Dr Ekram

Dr Ekram

Share

طبـی مالومات

18/06/2025

ویتانیورو شربت (Vitaneuro Syrup)

تعریف عمومی:

ویتانیورو یک مکمل غذایی تقویتی است که ترکیبی از ویتامین‌های گروه B به‌ویژه B1، B6 و B12 را در خود دارد. این شربت بیشتر برای درمان و پیش‌گیری از مشکلات عصبی، کم‌خونی، ضعف عمومی، خستگی و مشکلات ناشی از کمبود ویتامین‌های B تجویز می‌گردد.

✅ (فعال)
1. ویتامین B1 (Thiamine)
کمک به تبدیل غذا به انرژی
تقویت سیستم عصبی
پیش‌گیری از بیماری بری‌بری

2. ویتامین B6 (Pyridoxine)
کمک به تولید انتقال‌دهنده‌های عصبی مانند سروتونین و دوپامین
نقش مهم در تقویت حافظه و تمرکز
تنظیم خلق‌و‌خو و خواب

3. ویتامین B12 (Cyanocobalamin)
کمک به ساخت گلبول‌های سرخ
تقویت سیستم عصبی
جلوگیری از کم‌خونی نوع Megaloblastic
‌ها
درمان خستگی مزمن و بی‌حالی
تقویت اعصاب محیطی (نوروپاتی‌ها)
درمان کم‌خونی ناشی از کمبود ویتامین B12
بهبود عملکرد مغز، حافظه و تمرکز
کمک به ترمیم بافت‌های عصبی آسیب‌دیده
افزایش اشتها در کودکان و بزرگسالان
مفید در دوران نقاهت بعد از بیماری یا جراحی

(دوز معمولی)

لطفاً همیشه طبق نسخه داکتر عمل کنید.
بزرگسالان: ۵ تا ۱۰ میلی‌لیتر، ۱ تا ۲ بار در روز بعد از غذا
کودکان (بالای ۲ سال): ۲.۵ تا ۵ میلی‌لیتر، ۱ یا ۲ بار در روز
اطفال زیر ۲ سال: تنها با مشوره داکتر
#احتیاط‌ها
در دوران بارداری و شیردهی، مصرف باید تحت نظارت داکتر باشد
اگر به ویتامین B یا مواد نگهدارنده شربت حساسیت دارید، اطلاع دهید
از مصرف بیش از حد پرهیز شود (مصرف زیاد می‌تواند باعث عوارض شود)


هرچند نادر است، اما ممکن است موارد زیر مشاهده شود:
تهوع یا ناراحتی معده
خارش، راش پوستی یا حساسیت
در دوزهای بسیار بالا: بی‌حسی، گزگز یا تحریک عصبی


در جای خشک و خنک (درجه حرارت کمتر از ۲۵ درجه سانتی‌گراد) نگهداری شود
از دسترس اطفال دور نگه داشته شود
پس از باز شدن درب، شربت را در مدت توصیه‌شده استفاده کنید (معمولاً ۳۰–۶۰ روز)

؟
افراد دارای کمبود ویتامین B
بیماران دچار ضعف اعصاب یا نوروپاتی
سالمندان با ضعف عمومی بدن
کودکان دچار بی‌اشتهایی
افرادی که رژیم غذایی ناسالم یا محدود دارند (گیاه‌خواران، معتادین الکول، و غیره)

Dr alkozay
0704895943

17/06/2025

چرا مردان با مشکل انزال زودرس مواجه هستند؟
ولې نارينه د زر انزال ستونزه لري؟
__________________________________________________

چرا مردان دچار انزال زودرس می‌شوند؟

انزال زودرس (Premature Ej*******on) یکی از شایع‌ترین اختلالات جنسی در مردان است. این حالت زمانی رخ می‌دهد که مرد در حین رابطه جنسی یا قبل از آن، زودتر از آنچه خود یا شریک جنسی‌اش می‌خواهد، دچار انزال می‌شود.


1. انزال خیلی سریع پس از دخول یا حتی قبل از آن.
2. ناتوانی در کنترل زمان انزال.
3. نارضایتی جنسی خود یا شریک جنسی.
4. احساس افسردگی یا کاهش اعتماد به نفس.


