Milli sehat

Milli sehat

Share

Milli sehat pharmacy and Clinic

29/04/2023

تبخال , علل ، علائم و نحوه درمان تبخال
آدرس کلینیک ملی صحت سرک گذرګاه موبايل 0787982589
تبخال به مجموعه ای از تاول ها گفته می‌شود که بر اثر ویروس هرپس سیمپلکس نوع یک ایجاد می‌شود
اکثر افراد تا زمانی که به سن بزرگسالی برسند حداقل یک بار با این ویروس منتن می‌شود . انتان برای بار اول اغلب مشخص نمی گردد اما ممکن است باعث بروز تاول هایی در دهان شود . این ویروس سپس در حجرات عصبی به صورت بدون علامت مخفی می‌شود ، اما در بعضی از افراد این ویروس دوباره فعال شده و ایجاد تبخال می نماید .

عواملی که میتوانند باعث بروز تبخال گردند عبارتند از :
• استرس‌ها
• آفتاب سوختگی
• مواجه شدن با باد سرد
• سرماخوردگی
• بروز عادت ماهانه در خانم ها و تب بالا در بعضی از افراد به طور مکرر تبخال ایجاد می‌شود

علائم تبخال
تبخال ها اغلب بر روی پوست دور دهان ایجاد می‌شود . علائم تبخال معمولا به ترتیب زیر ظاهر می شوند:
• پوست مبتلا ابتدا احساس سوزن سوزن شدن، خارش یا سوزش می کند.
• یک یا چند مجموعه از زخم ها یا تاول های کوچک و دردناک ظاهر می‌شوند و پوست اطراف آنها نیز قرمز میشود
• زخم ها یا تاول‌ها ترکیده و به صورت کبره می شوند
• معمولاً تاول ها در عرض ۱۰ تا ۱۴ روز فروکش می کنند

نحوه تداوی تبخال

• شما می توانید از کریم ضد ویروس آسیکلوویر که بدون نسخه در دواخانه ها به فروش می رسد استفاده نمایید .
• اما شما باید این کریم را از همان وقتی که علائم اولیه تبخال ظاهر شدن مصرف نمایید .
• در بعضی موارد متخصص جلدی ممکن است داروهای خوراکی ضد ویروس تجویز نماید .

گرچه تداوی سریع و مناسب می تواند از بروز تبخال پیشگیری نماید ، اما ویروس دوباره در حجرات عصبی مخفی شده و ممکن است بعدها دوباره عود نماید و اگر شما به طور مکرر دچار تبخال می شوید، سعی نمایید که پوست خود را از عوامل شروع کننده آن مثل آفتاب سوختگی و مواجه شدن با باد سرد حفاظت نمایید .
برای اینکه خطر انتقال مرض به سایر افراد را به حداقل برسانید ، هیچگاه به تاول های تبخال دست نزنید و از بوسیدن افراد خودداری نمایید

28/09/2022

د مار چیچل Snak Bite

که چیرته یو ډاکتر ته کوم مارچیچلی ناروغ راشي، په لاندی لارښونو دی عمل وکړی!

۱ - له مار چیچلی ځای څخه دي دوه درې انچه پورته برخه کلکه وتړي!
۲ - ټپي ځای دی د چاقو یا پاکي په ذریعه څیري کړي
۳- ربړ یا پلاستیک خولې ونیسظ او له ټپ څخه زهر راکش کړئ که پلاستیک نه وی نیغ په نیغه یې د خولي په ذریعه هم زبیښلی شې خو یاد ولرئ چې په خوله کې مو ټپ نه وی
۴- ناروغ کوم روغتون ته ولیږئ که روغتون لري او ستاسې په لاس کې د مار د زهرو ضد واکسین ( anti venine serum) وی نو ناروغ ته یې ۱۰ سی سی ۵۰۰ سی سی ګلوکوزو سره محلول کړئ او په ورید کې ورکړئ
۵- که چېري د ناروغ نبض کمزوری وی او بیهوشی پری راځی نو Inj.Decardon او یا Inj.Betnesol ورته پیچکاری کړئ
۶- ټپ ورته په پتاشیم پرمنګنات محلول ومینځئ
۷- ناروغ ته پوره غوړ ورکړئ!

