High Star Construction Company
د عصمت ظاهر د انجینری معلوماتو ټولګه
Asmat Zahir Engineering Instructions
High Star Construction Company in 1404
موږ د یوه مسلکي او تجربه لرونکي سروی انجنیر په لټه کی یو تر څو زموږ سره د کانال ( سربند ) په پروژه کې کار وکړي.
🔹 د دندې شرایط
• د سروی انجینرۍ په برخه کې تحصیل
• لږ تر لږه پنځه کلنه کاري تجربه
• د سروی وسایلو (Total Station, Level) سره بلدتیا
• د Civil 3D ,AutoCAD او ورته سافټویرونو د کارولو وړتیا
• د ټیم سره د کار کولو وړتیا
🔹 د کار ځای: [ کندهار ولایت ]
هغه کسان چې پورته شرایط پوره کوي، مهرباني وکړئ خپله CV لاندی ایمیل ته واستوي یا هم د لاندی شمیرې سره اړیکه ونیسي
📧 ایمیل: [ [email protected] ]
📞 شمېره: [ 0791609400 ]
24/05/2024
د کانکریټي ودانۍ د شکست او تخریب فکټورونه:
د کانکریټي ودانۍ د شکست او تخریب مهم فکټورونه په لاندې ډول دي:
1- د نامناسبو او نادرستو ودانیزو توکو ټاکنه
2- د ډیزاین په محاسباتو او تشریح کې غلطي
3- کمزورې ودانیزې رغونې کړنلاره ، د ودانیزو توکو د کیفیت کنټرول او کمزوری نظارت
4- کیمیاوي برید او حمله
5- بهرني فزیکي او کیمیاوي فکټورونه
په کمزورې ودانیزې کړنلارې کې دغه ټکي شامل دي:
1- په ناسم ډول سره د سیخانو ځای پر ځای کول (Incorrect placement of steel)
2- د سیخانو نا مناسب کانکریټي پوښښ (Inadequate cover to reinforcement)
3- په ناسم ډول سره د ساختماني جاینټونو جوړول (Incorrectly made construction joints)
4- د سمنټي دوغاب لیک کیدل او بهیدنه (Grout leakage)
5- کمزورې ټپک کاري (Poor compaction)
6- د اړینې مسالې د مخلوط شوو توکو جلا کیدنه (Segregation)
7- کمزوری اوبه ورکونه او ساتنه (Poor curing)
8- په مساله کې له اندازې څخه زیاتې د اوبو شتون (Too high a water content)
په کیمیاوي برید او حمله کې دغه موارد شامل دي:
1- کلورایدونه (Chlorides)
2- سلفیټ (Sulphates)
3- کاربونیشن (Carbonation)
4- د القلي سلیکا عکس العمل او غبرګون (Alkali – silica reaction)
5- تیزابونه (Acids)
په بهرنیو فزیکي او کیمیاوي فکټورونو کې دغه موارد شتون لري:
1- د موادو د خوځیدنې په مقابل کې مانع (Restraint against movemnt)
2- توږنه ، سولونه او ګرونه (Abrasion)
3- رطوبت او وچوالی (Wetting and drying)
4- یخ وهنه او وېلې کیدنه (Freezing and thawing)
5- اضافه باري (Overloading)
6- ساختماني تغیر او بدلون (Structural alterations)
7- نشست او کناستنه (Settlement)
8- د اور په مقابل کې مقاومت (Fire resistance)
26/02/2024
هنیکومب (Honeycomb) څۀ ته وايي او لاملونه یې څۀ دي
هنیکومب د جالۍ په څېر د مچو پواسطه د هغه جوړشوي ساختمان ته وایي چې؛ په هغې کې ګبین ذخېره کوي. خو په انجینري کې په کانکرېټ کې د هغو خالیګاوؤ څخه عبارت دي چې د جغل د ذراتو ترمنځ موجودې وي او د مصالې پواسطه په مکمل ډول ډکې شوې نه وي.
څو اساسي علتونه یې په لاندې ډول ذکر کوم.