1. دلایل روانی
اضطراب و استرس
تجربه کم جنسی
احساس گناه یا ترس از عملکرد جنسی
نگرانی درباره رضایت شریک جنسی
افسردگي
2. دلایل جسمی
اختلالات هورمونی (مانند کاهش تستوسترون)
مشکلات پروستات
حساسیت بیش از حد اعصاب جنسی
واکنش عصبی شدید به تحریک
مصرف برخی داروها یا مواد مخدر
3. دلایل موقتی
طولانی بودن فاصله بین روابط جنسی
رابطه جنسی با شریک جدید
#درمان‌ها_و_راه‌حل‌ها

‌_درمانی
مشاوره جنسی برای کاهش اضطراب
تمرینات آرام‌سازی و تمرکز ذهن

1. داروهای SSRI مثل Fluoxetine و Sertraline – تاخیر در انزال
2. کرم‌های بی‌حس‌کننده موضعی مانند Lidocaine – کاهش حساسیت
3. قرص Dapoxetine – داروی مخصوص انزال زودرس
#تمرین‌های_رفتاری
1. روش توقف و شروع (Stop-Start)
توقف موقت رابطه جنسی هنگام نزدیک شدن به انزال و سپس ادامه.
2. روش فشردن (Squeeze Technique)
فشار دادن سر آلت قبل از انزال برای به تاخیر انداختن آن.
#درمان‌های_گیاهی_و_خانگی
آشواگاندا، جنسینگ، شتاواری – تقویت کننده سیستم جنسی
استفاده از مغزها، عسل و مواد مغذی
؟
اگر انزال زودرس به صورت دائمی باشد.
اگر باعث ناراحتی، استرس یا مشکل در رابطه شود.
اگر روابط زناشویی تحت تأثیر قرار گیرد.

!
انزال زودرس مشکل رایجی است و کاملاً قابل درمان می‌باشد. بسیاری از مردان با این مشکل روبرو هستند. خجالت نکشید، خودتان را سرزنش نکنید و با یک پزشک مشورت کنید.

__________________________________________________

ولې نارينه زر انزال کېږي؟ (Premature Ej*******on)

زر انزال (په طبي اصطلاح: Premature Ej*******on) يو عام جنسي اختلال دی چې ډېر نارينه ورسره مخ کېږي. دا هغه حالت دی چې نارينه د جنسي اړيکې په لومړيو شېبو کې يا د خپل کنټرول نه وړاندې انزال (منی وتل) تجربه کوي.



1. انزال د دخول (جنسي مقاربت) لږ وروسته يا مخکې له هغې.
2. د انزال وخت کنټرول نه‌لرل.
3. له دې امله د نارينه يا د ده د مېرمنې جنسي ناخوښي.
4. دوامداره ژور خفګان يا ځان کم ګڼل.

1. ذهني (رواني) لاملونه:
اضطراب او ذهني فشار
د جنسي تجربه کموالی
د جنسي کړنو له امله ویره یا ګناه احساس
د مېرمن د نه رضايت وېره
ژور خپګان (depression)
2. جسمي (فزيکي) لاملونه:
د هورمونونو ستونزې (لکه ټېسټوسټېرون کموالی)
د پروسټات ستونزې
د جنسي اعصابو حساسيت ډېر والی
تیز انزال ته ژور اعصابي عکس العمل
د ځينو دواوو يا مخدره موادو استعمال
3.موقتي عوامل
ډېر وخت وروسته جنسي عمل کول
نوې ملګرې سره جنسي تجربه



(Psychological therapy):
مشوره ورکول (Counseling) د جنسي فشار کمولو لپاره
Relaxation Techniques یا تمرکز تمرینونه


1. SSRIs دواوې (لکه Fluoxetine, Sertraline) – انزال ځنډوي
2. Topical anesthetic creams (لکه Lidocaine) – حساسيت کموي
3. Dapoxetine تابليت – خاص د زر انزال لپاره


1. Stop-Start Technique
جنسي عمل بنده او بيا پيل کول تر څو وخت زيات شي.
2. Squeeze Technique
د انزال نږدې کېدو پر وخت د آلې سر باندې فشار ورکول تر څو انزال وځنډېږی

#طبيعتی (طبي بوټي) علاج:
اشواګندها، جنسينګ، شatavari – د بدن قوت زياتوي
د مغزي خوراکونو لکه شات، بادام، ممپليو استعمال

؟
که چيري زر انزال دوام پيدا کړي
که چيري ستاسو ژوند کې جنسي ستونزه او خپګان راولي.
که کورنۍ اړيکې خرابېږي.
!
زر انزال يوه عادي او درملېدونکې ستونزه ده. زيات نارينه له دې ستونزې تېريږي. شرم مه کوئ، خپل ځان ته ډاډ ورکړئ
Dr alkozay
0704895043

