Kabul newz

Kabul newz

Share

Kabul news

03/04/2026

د پکتیا ولایت رسنیو دفتر یوې خبرپاڼه کې کښلي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د دغې ولایت په یو شمېر سیمو کې لارې تړل شوې وې، خو د پکتیا ولایت مقام تر چتر لاندې د اضطراري کمېټې او نورو اړوندو ادارو مسوولینو لارې بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ګردېز - څمکنیو لاره هم د یادو ادارو د هڅو په نتیجه کې بېرته پرانیستل شوې او ولسونو ته اسانتیا برابره شوې ده.

03/04/2026

خوست کې حکومتي سرچینې وایي، د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان پر فرضي کرښې د بېګانۍ جګړې پرمهال د پاکستاني پوځي رژیم درې پوستې د افغان ځواکونو له لوري په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
د سرچینې په وینا، د غلام خان په سیمه کې یوه پوسته او د کمېسارۍ په سیمه کې دوه نورې پوستې ویجاړې شوې چې په پایله کې یې د مقابل لوري ځینې مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
که څه هم نن د ورځې پرمهال جګړه درېدلې، خو د بېګانۍ جګړې له امله د فرضي کرښې ور څېرمه ډېری کلي اړ شوي چې له خپلو مېنو ووځي چې د دوی په خبره د سرپناه او نورو اسانتیاوو د نشتون له امله سختو ستونزو سره مخ دي.
د شمشاد خبریال عیسی څرګند په دې اړه جزییات وړاندې کوي.

#شمشادنیوز

02/04/2026

لبنان هم د داسې څه غندنه کړې، چې دوی د خپل هېواد مځکې نوې اشغالونې په اړه د اسرائيلو پلان بللی دی. بېګا شپه د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوې غونډې ته واورول شول، چې لبنان کې د جګړې تېرو څلورو اوونیو کې له یوه ميليون ډېر وګړي بې ځايه شوي دي.
نور معلومات په دې راپور کې لیدلی او اوریدلی شئ:

29/03/2026
29/03/2026

په سویل ختیځ زون کې د رد الظلم عملیاتو لاسته راوړنې لومړۍ برخه ☝️

26/03/2026

دا ویډیو حتماً وګورئ؛ تر یوه بریده به وپوهېږئ چې د افغانستان زیات شمېر وسلې او الوتکې د ډي ډي آر په نوم چا کباړ کړې او افغانستان یې له قوي وسلو څخه په څومره مهارت خالي سلاح کړ.

26/03/2026

د ۶۰ ملي متره ها،و،ان پېژندنه او کارونه…
دا ویډیو یوازې د پوهې لپاره ده، د زده کړې لپاره ده، د وخت د اړتیا لپاره ده!
یادونه: ملګرو ويډيو درسره شير کړی.

26/03/2026

19 کاله يوه #مور د زوى په بيلتون کې ځوريږي!
په ګونتانامو #زندان کې د وروستي افغاني بندي مورڪۍ خبرې!
رئیس سلطانزی
د مورڪۍ غږ درسره خپور کړئ.

14/07/2025

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا #عبدالغني برادر په اذربایجان کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل.

دواړو چارواکو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې او ملا عبدالغني برادر قزاقستان یو باوري شریک وباله او په نړۍواله کچه د ملاتړ مننه یې وکړه.

هغه له قزاقستان وغوښتل چې له ټرانزیټ، پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو ګټه واخلي.

د قزاقستان لومړي وزیر د اړیکو د پراخېدو ژمنه وکړه او د تورغونډۍ–هرات پروژه کې یې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه اعلان کړه او د کانونو، مېوو وارداتو او صادراتو د اسانتیاو لیوالتیا یې وښوده.
#طلوع‌نیوز

14/07/2025

لوګر کې د شاوخوا «۱۵۰» زره ډالرو په ارزښت د سلام مخابراتي شرکت د يوه سايټ د جوړيدو چارې پیل شوې

محرم‌الحرام_۱۷مه_یک‌شنبه

د لوګر ولایت لپاره د افغان ټیلیکام «سلام» مخابراتي شرکت له‌خوا د ټولنیز لاسرسي «TDF» پروژې په لړ کې د خوښي ولسوالۍ اړوند شینکی سر سیمه کې د یوي نوي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس، مولوي مطيع الله عابد وویل؛ پر دغه سایټ، چې شاوخوا «۱۵۰» زره ډالره لګښت راځي، له فعالېدو سره به یې دوبندي، اسلام‌دره، آبتک، مڼي او نورې شاوخوا سیمې زرګونه اوسېدونکي، چې له دې وړاندې د مخابراتي او انټرنټي خدماتو بې‌برخې وې، تر پوښښ لاندې راشي.

ښاغلي عابد زیاته کړه؛ چې د افغان ټیلیکام شرکت له خوا ورته نورو محرومو سیمو کې هم ورته سایټونه فعاله شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمخه هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هلو ځلو د نورو مخابراتي شرکتونو په همکاري د «۱۶» نوي مخابراني سایټونو د فعالولو سروې بشپړ شوی، چې نږدې ورځو کې به یې چارې پیل شي.

Website