۱- غیر مناسبه دانه بندي (Improper gradation)
۲- د اندازې زیات غټ اندازه جغل استمالول
۳- د اوبو - سمنټ (w/c) لوړ نسبت کارول
۴- د لوړې ارتفاع څخه د کانکرېټ اچونه ( چې د segregation سبب کیږي)
۵- د مناسبې لړزه (Vibration) نشتون
۶- د قالبونو زېږوالی
۷- کله چې قالبونه په ښه شان سره وصل شوي نه وي یعنې ترمنځ یې سوري موجود وي او د کانکرېټ اچولو په وخت کې د قالبونو څخه د کانکرېټ د شېرې وتل.
01/02/2024
د کانال د مثلثی مقطع لپاره محاسبات :
د کانال لپاره پر مختلفو شکلونو مقطع طرح کیږي لکه مستطیلې،مثلثی،ذوذنقه یې،پرابولی او مختلط شکل سره. دا چې د هر شکل لپاره بیل محاسبات ترسره کیږي نو دلته د مثلثی مقطع لپاره محاسبات د یو مثال سره وړاندی کوو.
مثال: یو کانال چې مثلثی مقطع لری چې ارتفاع یې 1.5m ده او د اړخونو جانبی میل ضریب یې m=0.5 دی،همدارنګه طولی میل یی0.0013 دی، تاسو د کانال قاعده او د اوبو مقدار محاسبه کړی؟
حل لومړی لوند محیط محاسبه کوو:
PW=2 x h (1+m²)½ =2 x 1.5 (1+0.5)½=3.67m
عرض پیدا کوو:
B=2mh=2 x 0.5 x 1.5=1.5 m
مساحت پیدا کوو:
A=Bh/2= 1.5 x 1.5/2=1.12m²
هایدرولیکی شعاع پیدا کوو:
R= A/Pw = 1.12/3.67= 0.3m
د مانینګ له فرمول څخه د شیزی ضریب محاسبه کوو چې د خاورې د زیږوالی ضریب یی n=0.0012 دی
C=1/n x R1/6 x m ½ = 1/0.0012 x 0.3 1/6 x 0.5½= 482.1
اوس سرعت محاسبه کوو:
V= C√Ri = 482.1 √0.3x 0.0013 = 9.38m/sec
اوس مقدار محاسبه کوو:
Q= A x V = 1.12 x 9.38 = 10.51m³/sec
د اشتهباهاتو صورت کې بخښنه غواړم.
27/01/2024
موضوع: کانالونه
کانالونه نظر طبيعي زېرمو ته په لاندې ډؤل طبقه بندي شوي:
دوامداره يا تل-تر-تله کانال (Permenant or Perennial Canal):
دا هغه کانالونه دي چې د دوامداره منابعو او یا هم د يخ د وېلي کېدو څخه تعذیه کېږي. دغه دوامدره بهیدونکي کانالونه دوامداره بیارغوونې ته ضرورت لري.
پټ یا هجومي کانالونه (Inundational Canal):
دغه کانالونه د کال په جریان کې وچ وي. دغه کانالونه د سيلابونو څخه سرچینه اخلي. ددې ډؤل کانالونو څخه د ژوند ضرورتونو په رفع کولو کې ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
نظر مالي برخې ته کانال (Financial Based Canal):
مؤثر یا تولیدونکی کانال (Productive Canal):
د ملت لپاره تر ټولو ګټور کانال په نوم هم یاديږي. دغه کانال د کښت ځمکو د خړوبولو لپاره ترټولو مؤثر کانال شمېرل کېږي.
نظر د کانال دندو ته د کانال ډؤلونه (Based on the Function of Canal):
د اوبو لګولو کانال:
دغه کانال د زېرمو څخه اوبه تر کښت ځمکې پورې رسوي.
تعذیه کوونکی کانال:
دغه کانال دوه او یا هم څو کانالونه تعذیه کوي.
د بيړۍ چلولو لپاره کانال:
لکه څه ډؤل چې د نوم څخه مالوميږي دغه کانالونه د بیړیو د چلولو لپاره جوړیږي.
د برق یا طاقت لپاره جوړیدونکي کانالونه:
دغه کانالونه د برق د تولید لپاره په هغه ځایونو کې جوړیږي چېرته چې د برق تولید اهم وي.
