Obaidullah Amiri

Obaidullah Amiri

Share

سلام دوستان عزیز وقت همه تان بخیر امیدوارم صحتمند باشی?

26/05/2024
28/06/2023

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
نیکمرغه لوی اختر مومبارک شه!!!!
دنیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په ویاړټولو
هیوادوالو ته د نیکمرغه لوی اختر موبارکی وایم اللهﷻمو ټول عبادتونه او قربانی په خپل دربار کی درڅخه قبولی کړی 💖💖💖

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
نیکمرغه لوی اختر مومبارک شه!!!!
دنیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په ویاړټولو
هیوادوالو ته د نیکمرغه لوی اختر موبارکی وایم اللهﷻمو ټول عبادتونه او قربانی په خپل دربار کی درڅخه قبولی کړی 💖💖💖
فرا رسىدن عىد سعىد قربان را باهمه خوشى هاىش به همه مسلمانان جهان بخصوص دوستانم در هر کجاى که هستند مبارک باد گفته و خوشى هاى هرچه بىشتر را از بارگاه خداوند (ج) براىشان خواهانم.

09/12/2022

What is poverty?

Poverty is when your mobile phone is a new iPhone and three of your teeth are broken!
Poverty is that one thousand and one Pashto Persian humor and …
Remember, but don`t know the history of your own country!
Poverty is when someone asks you how many books have you read in the last 3 months, and your answer is “nothing”!
Poverty is throwing garbage and filth in the streets and alleys and praising the civilization cleanliness of the alleys and roads of Europe and America!
Poverty is riding a multi-thousand-dollar car and not following traffic rules and citizens’ rights!
Poverty is to have a wife and brother other people`s daughters!
Poverty is when you are a human being and you do not value being a human being!
Let`s live with thought and reflection.
Dear countrymen (friends, friends, friends) whose tribe was Pashtun, Hazera, Tajik, Uzbek, Turkmen.
Let`s unite and serve our beloved country Afghanistan and Islam.
Share this post of mine.

غربت څه شی دی؟

غریبی دا دی چی موبایل دی نوی آیفون وی او دری غاښونه دی مات وی!
غربت دادی چی یو هزار او یو ټوګی پښتو، فارسی او داسی نور...
په یاد ولری، خو د خپل هیواد له تاریخ څخه خبر نه یاست!
غربت دادی چی څوک درنه پوښتنه وکړی چی په اخیرو ۳ میاشتو کی دی څو کتابونه مطالعه کړی، او ځواب دی "هیڅ" وی!
فقر دادی چی په کوڅو او جادو کی چټلی او کثافت غورځوی او د اروپا او امریکا د کوڅو او سړکونو د تمدن او پاکوالی ستاینه کوی!
فقر دادی چی په څو زره ډالر موټر کی سپریدل او ترافیکی اصول او د اتباعو حقوق نه مراعت کول دی!
غریبی داده چی ښځه ولری او پردی ورونو لورګانی وځوروی!
غربت دادی چی انسان وی او انسان ته ارزښت نه ورکوی!
راځی چی د فکر او انعکاس سره ژوند وکړو!
ګرانو هیوادوالو(دوستانو، یاران،ملګرو) چی هر قوم یی: پښتون، هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن و... راځی چی سره یوځی او خپل ګران هیواد افغانستان او اسلام ته خدمت وکړو دغه زما پوست شیر کړی