28/04/2025

🔯 که د صفرا کڅوړه (Gallbladder) نه وي باید لاندی خبرو باندی باید ځان پوه کړو 😊

⭕صفرا کڅوړه د ځیګر له خوا جوړېدونکې صفرا ذخیره کوي. صفرا د غوړو هضمولو کې مرسته کوي.
⭕ که صفرا کڅوړه لېرې شي (مثلاً د تیږو یا بلې ناروغۍ له امله)، صفرا به مستقیم له ځیګر څخه د کولمو خواته بهیږي، خو د خوراک پر وخت به د غوړو ښه هضم ونه شي.

🔯 لاندی مشکلات رامنځته کېدای شي
⭕1.د غوړو هضم ستونزه د نس ناورین، اسهالات یا غوړ لرونکی اسهال.
⭕2. د ځینو ویټامینونو کمښت ځکه چې ځینې ویټامینونه د غوړو په مرسته جذبېږي.
⭕3. د ګاز، باد، د نس پړسوب او ناارامۍ ستونزې.
⭕4. په معده کې درد یا خوله کې تریخ خوند.

🔯لاندی ویټامینونه کمېږي
⭕ځکه چې دا ویټامینونه د غوړو په موجودیت کې جذبېږي، که صفرا کڅوړه نه وي، نو کمښت یې رامنځته کېږي:

⭕ویټامین A : د سترګو د روغتیا لپاره مهم.
⭕ویټامین D : د هډوکو پیاوړتیا لپاره.
⭕ویټامین E : د پوستکي او حجرو ساتنه.
⭕ویټامین K : د وینې بندیدو یا د وینې ټینګښت لپاره.
🔯(دې ویټامینونو ته Fat-soluble Vitamins وایي.)

🔯داسی مریضان باید لاندی خبری عملي کړي.
⭕- صحي خواړه خوړل لږ غوړ، لږه اندازه خوړل او څو ځل لږ لږ خوراک.
⭕- د اړتیا په وخت کې د ویټامینونو سپلیمنټ کارول (د ډاکټر په مشوره).
⭕- ډاکټري معاینه او لارښوونې تعقیبول.
⭕- ډېره غوړنه خواړه باید کم وخوړل شي.

🔯مناسب خواړه:
⭕1.کم غوړ لرونکي خواړه : لکه شیدې، مستې، د چرګ سپین غوښه (پوستکی لرې کړي)، کب، او نور.
⭕2.ميوې او سبزیجات : لکه مڼه، ناک، کیوي، بروکلي، پالک، کچالو، ګازر، کدو.
⭕3.زیات فایبر لرونکي خواړه: لکه اوړه (Whole grains)، وریجي، جوار، او زړوي مغز لرونکي میوې (بادام، چهارمغز).
⭕4. کم کالوري لرونکي خواړه: لکه شوروا، اوبه لرونکي میوې (هندواڼه، تربوز).
⭕5.کب (Fish)

🔯کوم خواړه باید ونه خوري
⭕- ډیر غوړ، سره شوي خوراکونه (فراي شيان)
⭕- درنې غذاوی لکه پیزا، چپس، برګر
⭕- ډېر شیرین خواړه او بیکري شیان
⭕- کریم لرونکې ساسونه

🔯د خوړو مهم اصول:
⭕- لږ خوړل، خو څو ځله په ورځ کې خوراک کول.
⭕- ډېر اوبه څښل.
⭕- د خوړو وروسته لږ قدم وهل.
⭕- د ډیر درنو غوړو خوراکو څخه ځخه ډډه کول مهم دی

28/04/2025

د H. pylori(هیلیکوباکتر پایلوري) د تداوي موده معمولا داسې ده 😊

⭕د تداوي موده:
⭕۱۰ نه تر ۱۴ ورځو پورې ضد مکروب درمل
👈 عادي تداوي پلان (Triple Therapy)
⭕ انټي بایوټیک: لکه Amoxicillin او Clarithromycin
⭕-د اسید کمولو درمل: لکه Omeprazole، Lansoprazole یا Pantoprazole (PPI) تر ۸اونیو پوری تر څو زخم جوړ شي