نظر اوبو ایستلو او د هغوی اهمیت ته کانالونه (Based on Discharge and its Relatives Importance):
اساسي کانال:
دغه کانال د سمندر څخه په مستقیمه توګه اوبه نورو فرعي کانالونو ته ورکوي. دغه کانال د وړونکي کانال په حیث کار کوي چې اوبه تر فرعي کانالونو رسوي. پاتې دې نه وي چې، دغه کانالونه یو لوی مقدار د اوبو حجم انتقالوي چې د ځمکو د خړوبولو لپاره ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
فرعي کانال:
دا ډؤل کانالونه د (20-5) متر مکعب/ثانیې په مقدار اوبه انتقالوي. دغه کانال د ځمکو د خړوبولو لپاره نه استعمالیږي. ددې لپاره چې ددې کانال څخه مو مؤثره ګټه اخیستي وي نو، کوشش باید وشي چې نورو کوچنیو کانالونه ددې کانال څخه تذیه شي.
لوی ویشونکی کانال:
دغه کانال د فرعي کانال څخه اوبه اخلي، همدا شان؛ کله نا کله پېښيږي چې د اساسي کانال څخه هم اوبه ولېږدوي. دغه کانال د (0.25-5) متر مکعب/ثانیې پورې د اوبو د انتقال ظرفیت لري. دغه کانالونه په يؤ خاص میلان باندې د مشخصي نقطې پور
Asmat Zahir
23/01/2024
استنادي دیوالونه
هغه دیوالونو ته ویل کیږي، چې د سیندونو، کانالونو، بندونو او داسې نورو ساختمانونو په کنارونو کې د خاورې د لغزش او محافظت لپاره ډیزاین کیږي
استنادي دیوالونه کیدای شي، د خاورې، خښتې، تیږو، کانکریټو، اوسپنیزو کانکریټو او آن د لرګیو څخه جوړ شي.
استنادي دیوالونه نظر د هغوې ثبات او پایدارې ته په مختلفو ډولونو ویشل شوي دي، خو په صورت عموم سره هغه استنادي دیوالونه چې د خپل وزن له اثره د خاورې خوځیدنې څخه محافظت وکړي، د وزني دیوالونو په نوم یادیږي
مګر هغه استنادي دیوالونه چې د لغزش په مقابل کې د خپل وزن له اثره مقاومت نلري، د سپک استنادي دیوالونو په نوم یادیږي، چې معمولاً د اخور په شکل جوړیږي او بیا منځ یې د نورو موادو لکه ډبرې، ریګ او جغل څخه ډکیږي
د استنادي دیوالونو ډیزاین کې لاندې پړاوونه شامل دي
1. توپوګرافي سروې
2. فزیکي سروې
3. د دیوال د ابعادو صحیح تعین
4. د دیوال د تهداب تعین
5. د خاورې لاندې طبقاتو تحلیل او پیژندنه
خو د استنادي دیوالونو د محاسبې لپاره باید لاندني څلور چکونه ضرور وکړو
1. لغزش په مقابل کې (Cheek Against Sliding)
2. د چپه کیدو په مقابل کې (Cheek Against Overturning)
3. د کشش یا ماتیدنې په مقابل کې(Cheek Against Tension)
4. د نشست په مقابل کې (Cheek Against Settlement)
په استنادي دیوالونو کې سوري: دغه سوري په دې خاطر روکول کیږي، چې د دیوال شاته د خاورې رطوبت راووځي، او خاوره دایم وچه وي، هغه رطوبت د خاورې ذاتي وي او که د باران له امله وي،او همدارنګه دغه سوري د سنګارۍ په استعمال شوی مصاله کې د رامنځته کیدونکی حرارت پواسطه د درزونو د مخنیوي لپاره ورکول کیږي
چې دغه سوريcm (10×10) کې او یا هم cm (15×15) په اندازه د دیوال بیرون طرف ته د 2% میل په نظر کې نیولو سره ورکول کیږي، خو ځینې وختونه چې پایپونه د قوي pvc څخه جوړ شوي وي د 3—2inh په قطرونو هم استعمالیدای شي
چې دغه سوري د صفري نقطې څخه د 30cm په اندازه پورته پریښودل کیږي، او د هر 2—3m په طول کې ورکول کیږي
همدارنګه په اسنتادي دیوالونو کې باید 30—35% پورې مصاله پکار یوړل شي، او ددغې مصاله نسبت باید 1:3 وي، چې د مصالې مارکونه په لاندې ډول دي
M200 (1:6)
M250 (1:5)
M300 (1:4)
M400 (1:3)
M500 (1:2)
همدرانګه په استنادي دیوالونو کې یوه مهمه خبره د درز(joint) هم ده، او دغه درز ددې پخاطر ورکول
21/01/2024
ځلورمه برخه
د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان(انترویو ) پوښتنې او ځوابونه .
38. اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه شی دی او د هغې پيړوالی څومره دی ؟
د لمدبل ضد طبقه د ځمکې په لیول کې هغه خنډ دی چې د دیوال په ټول پلنوالی او ټول اوږودوالی کې ورکول کیږي او له ښکته لوري څخه د لمدبل د نفوذ مخنیوی کوي .په باندنیو دیوالونو کې ددې طبقې پیړوالی باید له 6 انچه یا 150mm کم نه وي .د لمدبل ضد طبقه کې بیلابیل مواد کاریږي .زنک ،جست ،زنګ ضد فولاد او پلاستیک .هرځای کې د همغه شرایطو سره برابر لمدبل ضد طبقه جوړیږي .
39. نهه دیرشمه پوښتنه .د سلب محافظوي قشر څو دی ؟
ځواب 25mm.
40. څلویښتمه پوښتنه .د پایو او بیمونو د سیخانو ترټولو لوړه فیصدي څومره ده ؟
ځواب .د پایو 6% او د بیمونو 4%
41. یو څلویښتمه پوښتنه .په کانکریټو FM څه شی دی .؟
ځواب .FM یا د میده والي مودول هغه تجربوي عدد دی چې د غلبیلونو په مخ د نمونې پاتې شوو فیصدیو د مجموعې تقسیم پر 100 څخه لاس ته راځي .
42. دوه څلویښتمه پوښتنه .د بسته کولو فکتور څه شي دی ؟
ځواب .په کریستالوګراف کې د اتومات بسته کولو فکتور (atomic packing factor) یا (APF), یا بسته کولو کسر په کرستالي جوړښت کې د مرکبه ذراتو د حجم کسر دی .دا بې واحده عدد دی او هروخت له واحد کم وي د څوګونې اجزاو ساختمانونو د APF عدد له 0.74 نه زیاتیږي . اتومات بسته کولو فکتور داسې لاس ته راځي چې په هره حجره کې د ذراتو شمیر ضرب د ذراتو حجم تقسیم پر د حجرې حجم .APF= N*V/V
43. درې څلویښتمه پوښتنه .د یو طرفه او دوه طرفه سلبونو ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .یو طرفه سلب کې د اوږود او لنډ طرف سلب ترمنځ نسبت له دو زیات وي .دویم توپیر یې دادی چې په یوطرفه سلب کې سلب یوبل ته مخامخ دوه بیمونو په واسطه اتکا کیږي ،او په دوه طرفه سلب کې په څلورو واړو طرفونو متکي وي .
44. څلور څلویښتمه پوښتنه د QA او QC ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .په QA یا کیفیت تضمین په پروسو تمرکز کیږي او په QC کې یا کیفیت کنترول کې په محصول تمرکز کیږي .ازمایښت کول په پروسو کې تمرکز دی نو ځکه د QC په برخه کې راځي .د کیفییت لپاره ازمایښت د کیفیت تضمین نه شي ورکولی په دې سره کنترول کیږي .د کیفیت (Quality Assurance) تاته ډاډ درکوي چې ته سم روان یې او سم کارونه کوي .
