کې د جس وړ وي.
#مثانه (Urinary bladder)
مثانه هغه وخت د جس وړ کېږي، چې په پوره توګه ډکه وي.
د جس میتود: ناروغ باید په بستر کې ظهري وضعیت غوره کړي (پرته له باښت څخه). په ښي لاس د هایپوګسټریم ساحه جس کړئ. یو ښوی پړسوب به احساس شي. اوس په کیڼ لاس باندې یې علوي سرحد تعیین کړئ. لاس باید په هایپوګستریم کې داسې کېښودل شي، چې غټه ګوته له نورو ګوتو بېله وي او حوصلې ته متوجه وي. ګوتې باید نیمهعرضاني وضعیت غوره کړي. وروسته هڅه وکړئ، چې علوي څنډه یې د خپلو څلورو وروستیو ګوتو او غټې ګوتې تر منځ ونیسئ. د یو نرم ربړ په بڼه احساسېږي. سفلي سرحد یې نه تعیینېږي.
په مېرمنو کې، باید جنین او مثانه تفریق شي. جنین کلک او خوځنده وي.
فتقیه فوهې (Hernial orifices)
مغبني (inguinal) او فخذي (femoral) فتقیه فوهې د expansible impulse د موندلو لپاره جس کړئ (په دې حال کې باید ناروغ وټوخېږي).
#بهرني تناسلي غړي (External genitalia)
نارینه ناروغان
ناروغ باید په بستر کې په ظهري وضعیت داسې څملي، چې پښې یې لږ څه سره لېرې وي. لومړی قضیب د اندازې له نظره وارزوئ او وګورئ چې آیا د ناروغ له سن سره مطابقت لري او که نه. په hypogonadism (ابتدائي او ثانوي) کې د ناروغ قضیب کوچنی وي. د احلیل فوهه د موقعیت له نظره مطالعه کړئ. Hypospadiasis (د احلیل فوهه د قضیب په سفلي سطح کې وي) او epispadiasis (د احلیل فوهه د قضیب په ظهري سطح کې وي) دوه معمولې ولادي انوماليګانې دي. د قرحو او جرحو شتون هم باید ملاحظه کړل شي. په ابتدایي سفلټیک کنسر کې یوه بېدرده قرحه له کلکې قاعدې او څنډو سره د prepuce لاندې په coronal مېزابه کې لیدل کېږي. خبیثې قرحې په یو شمېر اشخاصو کې لیدل کیدلی شي، په ځانګړې توګه، په هغو کارګرانو کې چې په تیلو لړلشوي کالي اغوندي. قضیب ته لږ څه فشار ورکړئ او وګورئ چې قیح تري وځي او که نه. وروسته خصیې په نرمښت سره جس کړئ او د خصیو شمېر (cryptoorchidism نسبتاً معمول دی)، اندازه او حساسیت وارزوئ. د sc***um اندازه ممکن د مایع د ټولېدو (hydrocele) یا د کتلې (خبيثه کتله یا فتق) د شتون له سببه غټه شوې وي. Epididymis له علوي قطب څخه تر خلفي برخو پورې جس کړئ. د یوې نرمې او نوډولیر کتلې په بڼه په ۱-۲ سانټيمټر اوږدوالي سره جس کېږي. د التهاب (epididymitis) په صورت کې یې اندازه غټېږي او له جس سره درد لرونکی وي.
ښځینه ناروغانې
د مېرمنو د بهرنیو تناسلي غړو معاینه د نسایي تاریخچې د اخیستنې په څپرکي کې وړاندې کېږي.
#قرع
له قرع سره، امعا resonant او کبد dull وي. که چېرې ګازونه په امعا کې ټول شي، په قرع باندې tympanic وي.