⭕څه وخت بیا معاینه کیږي
⭕د تداوي ختمېدو نه لږ تر لږه ۴-۶ اونۍ وروسته بیا د H. pylori تست (لکهStool Antigen Test) ترسره کیږي چې معلومه شي انتان ختم شوی که نه.
⭕یادونه:
⭕ باید ټول درمل مکمل او په منظم ډول وکارول شي.
⭕ که انتان پاتې شي، بیا هم تداوي پکار ده

26/04/2025

📶د نوي زیږیدلي ماشوم لومړنۍ ژړا ډېره مهمه او حیاتي معنا لري،

⭕1. ✅ د ساه اخیستنې شروع: ژړا د دې علامه ده چې ماشوم ساه اخیستل پیل کړل. دا د سږو د هوا ډکولو سبب کېږي.
⭕2. ✅ آکسیجن ته لاسرسی: د ژړا له لارې ماشوم خپل بدن ته آکسیجن رسوي، چې د مغز، زړه، او نورو اعضاو لپاره حیاتي دی.
⭕3. ✅ د تنفسي لارو پاکوالی: ژړا د ماشوم له سږو او ستوني څخه مایع او اضافي مواد وباسي.
⭕4. ✅ د عصبي سیسټم فعالیت: ژړا ښيي چې د ماشوم عصبي سیسټم فعال دی.
⭕5. ✅ د ژوند نښه: دا د ژوند کولو اساسي علامه ګڼل کېږي او د Apgar score (د ماشوم د روغتیا د ارزونې لپاره سکور) کې مهم رول لري.

👈که نوی زیږیدلی ماشوم ژړا و نه کړي، نو دا ستونزې رامنځته کولی شي:

⭕1.اکسیجن کمښت (Hypoxia):
بدن ته کافي اکسیجن نه رسیږي، چې دماغ، زړه او نور مهم ارګانونه زیانمنولی شي.
⭕2. دماغي زیان (Brain Damage):
د اکسیجن د سخت کمښت له امله د دماغ حجرو ته دایمي زیان رسېدای شي.
⭕3. د تنفس بندیدل (Respiratory Distress):
ماشوم نشي کولای په خپله ښه تنفس وکړي او ممکن د مصنوعي تنفس اړتیا پیدا کړي.
⭕4. د زړه ستونزې:
د ژړا نه شتون د زړه ضربان خرابوي او د وینې جریان اغېزمنوي.
⭕5.د مړینې خطر (Neonatal Death):
که ژر مرسته و نه شي، ماشوم د ژوند له خطر سره مخ کیږي.

⭕ که ماشوم ونه ژاړي، ژر طبي اقدامات باید وشي لکه:
➡️ د ساه اخیستلو هڅول
➡️ د هوا لاره پاکول
➡️ مصنوعي تنفس ورکول
(Neonatal resuscitation)

24/04/2025

⭕د Meningitis نښې په لنډ ډول:
په عکس کی واضح ښکاري 😊
⭕1.Kernig نښه:
کله چې پښه کش شي (زانګو خلاص شي)، درد پيدا کېږي.

⭕2. Brudzinski نښه:
کله چې غاړه قدام یا مخکی خوا تاو شي، زنګونونه اتومات پورته کېږي.
⭕➕ دا دواړه نښې د دماغي پردو التهاب (میننجایټس) ته اشاره کوي.

⭕د Meningitis (میننجایټس) ناروغي یوه جدي ناروغي ده چې د مغزو شاوخوا پوښ (meninges) ته التهاب پیدا کوي.

⭕د Meningitis ډولونه:
🔯1.د بکټریا له وجی Bacterial meningitis (باکتریایي):
⭕ - خورا خطرناک دی.
⭕ - ژر علاج ته اړتیا لري.
⭕ - که بې‌پروا پرېښودل شي، مړینه یا معیوبیت رامنځته کوي.
🔯2. د وایروس له وجی Viral meningitis (ویروسي):
⭕ - نسبتاً کم خطر لري.
⭕ - اکثره وخت پخپله ښه کېږي.
🔯3.د فنګسونو له وجی Fungal or Tuberculous meningitis:
⭕- د ځانګړو حالاتو یا کمزوري معافیت لرونکو کې لیدل کېږي.