پورتني تدبیرونه هله ګټه کوی، چې ناروغ له مار چیچلو سره سملاستی تاسو ته ورسیږی او که چیرته زهر په بدن کې تیت او خپاره شوی وی په هغه صورت کې ناروغ ته د مار د زهرو ضد سیروم ورکړئ، چې Anti venine serum ورته وایې، خو مخکی له دی چی یاده شوی دوا ورته ترزیق کړئ په پوستکی کې ورته ټیسټ کړئ او د ریکشن په صورت کې InJ.Adrenalin او Inj. Decadron ضرور په لاس کې
ولرئ!
0765202137
0787982589

25/09/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهيز وکړي:

حامله ګې يوه ځانګړې موده ده او حامله ښځه بايد خپل ځيني غذايي دودونه بدل کړي. که نه ، د خپلو خوښو زياتو خوړو خوړلو له امله به جنين ته زيان رسوي . کوم کوم خواړه د حامله ښځې لپاره د پرهيزانه دي ؟

پالک: ټولو ته معلومه ده چې په پالک کې د اوسپنې عنصر شته چې د وينې غني کولو لپاره ډېره ګټه لري ، دغه راز زياته اندازه ويتامين سي پکې هم شته.
ولې حامله ښځه بايد دغه ګټور سابه کم وخوري؟ د څيړنې له مخې که څه هم په پالک کې د اوسپنې توکې شامل دي ، خو اندازه يې کمه ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې په پالک کې زياته اندازه اوکسليک اسيد موجود دي چې دغه مواد په کولمو کې د کلسيم او جست جذبولو لپاره بد اثر لري ، خو کلسيم او جست په بدن کې ډېر لازم معدنې مواد دي . که کلسيم او جست د اوکسليک اسيد لخوا د منځه ځي،نو د اړتياوړ کلسيم او جست د کمښت له امله د جنين د هډوکو او غاښونو ودې ته زيانمن وي . دغه راز د جست کمښت د حامله ښځې د اشتها خرابوالې لامل هم دی چې په پايله کې به جنين ته غني غذايې مواد و نه رسول شې او د جنين پر عادي ودې باندي بد اغيز ولګول شې.

ټينګ چای: زياتې حامله ښځې د چاي څښلو عادت لري، د توجه وړ خبره دا ده چې د حامله ګۍ په موده کې بايد دغه عادت بدل کړي په تېره بيا ټينګ چای و نه څښي ځکه چې په چاي کې له دوه سلنې څخه تر پنځه سلنې پورې کافئين شامل دي چې کافئين له اندازې څخه د جنين د حرکاتو هڅونه کوي حتی د جنين عادي ودې ته زيانمن دي. برسيره پردې له ټاکلي اندازې څخه د زيات چای څښلو بده نتيجه به دا وی چې په چاي کې د مازو جوهر په خوړو کې د اوسپنيزو عناصرو سره يو ځای کيږي او حامله ښځه او ددې جنين د وينې لږوالي په ناروغۍ اخته کوی.

ژر خوړلی خواړه : ژر خوړلي خواړه ډير خوند لري او د زياتو حامله ښځو خوښ دي . د ډاکترانو په اند دغه ډول خواړه د حامله ښځې لپاره ګټور ندي ځکه چې په دغه ډول خوړو کې شحمي مواد کم دي . که حامله ښځه هره ورځ دغه ډول خواړه وخوري ، په بدن کې به د شحمي اسيد د کمښت سبب شي ، خو شحمي اسيد د جنين مغز د ودې لپاره ډېر لازم دی . په خاص ډول ويل کېږي چې د حامله ګۍ په لومړنۍ موده کې د جنين جفت رامنځته کېدنه لازم شحمي اسيد ته هم اړتيا لری
البته حامله ښځه بايد له ځينو نورو خوړو مثلا چنګاښ ، د غوړيو او ترشو خوړو څخه هم پرهيز وکړي.