فقر چیست؟

ﻓﻘﺮ ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻣﻮﺑﺎﯾل تان آیفون جدید ﺑﺎﺷد ﻭ ﺳﻪ عدد از ﺩﻧﺪان‌های‌تان ﺧﺮﺍﺏ ﺑﺎﺷد!
ﻓﻘﺮ ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻫﺰﺍﺭ و یک فکاهی پشتو، فارسی، و... را یاد داشته ﺑﺎشید، ﺍﻣﺎ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﺸﻮﺭ ﺧﻮﺩتان ﺭا ﻧﺪانید!
ﻓﻘﺮ ﺍﯾﻨست ﮐﻪ ﻭﻗﺘﯽ ﮐﺴﯽ ﺍﺯ شما می پرﺳد ﺩﺭ ۳ ﻣﺎﻩ ﺍﺧﯿﺮ ﭼﻨﺪ جلد ﮐﺘﺎﺏ ﺧﻮاﻧﺪه اید، و ﺟﻮﺍب شما ﯾک ﮐﻠﻤﻪ ﺑﺎﺷد «هیــــــــچ»!
ﻓﻘﺮ ﺍﯾﻨست ﮐﻪ در ﺧﯿﺎﺑاﻥ و کوچه ﺁﺷﻐﺎﻝ وکثافت ﺑﺮﯾﺰید ﻭ ﺍﺯ ﺗﻤﺪﻥ و پاکی و صفایی کوچه ها و جاده هایی ﺍﺭﻭﭘﺎ و امریکا ﺗﻌﺮﯾﻒ ﮐﻨﯽ!
ﻓﻘﺮ ﺍﯾﻨست ﮐﻪ موتر چند هزار دالری ﺳﻮﺍﺭ باشید ﻭ ﻗﻮﺍﻧﯿﻦ ترافیک ﻭ ﺣﻘﻮﻕ شهرﻭﻧﺪﺍﻥ ﺭا رﻋﺎﯾﺖ نکنید!
فقر اينست كه زن داشته باشى و به دختران مردم مزاحمت كنى!
فقر اينست كه انسان باشى و به انسان بودن ارزش قايل نباشى!
بیایید با اندیشه و تفکر زندگی کنیم
هموطنان عزیز ( دوستان، یاران، رفیقان) هر قوم که باشید چه پشتون هزاره تاجک ازبک ترکمن وغیره
بیاید متحد شویم وبه وطن عزیز ما افغانستان و اسلام خدمت کنیم.
این پوست مرا شیر کنید.

Facebook: DrJamshidrasa Obaidullah Amiri

02/12/2022

ګټور نصیحتونه

1 ـ د ګټې او زیان له پاره خپل عزت له منځه مه وړه.
2 ـ ملګري ته د راز خبره مه کوه کېدای شي چې سبا ستا دښمن شي.
3 ـ د خلکو هومره لحاظ کوه، چې ځان خراب نه کړې.
4 ـ له جنګ او فتنې څخه ډډه کوه.
5 ـ په مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ویده کېږئ.
6 ـ مړي بد مه یادوئ ځکه چې ګټه نه لري.
7 ـ د مېلمه په وړاندې چاته غوسه مه کوه.
8 ـ خلک د خلکو په وړاندې مه رسوا کوه.
9 ـ بې ځایه وینا کوونکی او لویي کوونکی مه اوسه.
10 ـ که د ژبې له زیان څخه ځان ژغورل غواړئ ، نو چپ اوسئ.
11 ـ چوپتیا او خاموشي خپله پانګه وګرځوئ .
12 ـ له بد ذاته خلکو څخه د وفا تمه مه کوئ.
13 ـ چوپتیا خپل شعار جوړ کړه ، چې د ژبې له شر نه خوندي شې .
14 ـ که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولی نو له هغه څخه نفرت هم مه کوئ.
15 ـ ما ادب له بې ادبانو څخه زده کړ ، ځکه چې دوی به کوم ناوړه کار وکړ ، مابه له هغه څخه ځان ژغوره.
16 ـ په مجلس کې خپله ژبه په کنټرول کې وساتئ.
17 ـ په کوم حالت کې چې اوسې پر هغه خوښ اوسه.
18 ـ په هر چا مه بد ګومانه کېږئ کنه نو په دنیا کې به هېڅ دوست او خوا خوږی ونه مومئ.
19 ـ په لمانځه کې د زړه ، په مجلس کې د ژبې ، په غوسه کې د لاس او په دسترخوان د ګېډې ساتنه کوئ.
20 ـ د خلکو د هوساینې له پاره کوښښ وکړئ له خلکو څخه مه ډارېږئ او په خپل منځ کې په مینه سره ژوند وکړئ .
21 ـ هغه راز چې له دښمن څخه یې پټ ساتئ ، دوست ته یې هم مه ښکاره کوئ ځکه کېدای شي ، چې دا دوست مو یو وخت دښمن شي.
22 ـ هر وخت خپل مرګ په یاد ولرئ.
23 ـ ځوانمردي د ځان عادت وګرځوئ.
24 ـ که چېرې خلک تا په هغه صفت موصوف کړي ، چې ته یې وړ نه یې مه مغروره کېږه ، ځکه د ناپوهانو په وینا هېڅ کله هم له تېږي څخه زر نه جوړېږي.
25 ـ دنیا د غلو مورچه ده په دې کې په هوښیارۍ او پوهې سره ژوند کول په کار دي ‌
26 ـ مرګ داسې شی دی ، چې معلوم نه دی ، چې کله به راځي له وړاندې ورته تیاری نیول په کار دي.
27 ـ.له ستونزو څخه مه وېرېږه ، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي.
28 ـ د لمر ختلو پرمهال مه ویده کېږئ ځکه چې د عبادت پرمهال ویده کېدل بدبختي ده.
29 ـ د غوسې په حالت کې د خپل لاس ساتنه کوئ.
30 ـ که عزت غواړې تمه غوڅه کړئ.