⭕نښې نښانې:
★- شدید د سر درد
★- تبه
★- سخت غاړه (stiff neck)
★- رڼا ته حساسیت (photophobia)
★- بې‌هوشي یا ګډوډ هوش
★- ماشومانو کې ژړا، خواړه نه خوړل، بې‌قراري
⭕تشخیص:
⭕- د Lumbar puncture کول (د ملا له خالی ځایه مایع اخیستل)
⭕- وینه معاینه
⭕- د CT یا MRI کول

💊 درملنه:
⭕- باکتریایي ډول: انټي‌بیوټیکونه ژر تر ژره پیل
⭕- ویروسي ډول: حمایوي درملنه (استراحت، مایعات، درد ضد درمل)

👈مخنیوی:
⭕واکسینونه (Hib، Pneumococcal، Meningococcal)
⭕ پاکوالی، عامه روغتیا تدابیر

22/04/2025

توری (Spleen) دندې:

⭕1.د وینې فلټر کول – د بدن وینه فلټر کوي او ناپاک مواد لرې کوي.
⭕2. زړې او زیانمنې شوې سری وینې حجرې لرې کوي– هغه RBCs چې زړې یا خرابې وي له منځه وړي.
⭕3. وینه ذخیره کوي – اضافي وینه ساتي، چې اړتیا په وخت کې کار وکړي.
⭕4. د بدن د دفاعي سیستم ملاتړ کوي– د سپینی وینې حجرات (WBCs) او انتي باډیو (Antibodies) تولید او ذخیره کوي.

Photos from Dr Ekram 's post 11/03/2025

اسپیرین

👈 د NSAIDs (Non-Steroidal Anti-Inflammatory Drugs) د جملې څخه دی.

👈د اسپیرین میکانیزم:
اسپیرین د COX-1 او COX-2 انزایمونه بندوي، چې په دې توګه د التهاب، درد، او تبه کمولو کې مرسته کوي. خو د COX-1 بندول د معدې زخمونو او د وینې ټینګښت کمولو لامل کېږي.

👈د معدې زخم، ګېسټرایټس، یا د وینې ټوټه کېدو ستونزو لرونکو کسانو ته احتیاط پکار دی.
👈د ۱۲ کالو څخه کم ماشومانو ته ورکول نه‌شي، ځکه چې د Reye's Syndrome خطر لري.

👈د Reye's syndrome ناروغي یوه نادره، خو جدي ناروغي ده چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې پیدا کېږي، اکثراً وروسته له دې چې دوی وایروسي ناروغي (لکه زکام یا چیچک) ولري او اسپیرین استعمال کړي.
👈مهم ځانګړتیاوې:
د ځیګر او دماغو جدي زیان – د ځیګر شخوند او د دماغي پړسوب سبب ګرځي.
نښې – د کانګې، کوما، دماغي ګډوډۍ (Confusion) او بې‌سده کېدو خطر لري.
سبب – د اسپیرین استعمال د وایروسي ناروغیو پر مهال.
👈احتیاط: ماشومانو ته د زکام یا چیچک په صورت کې اسپیرین مه ورکوئ، پر ځای یې پاراسټامول یا ایبوپروفین کارول کېدای شي.
پورته لنډ او خلص معلومات reye's Syndrome په باره که وه
👈د Aspirin استعمال ځایونه

1. د درد او التهابي حالتونو لپاره
✔ سر درد
✔ د غاښ درد
✔ عضلاتي او مفصلي درد (Arthritis, Rheumatoid arthritis)
✔ د زکام یا فلو له امله درد او تبه

2. د زړه او رګونو د ناروغیو مخنیوي لپاره
✔ د زړه حملې (Heart Attack) مخنیوی
✔ د فالج (Stroke) مخنیوی
✔ د وینې د ټوټه کېدو مخنیوی (Antiplatelet effect)

3. د التهاباتو کمولو لپاره
✔ د روماتیزم ناروغۍ
✔ د مفصلونو التهابي حالتونه (Osteoarthritis, Rheumatoid Arthritis)

👈احتیاط
د معدې زخم، ګېسټرایټس، یا د وینې ټوټه کېدو ستونزو لرونکو کسانو ته احتیاط پکار دی.
د ۱۲ کالو څخه کم ماشومانو ته ورکول نه‌شي، ځکه چې د Reye's Syndrome خطر لري.