45. پنځه څلویښتمه پوښتنه په کانکریټ
25/12/2023
دریمه برخه:
د انجینرۍ د تقریري امتحان(انترویو ) پوښتنې او ځوابونه
21. یوویشتمه پوښتنه .د 16mm, 12mm, 20mm, 25mm, 8mm قطر سیخانو وزنونه څه شی دي ؟
ځواب .د سیخانو وزن د d2/162 یا dd/162 فورمول په واسطه پیداکیږي .د پورته سیخانو وزن په یو متر کې په لاندې ډول دی .
a) 8 mm- 0.3948 kg/m
b) 10mm – 0.6169 Kg/m
c) 12mm – 0.8883 Kg/m
d) 16mm- 1.5792 Kg/m
e) 20mm – 2.4675 Kg/m
f) 25mm – 3.8554 kg/m
g) 32mm – 6.3167 Kg/m
22. دوه ویشتمه پوښتنه .د بیلابیلو وایو لرونکو سلبونو او بیمونو د قالب د اتکا ورکولو لپاره د اړم موده څومره ده ؟
ځواب .دا په اصل کې په ابتدايي وخت کې د کانکریټو په مقاومت ترلاسه کولو پورې اړه لري.که چیرې مقاومت د دمقاومت له غوښتنو زیات وي نو اړتیا نشته د قالب هغه اتکايي اړمونه وساتل شي .د جوړولو پرمهال په بیمونو او سلبونو باندې لاندې بارونه عمل کوي .
a) خپل وزن .
b) ساختمان بار .
c) د بره پوړ وزن .
نو ځکه ښکاره ده چې تاسې اړتیا نه لرۍ د ساختمان پوره مصونیت لپاره 28 ورځې اتظار وباسۍ .ترهغې چې ودانۍ له کانکریټ اچولو وروسته 28 ورځې دوام وکړي ،د خدماتي مرحلې غوښتنې به پوره شي .د نورمال شرایطو لاندې د سلبونو او بیمونو د قالب د اتکايي اړمونو وخت په لاندې ډول دی .
a) د سلب د اتکايي اړمونو لپاره چې د ۳ ورځو لاندې پریښودل شوی وي ،هغه معمولا له 12 تر 24 په موده کې رالرې کیږي .
b) د بیمونو د قالب څنګونه له 24 ساعتونو وروسته رالرې کیږي .
c) عمودي عناصرو لپاره ،له 24 تر 48 ساعتونو په موده کې رالرې کیدای شي
d) د بیمونو وتلې برخې له 7 ورځې وروسته .
e) هغه سلبونه چې وایه یې تر 4.5m پورې وي د سلب اتکايي اړمونو رالرې کول 7 ورځې پس مناسب وي .
f) هغه سلبونه چې وایه یې له 4.5m زیاته وي د سلب اتکايي اړمونو رالرې کول 14 ورځې.
23. درویشتمه پوښتنه . په اوسپنیزو کانکریټو باندې مخکې متشنج شوي کانکریټ څه ښیګڼې لري ؟
a) مخکې متشنج شوي کانکریټي عناصر درزونه نه لري ،
b) د ټکان پروړاندې ښه مقاومت لري او.
c) د اوسپنیز کانکریټي ساختمان په پرتله مخکې متشنج شوو کانکریټو مداومت زیات دی.
d) په مخکې متشنج شوو کانکریټي عناصرو کې لوړفشاري مقاومت لرونکي کانکریټ او لوړ کششي مقاومت لرونکي سیخان کاریږي .
e) د اوږدو وایو لپاره وړې مقطعې کاریدای شي .
f) مخکې
AZ
10/06/2023
دانجینرۍ مربوط وظیفوو د تقریري امتحان(انترویو ) پوښتنې او ځوابونه .(دوېمه برخه )
د نورو برخو أباره زموږ پاڼه وڅاري
11. یو لسمه پوښتنه .مونږ د سیمنټ، مخصوصه وزن څنګه پیداکوو ؟
ځواب :د سیمنټو د مخصوصه وزن پیدا کیدو هدف دادی چې مالوم شي سیمنټ به په اوبو کې ډوب شي او که به د اوبو په مخ لامبو ووهي .د سیمنټو د مخصوصه وزن د پیداکیدو لپاره Le Chaterlier”s flask یوه ځانګړې اله کاریږي چې یوټیوب لري او په لاندې برخه کې لامپ لري. پروسیجر یې داسې دی چې .
a) لومړی باید flask مکمل وچ او تش کړای شي او بیا یې وزن واخستل شي او W1 وښودل شي.
b) flask بوتل کې تر 50gm پورې سیمنټ واچول شي تو وزن یې واخستل شي W2 .