د کبد قرع
د کبد د ښي لوب علوي او سفلي څنډې له قرعې سره تعیینولی شو. قرع له څلورمې بینالضلعي مسافې څخه په منځنۍ ترقوي کرښه کې پيل او تر هغه یې لاندې خوا ته ادامه ورکوو، چې وضاحت (resonant) په اصمیت (dullness) تبدیل شي. په نارمل حالت کې، د کبد علوي سرحد له ۵ مې بینالضلعي مسافې څخه پورته (په نارینهوو کې د ثدیې د حلیمې لاندې) موقعیت لري. د کبد د اصمیت ساحه په عمودي ډول ۱۲-۱۵ سانټيمټره لاندې خوا ته ادامه لري. د کبد د اصمیت ساحه په علوي کې په emphysema او pneumothorax کې لږېږي.
د پریټوان په جوف کې د مایع د شتون په صورت کې، د قرع موندنه stony dullness دی او fluid thrill هم شتون لري. که د مایع اندازه لږه وي، shifting dullness موندل کېږي.
د مایع اهتزاز(Fluid thrill)
میتود
• ناروغ باید په اواره توګه په بستر کې داسې څملي، چې پښې یې قبض وي.
• معاینهکوونکی باید له خپلو دواړو لاسونو څخه کار واخلي. داسې چې د یوه لاس ورغوی په لېرې فلنک کې کېږدئ او په دوهمه ګوته یوه ضربه په نږدې فلنک وارد کړی.
• د نس دننه د مایع د شتون په صورت کې، د مایع اهتزاز (fluid thrill) په معاینهکوونکي ورغوي باندې احساسېږي.
• څرنګه چې دا اهتزاز د شحم له لارې هم لېږدول کېږي، نو د تفریقي تشخیص لپاره، یو درېیم شخص باید خپل د لاس ulnar خوا د ناروغ په نس باندې په عمودي توګه کېږدي. په دې حالت کې، د ضربې په واردولو سره چې کوم اهتزاز د لاس په ورغوي باندې احساسېږي، د مایع وي.
تغییرېدونکی اصمیت (Shifting dullness)
له دې میتود څخه هغه مهال ګټه اخیستل کېږي، چې د مایع مقدار لږ وي او ونه شي کړای چې د fluid thrill سبب وګرځي.
میتود
• ناروغ باید په بستر کې ظهري اضطجاع وضعیت غوره کړي، په دې توګه چې پښې یې قبض وي.
• قرع د نس له منځ څخه پيل کړئ او فلنک خوا ته وړاندې لاړ شئ، تر څو له قرعې سره اصمیت وموندل شي.
• ساحه په نښه کړئ او ناروغ ته یوې خوا ته وضعیت ورکړئ.
• له ۱۰ ثانیو څخه وروسته بیا قرع پیل کړئ. په دې صورت کې، په نوموړې ساحه کې د اصمیت(dullness) پرځای وضاحت (resonance) موندل کیږی، ځکه د جاذبه ځواک د اغېز په سبب، مایع د فلنک سفلي خوا ته حرکت کوي.
• د دې ټسټ مثبتکېدل ښيي، چې مایع د پریټوان په جوف کې آزاده ده.
د ascites اسباب
أ) TB peritonitis
ب) Malignant peritonitis
ج) Budd chiari syndrome (د کبدي ورید ټرومبوز)
د) د زړه احتقاني عدمکفایه (CHF)
ه) Nephrotic syndrome
و) Hypoproteinemia
ز) Chylous ascites
ح) Meig's syndrome (په مېرمنو کې). په دې سنډروم کې مبیضي تومور، ascitis او hydrothorax یوځای شتون لري.
سیسټیک ټریل Cystic thrill
د یوې جامدې کتلې او یو سیسټ تر منځ د تفریقي تشخیص لپاره، له دې معاینې څخه ګټه اخیستل کېږي.
میتود
د خپل کیڼ لاس درې ګوتې (شهادت، منځنۍ، کړۍ) چې سره واټن ولري په پړسېدلي ځای کېږدئ. شهادت او کړۍ ګوتې باید جلد سره نږدې تماس ولري. وروسته د ښي لاس په منځنۍ ګوته (plexor) د کیڼ لاس په منځنۍ ګوتې (pleximeter) ضربه وارد کړئ (د ضربو د واردولو په منځ کې، منځنۍ ګوته باید له جلد سره تماس ونه لري). په دې صورت کې، که چېرې کتله سیسټ وي، دوه نورې ګوتې (شهادت او کړۍ) د مایع اهتزاز احساسولی شي.
د مثانې قرع
په دې صورت کې، قرع له اپيګستریم څخه پیل او هایپوګسټریم پورې ادامه مومي. که مثانه متوسع وي په هایپوګسټریم کې اصمیت شتون لري. د مثانې علوي سرحد په هغه ځای کې دی چې هلته اصمیت پیلېږي.
#اصغا
د سټېټوسکوپ ډیافراګم د ناروغ د نوم ښۍ خوا ته تر هغه کېږدئ، چې پرېسټلټیک غږونه واورئ (دا غږ د borborygni په نوم هم یادېږي). سټېټوسکوپ له یوې ناحیې بلې ته وخوځوئ او بېلابېل ځایونه اصغا کړئ. معایي نارمل غږونه غُرغُر (gurgle) وصف لري. معایي غږونه د امعا په بندښت او شدیدو نسناستو کې ډېرېږي. که چېرې بطني غږونه له اصغا سره په ۲-۳ دقیقو کې په څو ساحو کې وانه ورېدل شي، په paralytic ilius باندې دلالت کوي.
وعایي Bruits
سیسټولیک غږونه دي، چې د بطني اوعیو د تضیق یا انوریزم له سببه اورېدل کېږي. د اورېدلو لپاره یې ډاکټر باید سټېټوسکوپ د نس په لاندې ځایونو کې کېږدي:
• د سرې کیڼې خوا ته د ابهر لپاره.
• په اپيګستریم کې د علوي مزنټریک شریان او celiac trunk لپاره.
• په فلانک کې د کلیوي شریانونو لپاره.
• په حرقفي حفرو کې د iliac شریانونو لپاره.
وینوس هم Venous hum
دا غږونه د xiphisternum او نوم تر منځ ساحه کې هغه مهال اورېدل کېږي، چې د باب ورید د لوړ فشار په سبب collaterals منځته راغلي وي.
اصطکاکې غږونه (Friction sounds)
هغو غږونو ته ورته دي، چې د پلورا په التهاب کې اورېدل کېږي. دا غږونه د کبد او طحال د محیطي ساحو د التهاب په صورت کې په اړوندو ځایونو کې اورېدل کېږي
سکژن سپلش Succussion splash
هغو غږونو ته ورته دي، چې د یو بوتل (چې تر نیمايي پورې له اوبو څخه ډک وي) د ښورولو په پایله کې تولیدېږي. دا غږونه په طبیعي توګه د ۲-۳ ساعتونو په جریان کې له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته په معده کې اورېدل کېږي. د پایلورس په تضیق او د معدې په اټونیکې توسع (diabetic neuropathy) کې هم اورېدل کېږي. د امعا په بندښت کې، چې معایي لوپونه ډېر متوسع شوې وي، هم اورېدل کېږي.
میتود: ناروغ باید په ظهري اضطجاع وضعیت کې څملي. وروسته د سټېټوسکوپ ډیافراګم په اپيګسټریک ناحیه کې کېږدئ. وروسته ناروغ له یوه څنګه بل څنګ ته واړوئ او د اوبو د خوځښت غږونه اصغا کړئ.
#مقعدي معاینه (Re**al examination)
د مقعدي ناحيې تفتیش د کافي رڼا په شتون کې ترسره کېږي. ناروغ باید semipronation وضعیت غوره کړي. په دې حالت کې، مقعدي او بهرنۍ معصره تفتیش کړئ.