0787982589
0765202137

21/09/2022

ډاکټران وايي، د تاریخ‌تېرو درملو د کارونې له امله کېدای شي وینه پر زهرو واوړي، مختلف حساسیتونه پیدا شي، پښتورګي، ځيګر او هضمي سیستم له کاره ولویږي او د انسان د مرګ لامل شي.

01/09/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې:
په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله منځته راځې ، په ځانګړي ډول کله چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي.
نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن د لاندې لاملونو څخه وي:
د هډوکو فریکچر یا ناثباته کېدل: دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او په تګ کې د ستونزو لامل کیږي.
د هډوکو زیات ماتېدل: هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډيرڅرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا فریکچر (اوسټیوپورسیس) ته اشاره کوي.
په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي،خپګان،د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي.

دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسان چې د ویټامن ډي کچه یې پوره وه په شکر ناروغۍ دویم ډول د اخته کېدو خطر یې کم و.

د ویټامن ډي د کمښت درملنه:
ویټامن ډي په اساسي ډول د ځينې عواملو لکه خوراکي نظام، عمر او د لمر وړانګو مقدار پورې اړه لري. که چیرې تاسې د ویټامن ډي معاینه ترسره کړئ، او پایله وښيي تاسې ددې له کمښت سره مخ یئ، نو تاسو او ستاسو حالت لپاره مناسبې لارې وړاندیز کیږي تر څو دغه کمښت پوره کړئ.

بدن مو څومره ویټامن ډي ته اړتیا لري؟
ددې کچې معلومولو لپاره د روغتیا وزارت د رژیم پوره کونکي وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

۱۰ مایکروګرامونه تر ۱۲ میاشتو پورې
۱۵ مایکروګرامونه د یو کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې
۲۰ مایکروګرامونه له ۷۰ کلنۍ څخه پورته.

په لومړي سر کې ستاسې ډاکټر کولی شي تاسو ته ووایي چې څومره اندازه ویټامن ډي ته اړتیا لرئ، او څنګه کولی شئ ددې کچه لوړه کړئ. ممکن ډاکټر تاسې ته لمر ته د کیناستلو، سپلیمنټ اخیستلو یا حتی د بدیل خوراک سپارښتنه وکړي.

ځینې خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي لري په لاندې ډول دي:
د ماهي ځينې ډولونه، په ځانګړي توګه غوړ لرونکي ماهیان لکه (سلمون او میکریل).
>د هګۍ ژيړ
>د پنیر ډولونه
>کاکاوي تولیدات
>د لبنیاتو محصولات
> او ځینې شربتونه لکه د مالټې جوس.

اوس موږ د ویټامن ډي د کموالي نښې او ددې د درملنې لارې وپيژندلې، نو تاسو کولای شئ د هرې لارې ګټه پورته کړئ، لکه ځانګړی خوراکي رژیم چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري او یا لمر ته کیناستل غوره کړئ.
ددعا په هیله
0787982589
0765202137

23/08/2022

♥ بسم الله الرحمن الرحیم ♥
•• Orlistat ••
•• What is ORLISTAT ••
•• Overview of ORLISTAT ••
یو Peptic and Pancreatic Lipase نهی کوونکی دی چې د بدن څخه دشحمو اطراح زیاتوي او شحمیت جذبیدلو ته نه پریږدي چې د چاغوالې یا وزن د کمولو لپاره استعمالیږي.
•• د حمل په B کټګورۍ کې شامل دي.
•• Indication:
د چاغوالې یا وزن د کمولو او کنترولولو لپاره استعمالیږي. په هغه خلکو کې چې BMI یې زیاته وي او د لوړ فشار، وینې غوړ او شکر خطره ورته موجوده وي مؤثر درمل دي.