c) اوس flask بوتل تر بره لیول پورې د لاټین تیلو (kerosene) څخه ډک شي .سیمنټ او لاټین تیل ښه وښورول شي څو هوا ترې ووځي .اوس د بوتل وزن له سیمنټو او تیلو سره واخستل شي او په W3 وښودل شي.
d) اوس بوتل تش کړای شي او یوځلې بیا تربره برخې پورې یعنی ټول له تیلو ډک شي .وزن شي او په W4 وښودل شي .
e) محاسبه د سیمنټو مخصوصه وزن .Sg= (W2-W1)/(W2-W1)-(W3-W2)×0.79
په عام ډول د سیمنټو مخصوصه وزن مساوي کیږي د سیمنټو وزن تقسیم د همغې معادل اوبو وزن .
دلته 0.79 د لاټین تیلو مخصوصه وزن دی .د و
12. دولسمه پوښتنه .د یو متر مکعب سیمنټو کثافت یا حجمي وزن څومره دی ؟
ځواب :د سیمټو سټنډرډ حجمي وزن مساوي دی 1440 kg/m3 ، حجمي وزن مساوي دی کتله تقسیم پر حجم یا
Density = mass/volume (ρ=m/V) So, V=m/ρ.
13. دیارلسمه پوښتنه . دودانیو د چپه کیدو لامل څه شی وي ؟
ځواب :د ودانیو د چپه کېدو بیلابیل لاملونه وي چې یو څو په لاندې ډول دي .
a) تهدابونه ډير کمزوری وي .د ناجیریا د اوټا پوهنتون یو پروفیسر وايي چې د ودانیو د تهدابونو جوړیدو پروخت باید دوه خبرې په پام کې ونیول شي ،د خاورې استحکام او د ودانۍ دروندوالی .هغه وايي حتې په مستحکمه ځمکه هم باید مضبوط تهداب جوړ شي .
b) د ودانیو مواد پوره مضبوط نه وي .په ودانیو کې داسې مواد کاریږي چې مضبوط نه وي ،په مارکیت کې د اصلي موادو پرځای تقلبی (counterfeit) خرڅيږي .
c) کارکوونکي تیروتنې کوي .حتی که مزدور کار ته سم مواد هم ورکول شي لکه کانکریټو هغو یې ناسم مخلوط کوي همدا ددې لامل شي چې مقاومت یې راکم شي .ډیری وخت خلک لږ ماهر مزدور ګماري ځکه هغو د ماهرو کسانو په پرتله ارزانه وي .څوک په مسلکیتوب کې سپما کول غواړي په دې اړه د نایجریا پوهنتون یو پروفیسر وايي چې دا ښه نه ده چې د روپۍ په سلمه برخه کې هوښیار وي او په پوره روپۍ کې کمعقل .
d) بار له هغې اندازې زیات دی چې ورته په پام کې نیول شوی .دا داسې مانا لري لکه یو ماشوم ته چې غټ بکس ور په شا کړي .ماشوم نه شي کولی دا بوکس یوسي .
e) مقاومت نه دی ازمایښت شوی .د ودانۍ ټولې مقاومت کوونکي نقطې باید ازمایښت شي .
14. څوارلسمه پوښتنه .د سیخانو د قاتولو جدول (BBS)څه شی دی او څنګه چمتو کیږي .
ځواب :د سیخانو قاتول د سیخانو کږول او پرې کول دي چې سیخان د خپلې خوښې سره سم شکل باندې چمتو کړو .د سیخانو کږولو جدول د سیخانو د لست تشریح ده .سیخانو جدول د ساحې انجینر لخوا د سیخانو محاسبې لپاره کاریږي .د سیخانو په جدول کې لومړی ساختماني غړی مشخص کیږي او وروسته هر سیخ ضرورت وړ شمیر لست چمتو کیږي . د بیلګې په ډول په 10m سلب کې 12mm سیخان په 300 mm c/c فاصله کې ځای په ځای شوی محافظوي قشر یې 100mm دی .نو د سیخانو شمیر به = (10,000 – 2 × 100mm)/(300) = 32.66 ~ 33 Bars of 12 mm dia
وروسته له دې د هر سیخ اوږدوالی پیداکیږي .ددې لپاره لاندې فورمول کاریږي .د سیخ اوږدوالی مساوی دی په =د کانکریټو اوږودوالی (په کوم طرف چې سیخ اچول کیږي ) منفی 2 × محافظوي قشر + انکشافي اوږدوالی .اوس یې واحد وزن (D × D)/162 څخه پیداکوو.