وروسته د لاس ګوته چې په دستکش سره پوښل شوې وي (باید غوړه شوې وي) په مقعدي کانال کې کېږدئ. هڅه وکړئ چې که کوم تومور، قرحه، ټرومبوټیکه کتله یا اجنبي جسم شتون ولري، ویې ومومئ.
د پروسټاټ غټوالی د هغه علوي سرحد ته د ګوتې په رسولو سره ملاحظه کړئ. د ګوتې له بهر کولو څخه وروسته یې د وینې، قیح یا مخاط د شتون لپاره وګورئ.
#د حبن پاراسنټیز (Tapping of ascites)
استطبابات:
• قلبي یا تنفسي ډسټرس
• د پام وړ بطني ناراحتي
• د کلیوې جریان د اختلال په سبب اولیګوریا
• بېاشتهایي او سؤهضم
• په کبدي سیروز کې د hematemesis څخه وروسته د احتقان د لږولو لپاره.
• د طبې درملني په وړاندې تعند
• د ثانوي فتقونو د اختناق خطر
د ناروغ وضعیت: ناروغ باید پر یوې څوکۍ یا د بستر تر څنګ کېني.
د ترسرهکولو ساحه: د paracentesis د ترسره مناسب ځای منځنۍ کرښه، د نوم او symphysis p***s تر منځ ده. په کیڼه حرقفي حفره کې هم ترسره کېدلی شي.
تخنیک: ناروغ باید خپله مثانه خالي کړي، ځکه د مثانې د تمزق احتمال شتون لري. ناروغ ته باید وضعیت ورکړ شي. یو ملابند باید د ضلعي څنډو لاندې تثبیت کړل شي، چې د پروسیجر پر مهال د وضعیت له ناڅاپه تغییر څخه مخنیوی وشي. ساحه تعقیم کړئ. د انستیزۍ (۲٪ پروکایین) له تطبیق څخه وروسته، غټه ستنه چې له سرنج سره وصل وي دننه کړئ او لږ مقدار مایع د تشخیص په موخه راوباسئ. د تخلیې د ادامې لپاره، یو ربړي ټیوب او polythen collecting bag له نوموړې ستنې سره ونښلوئ. د دې مایع یو سمپل باید لابراتوار ته د بیوشیمیکو او مایکروسکوپیکو معاینو او د اړتیا پر مهال د کلچر او د حساسیت ټسټ لپاره ولېږل شي. د ستنې له وېستلو څخه وروسته، ناحیه په معقم بنداژ سره وپوښئ.
#د فزیکي نښو او معديمعایي ناروغیو تر منځ اړیکې
کبدي ناروغۍ
د مزمنو کبدي ناروغیو نښې
• لاسونه: leukonychia، palmar erythema،asterixis
• مخ: یرقان
• صدر: Gynecomastia، د بدن د وېښتو له منځه تګ، spider naevi
• نس: splenomegaly، hepatomegaly، ascites، د باب ورید لوړ فشار، د خصیو اټروفي.
• پښي: اذیما، د عضلو اټروفي.
• تبه: د پرمختللې سیروز ناروغانو په درېیمه برخه کې پېښېږي.
د دریوو یا ډېرو لاندینیو نښو شتون، په کبدي سیروز باندې دلالت کوي.
• عنکبوتي خالونه spider nevi، palmar erythema، splenomegaly، ascites، بطني collaterals.
#د باب ورید لوړ فشار (Portal hypertension)
نښې
أ. Splenomegaly: collateral veins، caput medusa، venous hum، hemorrhoids، hematemesis (د مرۍ او معدي varices)، ascites.
ب. Hepatic encephalopathy
نښې: hepatic flap، fetor hepaticus، ذهني تغییرات.
د ذهني تغییرات (mental changes) لاندې مرحلې لري:
• لومړۍ مرحله: تخرشیت (irritablility)
• دوهمه مرحله: خوب ته ورته حالت (drowsiness)
• درېیمه مرحله: stupor
• څلورمه مرحله: coma
#د امعا التهابي ناروغۍ (Inflammatory bowel disease)
د امعا التهابي ناروغۍ د معديمعایي لارو دوه مزمنې التهابي ناروغۍ دي، چې سبب یې ناڅرګند دی. دا ناروغۍ عبارت دي له: ulcerative colitis او Crohn’s disease.