•• Contraindication:
• فرط حساسیت
• د صفرا نه افرازیدل یا Cholestasis
• سؤیی تغذیه
• د حمل او شیدو ورکولو په وخت یې تاثیر نا معلوم دی
• او د دولس ۱۲ کالو کم عمره ماشومان ته دي نه استعمالیږي.

•• Side effects:
• مقعدی دردونه
• د تغوط یا ډکو متیازو زیاتوالی
• سر درد
• د ګیډي درد
• ضعیفی
• د حیض ګډوډي
• د مایع یا شحمو پشان غایطه مواد

•• Dosage:
• د 120mg کپسول او تابلیت په شکل موجود دي.
• کاهلان 120mg د ورځې دري ځلې د خولې د لاري.

•• Warning:
• د شکر یا Diabetes type 2 په موجودیت کې باید په ډیر احتیاط سره استعمال شې.
• دا درمل په شحمو کې د منحل ویټامینونو جذب خرابوي نو Multivitamins باید ددي درمل سره کم از کم تر دوه ساعتو وخت کې استعمال نشې.

•• نوټ:
ټول درمل د ماشومانو د لاس رسې څخه لرې وساتئ !!!
اود درملو په خپل سر استعمال څخه ډډه وکړئ !!!

د دعا په هیله
0787982589
0765202137

23/08/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
【سپرم یا منې】
یوه سپین رنګه سریښناکه ماده ده چي د مقاربت په وخت کې د انزال په صورت کي د نارینه د اندام مخصوصه څخه د ښځې په رحم کې د هګــئ یا Ova سره یوځای کیږي او د اولاد د پیداکیدو سبــب کیږي.
☜ دسپرم د معاینه کولو لاري چارې:
✔ دمنـــي په فزیکې معاینه کي د مني رنګ، مقدار، PH، او بوي اندازه کیږې.
✔ د مني په کیمیاوې معاینه کي د مني فرکتوز،ایستروجن،او 17 کیتوستراید اندازه کیږي.
✔ د مني په مایکروسکوپي معاینه کې د سپـــرم حرکت،جوړښت او مقدار اندازه کیږي.

د سپـــرم د جمــع کولو لپــاره هدایت:
1.مریض باید له 4 --- 7 ورځو ج**ع نه وي کړي.
2. منـــی باید دلاس او یا ج**ع پواسطه په غټ او پاک لوښــي کې واچول شي.
3. باید ژر تر ژره لابراتوار ته ورسول شي.
4. منې باید دکوټي د حرارت په درجه کي له 20---10 دقیقي کیښــودل شي ترڅو یی سریښناکه خاصیت ختــم شي.

د منــي PH القــلي دې »»»» 8 ---7.2

د منــي رنګونه:

سپـــین رنګ: د منــې سپــــین یا Milky رنګ Normal حالــت دي.

زیړ ته مایل: دا د چرک موجودیت ښایې چې دي حالت ته Super Active Infection هم وایي.

سور ته مایل: د وینې د موجودیت یا Prank Heam وجه کیدایشي.

ّ★ دمنـي Viscosity لزوجیت یا سریښناکه حالت :
تازه راوړل شوي منــي سریښناکه وي نو په دي وجه پکې سپرمونه حرکت نشي کولائ نو په تازه منې کې د معاینې کول یوه غلطه طریقه ده.

★ د سپــرم ســر : د اوږد سر لرونکی سپــرم په اسانۍ سره Ova ته داخلیــدلي شي او القاح صورت نیسي ګرد وړوکی او یا هم لوي سر لرونکی سپرم هګۍ ته نشې داخلیدلی نو په دي صورت کې القاح صورت نه نیسې.

★ د سپرم لکۍ : وګورۍ چي د سپرم لکۍ موجوده ده که نه او یا وګورۍ چي د سپرم لکۍ غوسه ده که نه او یا هم وګورۍ چي سپرم د دوو لکیو لرونکی دی که نه د لکۍ نه لرونکي سپرم، د نیمه لکۍ لرونکی سپرم او یا هم د دوو لکیو لرونکی سپرم هګۍ ته نشي داخلیدلی نو په دغه حالت کې القاح صورت نه نیسي.
دسپرم یا منې مربوط ناروغۍ:
Nicrozo Spermia
سپرمونه موجود وي مګر اکثره یې مړه وي.
Aspermia
د کوشش باوجود هم د مني نه افرازیدل.
Oligo Spermia
د سپــرمونو مقدار له 20 میلیونو څخه کم وي.
Poly Spermia
د سپــرمونو مقدار له 350 میلیونو څخه زیات وي.
ددعا په هیله
0787982589
0765202137

22/08/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
【د انتې بيوټيکو لسمه کورنۍ】
د توبرکلوز ضد درمل ( Anti Tuberculosis Drugs ):

پدي ګروپ کې لاندې درمل شامل دي کوم چې د توبرکلوز په ناروغۍ کې ورڅخه استفاده کيږي او First line Drugs ورته وایې.

✔ Isoniazid ( INH )
✔ RIfampecin ( RIF )
✔ Pyrazinamide ( PZA )
✔ Ethambetol (EMB )
✔ Streptomycin

د توبرکلوز ضد درمل (لومړنې درمل):
1. د Isoniazid 5mg/kg د دوه مياشتو
لپاره ورکول کيږي.
2.د Rifampecin 10-20mg/kg وکارول شې
3. د Pyrazinamide 25mg/kg د څلورو مياشتو لپاره ورکول کيږي.
4. د Ethambetol 15mg/kg د پينځه کالو کم عمره ماشومانو ته باید چې استعمال نشي .
5. د Stretoptomycin 15mg/kg صرف په عضله کې ورکول کيږي .
Second line anti TB Drugs دتوبرکلوز دویم ګروپ دواګانې:
✔ Amikacin
✔ Aminosalicyclic acid
✔ Capreomycin
✔ Ciprofloxacin
✔ Clofazimine
✔ Cycloserine
✔ Ethionamide
✔ Levfloxacin
✔ Rifabutin
✔ Rifapentin
✔ Kanamycin
✔ Thiacetazone
✔ Paraaminosalicyclic acid

د توبرکلوز ضد درملو په استعمال کي احتیاط:

1. دواګانې بايد په واحد دوز Single) dose ) واخيستل شې.
2. ناروغ وپوهول شي چې درمل پخپل سره قطع نکړي .
3. کله چې د ناروغ اشتها ښه شې اود شپي لخوا د خولو کميدل،د تبې کميدل اود خستګۍ احساس کميدل د ناروغۍ د بهبودۍ ( رغيدو) ښودونکي دي .
4. هر کله که ناروغ ته د Dizziness ( سرچرخې ) اوپه اوريدو کې مشکلات پيدا شي د Streptomycin د جانبى عوارضو څخه شميرل کيږي. چې ددي په هکله بايد تصمیم ونيول شي.
5. هر کله که په ليدو کې مشکلات پيدا شي دEthambetol د جانبې عوارضو څخه شميرل کيږي. باید د مقدار يا تداوى پلان په باره کې تصمیم ونيول شي.
6. که چيري ناروغ ته بې حسي اود لاسونو او پښو کرختې ( بوډۍ کيدل ) پيدا شې د Isoiniazid د جانبې عوارضو څخه شميرل کيږي. چې د Vit B6 پواسطه د وقايي وړ دی .

6. که چيری ناروغ ته د شعور تغیير اختلاج او دماغې اختلال پيدا شې. د Isoniazaid او ايتامبیتول جانبې عوارض دي چى بايد متخصیص سره مشوره وشې او د ځيګر ناروغۍ په هکله فکر وشي

15/08/2022

د یوه طبي پیام ژباړه او لنډیز:

"زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:

1. Endorphins
2. Dopamine
3. Serotonin
4. Oxytocin

اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)

ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.

سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

او بلاخره:

اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."

یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو دردضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.

له لویه سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په درون کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو. د حافظ خبره په سرو زرو لیکل پکار دي چې:

سالها دل طلب جام جم ز ما میکرد
انچه خود داشت ز بیگانه تمنا میکرد

او:
پخپلو زړونو کې یې ولټوئ!
تر څو په یار پسې بهر ته به ځو؟
ژ.
0787982589
0765202137

14/08/2022

د شکري مرض ښه دوا او تداوي لري مګر که ددي مرض و صحیح علاج او تداوئ ته توجه و نه سي او په وخت د ډاکټر سره و نه لیدل سي او صحي لارښووني عملي نسي نو د بدن مختلف اعضاوي لکه ګردي یا پښتورګي،رګونه،عصبي رشتي،سترګي او ټول بدن په مختلیفو مشکلاتو اخته کیږي !
خپل علاج په وخت او په صحیح طریقه ترسره کئ !

12/08/2022

【تور بانجان د وینې غوړ کموي】
تور بانجان په لومړي ځل په شپږمه پېړۍ کې د هند په ختیځه برخه کې کرل شوي دي. اوسني طب ثابته کړې ده چې د تورو بانجانو خوړل په وینه کې د کلسترولو کچه تنظیموي.
بنفش رنګ لري د نورو په پرتله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدانت لري. روغتیا پالان وایي په غذایي رژیم کې د بانجانو کارول د بندو او یا هم تنګو شوو شریانونو په خلاصولو کې مرسته کوي.
هغه څېړنه چې پر تورو بانجانو ترسره شوې ده او پایلې د (هلت مېډ) پر ويبپاڼه خپرې شوې دي، ښيي چې تور بانجان کولی شي تر ۵۰ سلنې پورې په وینه کې د کلسترولو کچه راټیټه کړي.
دا چې تور بانجان یوه زیاته اندازه اضافي مایعات چې ورته اړتیا نه لیدل کېږي له بدن څخه باسي، د دې لامل کېږي چې زړه په ښه ډول خپل فعالیت ترسره کړي، نو ویلی شو چې د تورو بانجانو خوړل د زړه د فعالیت له ښه والي سره هم مرسته کوي. دغه راز تور بانجان د هغو کسانو لپاره هم ګټور ثابتېږي چې د ګردو ناروغي لري.
تور بانجان په خپل ترکیب کې مس او اوسپنه چې د وینې په جوړېدو کې اړین معدني مواد بلل کېږي، هم لري. د تورو بانجانو په پوستکي کې شته (فیتو نیوترینت) د هغو غوړینو موادو ساتنه کوي چې په مغز کې د سلولونو په غشا کې شتون لري.
تور بانجان د فینولیکو ترکیباتو چې د انتي اکسیدانت یو ډول دی او په بدن کې سرطان، د کلسترول د تراکم او د باکتریایي عفونیتونو مخه نیسې ښه سرچینه بلل کېږي. په بانجان کې شته فیبر د بواسیرو او د قبضیت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي. د تورو بانجانو بله ښېګڼه دا ده چې که وخوړل شي بدن ته د نورو خوړو په پرتله تر ډېره انرژي ورکوي او انسان د ژر وږي کېدو احساس نه کوي.
په تورو بانجانو کې شته پوتاشیم د وینې فشار تنظیموي، تور بانجان کولی شي په وینه کې د ګلوکوزو کچه هم راټیټه کړي، نو د هغو کسانو لپاره یې خوړل ګټه رسوي چې د شکرې ناروغي لري. دا چې تور بانجان بېلابېل ويټامینونه، معدني مواد او سالم غوړ لري، نو د وېښتانو د ښایست، روغتیا او نرم پوست لامل کېږي، معنا دا چې له ښایست سره مو هم مرسته کوي
د دعا ده هیله
داکتر ثناءالله صافی
د معلوماتو څانګه
0787982589
0765202137

12/08/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم ♥

【دانتې بیوتیک لومړنۍ کورنۍ】
د انتی بیوټیکو یا د میکروب ضد درملو لومړۍ کورنۍ درمل
په دي ګروپ کې لاندي دواګاني شاملي دي:

Tertracycline Group تيترا سکلين ګروپ


✔Doxycycline ډوکسى سيکلين
✔Oxyteracyclin اوکسى تيتراسکلين
✔Minocycline ماينوسیکلين
✔Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین

1- Doxycycline ډوکسى سکلين

← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
په زکام،د سڔو په ناروغيو،سينه بغل،د هاضمې لار په ناروغيو،د نرمو انساجو په انتاناتوې،ددسترګو په انتانانو،زخمونو،دانو او د بولې لارو په انتاناتو کې کارول کيږي .

← خــوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 200mg په لومړي ورځ او وروسته 100mg په ورځ کې،ماشومانو ته 4mg د بدن په هر کيلو وزن باندي ورکول کیږي .

← نــــه کارونـــه ( مضاد استطباب ) يا Contraindications :
د حمل
په وروستيو 4-5 مياشتو اود شيدو ورکولو په مهال او هغه ماشومان چې عمر يي له 8 اتو کلونو څخه کم وي دا درمل دې هيڅکله هم نه کارول کيږي .

←جانبې عوارض ( بدې اغيزي ) يا side effects:
زړه بدوالى،استفراق،اسهال،سردرد، Dysphagis يا د غذا په تيرولو کې مشکل،د غاښونو د رنګ بدلون،الرژيک تاثيرات او که دشپږ میاشتو څخه زیات استعمال شې نو دمقعد زخم منځته راوړي .

←احتياط :
دځيګر د ناروغيو په مهال دي په احتياط سره وکارول شې .

2- Oxyteracycline اوکسى تيتراسکلين

← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
دا درمل د ډيرو بکتريايې انتاناتو په درملنه کې کارول کيږي،همدارنګه د Acne اکنى سپايروچيټ،کلاسټريډيم،سینه بغل،پیچش او نورو میکروبونو لپاره کارول کيږي.

← خوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 250- 500 mg دي په ورځ څلور ځلې وکارول شې.ماشومانو ته دي 25- 50 mg د بدن په هر کيلو وزن باندي په کسري دوزونو باندي ورکړل شې.

ددى درمل نه کارونه او جانبې عوارض د ډوکسى سکلين په څير دي.

3- Minocycline ماينوسيکلين

←استعمال ځايونه :
دتنفسې سيستم په ناروغيو،د بولې لارو په انتاناتو،د پوستکې او نرمو انساجو په انتاناتو،د پوزي،غوږ او ستونې په انتاناتو کې د انتان يا مکروب دلمنځه وړلو لپاره کارول کيږي.

← خوراک ( دوز ) :
د 100 mg په ورځ کې دوه ځلې، ماشومانو ته دي دا درمل نه توصيه کيږي ددى درمل نوري ځانګړتياوى د Doxycycline په څير دي .
4-Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین
← استعمال ځایونه:
ځوانې دانېAcne ،بکتریایې ناروغۍ،تنفسې سیستم انتانات،تناسلې لارو انتانات،دمعدي او کولمو انتانات ،سینه بغل او دنرمو انساجو انتانات...
← خوراک:
8.5-12.8 mg په هر کیلو وزن د بدن دري وخته استعمالیږي، او ماشومانو ته نه ورکول کیږي.
← ځانګړى پاملرنه :
د Tetracycline group درمل دى له اتو کالو ( 8y ) کم عمره ماشومانو ته نه توصيه کيږي ځکه ددي درمل په کارونې سره د ماشوم غاښونو له منځه ځي کوم چي بيا درملنه نلري.
ددعا په هیله
داکتر محمدی
【دانتې بیوتیک لومړنۍ کورنۍ】
د انتی بیوټیکو یا د میکروب ضد درملو لومړۍ کورنۍ درمل
په دي ګروپ کې لاندي دواګاني شاملي دي:

Tertracycline Group تيترا سکلين ګروپ


✔Doxycycline ډوکسى سيکلين
✔Oxyteracyclin اوکسى تيتراسکلين
✔Minocycline ماينوسیکلين
✔Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین

1- Doxycycline ډوکسى سکلين

← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
په زکام،د سڔو په ناروغيو،سينه بغل،د هاضمې لار په ناروغيو،د نرمو انساجو په انتاناتوې،ددسترګو په انتانانو،زخمونو،دانو او د بولې لارو په انتاناتو کې کارول کيږي .

← خــوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 200mg په لومړي ورځ او وروسته 100mg په ورځ کې،ماشومانو ته 4mg د بدن په هر کيلو وزن باندي ورکول کیږي .

← نــــه کارونـــه ( مضاد استطباب ) يا Contraindications :
د حمل
په وروستيو 4-5 مياشتو اود شيدو ورکولو په مهال او هغه ماشومان چې عمر يي له 8 اتو کلونو څخه کم وي دا درمل دې هيڅکله هم نه کارول کيږي .

←جانبې عوارض ( بدې اغيزي ) يا side effects:
زړه بدوالى،استفراق،اسهال،سردرد، Dysphagis يا د غذا په تيرولو کې مشکل،د غاښونو د رنګ بدلون،الرژيک تاثيرات او که دشپږ میاشتو څخه زیات استعمال شې نو دمقعد زخم منځته راوړي .

←احتياط :
دځيګر د ناروغيو په مهال دي په احتياط سره وکارول شې .

2- Oxyteracycline اوکسى تيتراسکلين

← استعمال ځايونه ( استطباب ) يا Indications :
دا درمل د ډيرو بکتريايې انتاناتو په درملنه کې کارول کيږي،همدارنګه د Acne اکنى سپايروچيټ،کلاسټريډيم،سینه بغل،پیچش او نورو میکروبونو لپاره کارول کيږي.

← خوراک ( دوز ) يا Dosage :
د 250- 500 mg دي په ورځ څلور ځلې وکارول شې.ماشومانو ته دي 25- 50 mg د بدن په هر کيلو وزن باندي په کسري دوزونو باندي ورکړل شې.

ددى درمل نه کارونه او جانبې عوارض د ډوکسى سکلين په څير دي.

3- Minocycline ماينوسيکلين

←استعمال ځايونه :
دتنفسې سيستم په ناروغيو،د بولې لارو په انتاناتو،د پوستکې او نرمو انساجو په انتاناتو،د پوزي،غوږ او ستونې په انتاناتو کې د انتان يا مکروب دلمنځه وړلو لپاره کارول کيږي.

← خوراک ( دوز ) :
د 100 mg په ورځ کې دوه ځلې، ماشومانو ته دي دا درمل نه توصيه کيږي ددى درمل نوري ځانګړتياوى د Doxycycline په څير دي .
4-Demeclocycline (Demethylchlortetracycline)
دیمیکلوسیکلین
← استعمال ځایونه:
ځوانې دانېAcne ،بکتریایې ناروغۍ،تنفسې سیستم انتانات،تناسلې لارو انتانات،دمعدي او کولمو انتانات ،سینه بغل او دنرمو انساجو انتانات...
← خوراک:
8.5-12.8 mg په هر کیلو وزن د بدن دري وخته استعمالیږي، او ماشومانو ته نه ورکول کیږي.
← ځانګړى پاملرنه :
د Tetracycline group درمل دى له اتو کالو ( 8y ) کم عمره ماشومانو ته نه توصيه کيږي ځکه ددي درمل په کارونې سره د ماشوم غاښونو له منځه ځي کوم چي بيا درملنه نلري.
ددعا په هیله

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Main Dar Ul Aman Road Street Guzargah
Kabul
020