15. پنځلمسه پوښتنه .ولي د کانکریټي مکعب ازمایښت ترسره کیږي؟
ځواب .د اومې او اته ویشتمې ورځو ازمایښت د تحلیلی لپآره ترسره کیږي چې وکتل شي پوره کرکرستیک فشاري مقاومت یې ترلاسه کړی . (7 days- around 20 mpa…and 28 days- around 32 mpa)
16. شپاړسمه پوښتنه .ولي کانکریټ سلمپ ازمایښت ترسره کیږي ؟
ځواب :په کانکریټو د سلمپ ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي څو وړاندې له جوش او ځان نیونې د تازه کانکریټو غلظت او ثبات اندازه شي .ددې ازمایښت په مټ دکانکریټو کار وړتیا مالومیږي .داازمایښت د ساه والي له امله ډير مشهور دی .
17. د کانکریټو خون ریزي ،جلاکیدل او مچیو ځالې جوړیدل څه شي دی ؟
ځواب:.خون ریزي .کله چې په تازه کانکریټو کې اوبه بره راوخیژي او ډکوونکي مواد لاندې کیني دیته د کانکریټو اوبه بهیدل یا هم خون ریزي (bleeding)وايي .ددې لوی علت د موادو مخصوصه وزن او نامناسب ځای په ځای کول وي .د موادو جلاکیدل (. Segregation)په دې مانا دی جې د کانکریټو مرکبه مواد سره جلا شي .او کله چې په کانکریټو کې له قالب رالري کولو وروسته تش ځایونه پاتې شي دیته د مچیو ځالي جوړیدل (honeycombing) وايي.
18. متشنج شوي کانکریټ څه شي دی او په متشنج شوو کانکریټو کې څه ډول تقویه کوونکي کاریږي ؟
ځواب :دا چې کانکریټ په طبعي لحاظ په کشش کې کمزوري دي نو ددې خاصیت د کنترول لپآره یو اغیزمن میتود دی .په دې سره کم سلبونه ،هم بیمونه او لویو وایو ګاډرونو جوړیدای شي .متشنج شوي کانکریټ هغه ساختماني کانکریټ دي په کوم کې چې داخلي تشنجات ورکول شوي وي څو له بارونو څخه پیدا شوي کششي تشنجات پرې راکم شي .
19. نولسمه پوښتنه .په سلبونو ،بیمونو او پایو کې د سیخانو او کانکریټو نسبت څومره وي ؟
ځواب . د سلب لپاره به په هرمترمکعب کې 75kg سیخ وکارول شي یعنی 75 kgs/Cum .نو حجم مساوی دی =کتله پرکثافت =75/7850= .0095. د یومترمکعب کانکریټ لپآره لرو چې =1-.0095=.99 (Concrete)
نو د سیخانو او کانکریټو ترمنځ نسبت مساوی دی =.00955 × 100=.95 ratio=.0095/.99
د بیمونو لپاره په یو مترمکعب کې 130 kg سیخان کاریږ ي.
حجم =Mass/Density=130/7850= .0165
د یو مترمکعب کانکریټو لپاره د سیخانو په ګډون .
=1-.0165=.983 (Concrete)
نو د سیخ او کانکریټو نسبت .
=.0165/.983=.0167 × 100
20. شلمه پوښتنه .د مخکې کشش ورکولو لو وروسته کشش ورکولو ترمنځ توپیر څه شی د ی؟
ځواب : مخکې کشش ورکول هغه دي چې کیبلونو ته له کانکریټو اچولو وړاندې متشنج کشش ورکول شي .په داسې حال کې چې وروسته کشش ورکول هغه دی چې متشنج کیبلونو ته له کانکریټو اچولو وروسته کشش ورکول شي .په مخکې کشش ورکولو کې ضایعات دوروسته کشش ورکولو په پرتله لږ وي .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 20:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 16:00 |
| Saturday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |
