Ebadullh Hamdrd
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ebadullh Hamdrd, Health/Beauty, کابل, Kabul.
03/03/2023
یوه ورځ مرغۍ يو لړم ولید، چي ژړل يې.
مرغۍ د لړم څخه پوښتنه وکړه، چي ولي ژاړې؟
لړم وویل: غواړم چي د سیند څخه پوري وځم اما نشم کولای...
مرغۍ لړم په شاه کړ او د سیند نه یې پوري باسه، کله چي لړم خپل مقصد ته ورسېده؛ نو مرغۍ د سوزېدو احساس وکړ او لړم ته یې وویل،
چې ما خو تاسره مرسته وکړه، ولې دي زه وچیچلم؟
لړم وویل:
زه خپله هم خواشینی سوم؛ خو څه وکړم زمونږ ذات همدا شی دی.
ځیني انسانان هم د دې لړم په شان وي، هر څومره چي ورسره صمیمي مینه او ښېګڼه وکړی ذات يې خراب وي د ښه کېدو تمه ترې مه لری بیا دی هم چیچی.
#دقت پکار دى
______ کلیوال ژوند
15/01/2023
رسول الله ﷺ فرمایي:
یو ساعت د علم په تدریس کي تیرول د ټولي شپې د نفلو عبادت څخه غوره دی.!
18/11/2022
نه پوهیږم چی دا زمنکه خلک ولی داسی دی
کله چی یو هلک ده جلی سره مسج کوی یا ده مینی په نوم یا هم هسی نو خشهاله وی او داسی فکر نکوی چی دا جلی هم ورور او پلار لری بیا چی کله ده همدی هلک خور ته یوک زنګ یا مسج کوی بیا زور ورکوی او خپل خور وهی او زوره وی یی 😞
18/11/2022
مرګ تل په یاد لرئ
که همدا اوس یو په یو ملائکه درته ودریږي او درته ووایې چې زه د روح اخلم نو تاته به څه څه شیان سترګو ته ودریږي د نه چمتووالي او کړو ګناهونو له پښېمانتیا پرته بل هیڅ هم نه نو ته له خپل مرګ څخه څه خبر یې باید هره شيبه د مرګ لپاره چمتو شې.
18/11/2022
اې مسلمانه وروره
که ټوله نړۍ د مخالفه شي بیا هم د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پيروي وکړه الله جل جلاله به د دنیا او آخیرت جوړ کړي
18/11/2022
ما دي سترگــو تـــــه كتل خــــو ته بیـــــده وي...
تـــور باڼـه می ښـكلـول خــــو ته بیــده وي...
زہ مین درتـــه په نیـــمه شپه کی نـاســــت وم...
ستـــا غمونه می گالل خــــوته بیـده وې
❣ ☆҉‿➹⁀☆ ҉ ❣
·,¸¸,🌸.·´⚘⚘·.,🌸¸¸,.·´
·.,¸¸,🌸.·´⚘⚘·.,🌸¸¸,.·´
·.,¸¸,🌸.·´⚘⚘·.,🌸¸¸,.·´
✦︎✧•••◈⊰♡⊱◈•••✧✦︎
17/11/2022
هر چاچی زمونږ خواته په بد نظر کتلي دي مونږ په ډیر
تلوار دهغو سترګی رایستلی دي💪
ښاغلی عبادالله همدرد
17/11/2022
تر هر څه مخکې پر ژوند مين شئ؛ پر ژوند مين خلک تر ټولو نيکمرغه خلک دي !
(ژوند زده کړئ)
دغه هم وڅارئ
👇
عبادالله همدرد ♥♥♥♥
16/11/2022
ژؤند هغه ؤخت ارزښتمن کېږي،
کله چې دې پۀ غېږه کې هغه څوک لوبي کوي،
چې تاته لۀ ټولې نړۍ غؤره وي.! 😘
12/11/2022
نظم
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی،
چې ځواب د سلام نشې راکولی،
د دنیا په دومره ډېرو امکاناتو
میاشتې پس یو پیغام نشې راکولی
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې یو څوک دې پکې ژوند ته اُزګار نشي
دا منم یو د ماشین د عصر خلک
خو ټول ژوند لکه ماشین غوندې کار نشي
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې له کاره پرته هیڅ نشې کولی
داسې چاچې تاته ټول عُمر بخښلی
ته پینځه دقیقې نشې ورکولی
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې پوښتنې د رنځور ته دې وخت نه وي
زما زړه یې نه مني چې وي به داسې
خو که داسې ژوند لرې ډېر به سخت نه وي؟
ژوند مصروف دی مګر دومره خو هم ندی
چې څوک ټولو رابطو ته پکې شاکي
ماصي وباسي له خپله ضد نه ټوله
نه خپل زړه ګوري او نه بل رضا کړي
ژوند مصروف مګر دومره خو هم ندی
چې نه واورې نه ویږو ته ازګاره عواطف دي
که جذبات دې دي په زړه کې
لکه پلونه درنه پاتې شي پر لاره
ته مصروفه یې منم خو هېر دې نشي
ته قبله د یوه زړه دعبادت یې
ته د خلکو غوندې تشه د ځان نه یې
یو سړی دی اوس یې هم ته ضرورت یې
12/11/2022
له ژوندونه باید ښه استفاده وکړو!
زده کړه او پوهه هغه څه دي چې، ورسره په سمه توګه لوی خدای ج پېژندل کیږي. د انسان د خوښۍ لامل کیږي، انسان ته سکون او خوشحالي ورکوي او ورسره په ټولنه کې یې ارزښت لوړیږي.
زده کړه له خدای ج پېژندنې نیولې بیا د کورنۍ د اداره کېدو او آن واکمنېدو پورې تر ټولو ښه وسیله ده؛ نو موږ ټول باید زده کړې خپل لومړیتوب وګرځو.
د تعلیم په برخه کې یوازې څو کاله کړاو مو له سیالانو سره سیال کوي.
#لنډۍ
یاري د سیال سړي مزه کړي
ځانته به ګوري ستا به ډېر قدر کوینه
12/11/2022
په درد یوازې هغه څوک پوهېږي
چې یو څه یې له لاسه ورکړي وي،
نور به مو تماشې ته ولاړ وي !!!😥
________________________
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
کابل
Kabul