30/07/2022

افغانستان کې د زمري اوومه او د جولای ۲۹ مه د ملي بيرغ ورځ ده. تېرو څو کلونو کې افغانستان کې دا ورځ خورا ګرمه او په پراخو ولولو لمانځل کېده. خو له هغه راهیسې چې طالبانو پر واګو ولکه کړې، ملي بيرغ يې له عامه ځايونو، غونډيو او ودانيو لرې کړی او پر لمانځنو یې بندیز لګولی دی. ځينو ځايونو کې يې هغه کسان چې ملي بيرغ يې لمانځه ډبولي او ربړولي دي. افغان ملي بيرغ د تېرې شل کلنې مودې له داسې نښو بلل کېده، چې نژدې ټول افغانان پرې راټول وو، او د ملي پېژندګلوۍ نښه یې ګڼله.
Obaidullah amiri

29/07/2022

عیني شاهدان: په کابل کريکټ لوبغالي کې چاودنه شوې
عیني شاهدان وايي، چاودنه په ځايي وخت د مازیګر پر شاخوا څلورو بجو هغه مهال شوې چې کله په لوبغالي کې کريکټ سیالي روانه وه.
په دغه لوبغالي کې د شپږیزې په نوم کريکټ سیالي روانې دي.
د شپږیزې یوه مبصر چې نه غواړي نوم یې خپور شي او همدا دا اوس په کريکټ لوبغالي کې دی، دویچه ویله ته همدومره وویل چې په لوبغالي کې دننه چاودنه شوې ده، خو په دې اړه ډېر څه نه شي ویلی.
یوه عیني شاهد فهیم هم وویل، چاودنه د لوبغالي دننه د نندارچیانو په منځ کې شوې ده؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.
نن جمعه د کريکټ سیالیو ته ګڼ شمېر نندارچیان ورغلي وو. تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ځايي رسنیو خبر ورکړی چې د چاودنې له ځایه روغتونونو ته ټپیان انتقال شوي، خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې له چاودنې وروسته پکې د لوبغالي دننه لنډه صحنه او څو ټپیان ښکاري.

Photos from Obaidullah Amiri's post 29/07/2022

څو چې پاتی یوافعان وی
تل به دا افغانستان وی
یو تن 🇦🇫یو وطن
یو ایمان 🇦🇫یو افغان
#د #شهید #ملي #بیرغ #ورځ #ګړد #افغان #ملت #ته #مبارک وى
ستاسی ورور
عبیدالله امیری

08/07/2022

د لوی اختر د مبارکۍ پیغام

من چه ملامت یم خو بی کوره یم اختره
خندا به چیرته راشی ډير بی سوره یم اختره
ستایاری خو یو مسال وه په وطن کی
ویده می داسی پريږده نن بی زوره یم اختره
O A
تر ټولو لومړی تاسی او ستاسی پتمنی کورنۍ ته د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایم. الله ج د ستاسی روژی عبادات نیک اعمال او قربانی په خپل دربار کی قبول او منظور کړی. الله ج د وکړی چه دغه لوی اختر د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړی ډول د افغانستان میړنی او غیور ولس ته د خوشحالۍ سوکالۍ یووالی او د دایمی سولی او امن پیغام ولری. په پای کی بیا هم اختر مو مبارک شه. هره ورځ مو اختر شه ، اختر مو بختور شه. دیو ازاد سرلوړی او خپلواک افغانستان په هیله .
په درنښت.
عبیدالله امیری
Obaidullah Amiri

08/06/2022

د ژوند لار
موضوع . د الله سخه ویره
وراندی کوونکی : مولای محمد یاسین فهیم

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul
Kabul