السریټیف کولایټس Ulcerative colitis
په دې حالت کې، غټې کولمي اخته کېږي. کله ناکله ایلیوم په ثانوي توګه اخته کېږي (back wash ileitis). دا ناروغي اکثراً re**um اخته کوي او ممکن د کولون نورو برخو ته هم پراختیا ومومي.
بطني نښې: که یواځې proctitis شتون ولري، معمولاً خارجبطني نښې نه موندل کېږي. کله ناکله مقعدي فیشرونه هم موندل کیدلی شي.
که colitis غیراختلاطي وي، بطني معاینه ممکن نارمل وي یا ممکن tenderness (په جس کې حساسیت) یا guarding (د عضلو تقلص د جس پر مهال) د اخته کولون په ساحه کې شتون ولري.
د اختلاطاتو نښې:
موضعي نښې
• ټاکسیک میگاکولون Toxic dilatation (Megacolon): یو ډېر خطرناک اختلاط دی، چې په هغه کې د بطن توسع، عمومي تقلصیت، شخوالی (peritonism)، د معایي غږونو د شدت لږوالی، د مقعدي خونریزي ډېروالی، تبه او ټکيکارډیا موندل کېږي.
• د رکټم کنسر: چې په جس سره موندل کېږي.
سیسټمیکې نښې
• انیمیا
• در مفصل التهاب Arthritis
• جلدي نښې:
أ) Erythema nodusum (۲٪): سره درد لرونکي نوډولونه دي، چې معمولاً د پښو په پنډیو کې منځته راځي.
ب) فمي قرحې: معمول دي، ممکن د aphthous قرحو په سبب وي.
ج) clubbing او episcleritis ممکن شتون ولري.
د Crohn ناروغۍ
په دې ناروغۍ کې، د معديمعایي لارو ټولې برخې له خولې څخه تر مقعد پورې اخته کیدلای شي. معمولاً وروستی الیوم له/ یا پرته له کولون څخه اخته کېږي.
بطني نښې: که چېرې یواځې وروستی ایلیوم اخته وي، معمولاً غیرنارملې موندنې شتون نلري. ممکن لږ څه حساسیت په ښۍ حرقفي حفره کې شتون ولري. د مقعد اخته کېدل په ۷۵٪ ناروغانو کې چې کوچنۍ کولمې یې اخته وي او ۹۵٪ ناروغانو کې چې غټې کولمي یې اخته وي لیدل کېږي. عمده نښې یې عبارت دي له: فیشرونه، فسټولونه او آبسې.
د کولونونو د اختهکیدو په صورت کې، ulcerative colitis ته ورته نښې منځته راځي. Clubbing ممکن شتون ولري.
#د انډوکراین غدو د ناروغیو او فزیکي نښو تر منځ اړیکې
د انډوکراین غدو د اختلالاتو اعراض او نښې د بېلابېلو غدو اختهکېدو ته په کتو سره توپير لري. اعراض او نښې یې د اخته غدو، ډېر یا لږ فعالیت پورې تړاو لري.
#ټایروټاکسیکوزس Thyrotoxicosis
عمومي نښې
• ناروغ مضطرب وي.
• د وزن لږوالی شتون لري.
• د ناروغ سترګې راوتې وي.
د لاسونو معاینه
• له ناروغ څخه وغواړئ، چې خپلو لاسونو ته بسط ورکړي. ظریفې رعشې ممکن شتون ولري. دا رعشې هغه مهال ښې څرګندېږي، چې یو ټوټه کاغذ یې د لاسونو په ګوتو باندې، چې هوارې کړل شوې وي، کېږدئ.
• د ناروغ د لاسونو ورغوي سره وي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad
Kabul