اسپیرین په لاندې ناروغیو کې ښه نتیجه ورکوي، د فیصدۍ له مخې:
•د زړه حمله (Heart Attack) – 25-30% د حملې خطر کموي او د وینې جریان ښه کوي.
•دماغي سکتې (Ischemic Stroke) – 22-25% د دویم ځل سکتې مخنیوی کوي.
•د وینې (Deep Vein Thrombosis, DVT) – 20-25% د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي.
•د زړه ناروغۍ (Cardiovascular Disease) – 15-20% د رګونو بندیدو او انجینا په کمولو کې مرسته کوي.
•د مفصلونو التهاب (Rheumatoid Arthritis, Osteoarthritis) – 50-60% درد، پړسوب او التهاب کموي.
•ساده تبې او دردونه – 70-80% د بدن درد، سر درد، او زکام نښې کموي.
•کولوریکټل سرطان (Colorectal Cancer) – 20-30% د خطر مخنیوی کې مرسته کوي (د اوږدمهاله استعمال پر مهال).
👈 د اسپیرین د مؤثریت اندازه د ناروغ د وضعیت، دوز، او دوام پورې اړه لري.

👈اسپیرین لاندې جانبي عوارض لري:
•معدې ستونزې – معدې درد، تېزابیت، یا زخم.
وینې بهېدل – د معدې، مغز، یا نورو غړو وینې بهېدنه.
•الرجیک عکس‌العمل – خارښ، پړسوب، یا ساه بندي.
•برونکل اسما – په حساس کسانو کې د اسما حمله.
•ریې سندروم – په ماشومانو کې جدي دماغي او ځیګر زیان.
•کلیوي زیان – د پښتورګو فعالیت ته ضرر.
•ټیټ فشار یا شاک – که ډېر حساسیت رامنځته شي.
•او (Tinnitus) – د غوږونو زنګ وهل، خاصتاً په لوړو دوزونو کې.

👈د اسپیرین د جانبي عوارضو فیصدۍ په لنډ ډول:
•معدې ستونزې (د معدې درد، تېزابیت): 10-15%
•وینې بهېدل (وینه ټیټه کېدل یا د وینې بهېدو خطر): 1-5%
•الرجیک عکس‌العمل (خارښ، پړسوب): 1-2%
•ریې سندروم (په ماشومانو کې): نادره، تقریباً 0.01%
•پښتورګو زیان: 1-3%
•ټیټ فشار یا شاک: نادره
•او (Tinnitus): 1-2%
👈یادونه: دا فیصدۍ د درملو د استعمال د کچې او شخصي حالت پورې اړه لري.

👈یادونه: که کوم جدي عارضه څرګنده شي، اسپیرین باید سمدلاسه ودرول شي او ډاکټر سره مشوره وشي.

👈اسپیرین له لاندې درملو سره ښه نتیجه ورکوي، کله چې د مناسب تشخیص او احتیاط سره یوځای استعمال شي:

•کلوبیډوګرېل (Clopidogrel) – د زړه حملې او دماغي سکتې مخنیوي لپاره، ځکه دواړه د وینې ټینګښت کموي.

•سټاټینونه (Statins - لکه Atorvastatin, Rosuvastatin) – د کولیسټرول کمولو لپاره، چې د زړه ناروغیو خطر کموي.

•بیټا بلاکرونه (Beta-blockers - لکه Metoprolol, Propranolol) – د فشار کمولو او د زړه د حملې مخنیوي کې مرسته کوي.

•ایس-ای سي ایز (ACE Inhibitors - لکه Lisinopril, Enalapril) – د وینې فشار کمولو او د زړه ساتنې لپاره.

•د NSAIDs (لکه Ibuprofen, Naproxen) د التهاب کمولو لپاره، خو د معدې ستونزو مخنیوي لپاره باید احتیاط
وشي.

•پارا سټامول (Paracetamol) – د درد او تبې کمولو لپاره، که NSAIDs مناسب نه وي.

•د Heparin یا Warfarin – د وینې ټینګښت کمولو لپاره، خو د وینې بهېدو خطر ته باید پام وشي.

👈اسپیرین د استعمال اندازه په لنډ ډول:
•د زړه او دماغي سکتې مخنیوی: 75-100 میلی ګرامه ورځنی.
•د زړه حمله: 160-325 میلی ګرامه یوه ځل.
د وینې لخته مخنیوی: 75-100 میلی ګرامه ورځنی.
•د درد او التهاب کمول: 325-650 میلی ګرامه هر 4-6 ساعته.
•د مفصلونو التهاب: 1,000-3,000 میلی ګرامه ورځنی.

👈اسپیرین د وقایې لپاره لاندې کسان کارولی شي:
•د زړه ناروغۍ خطر لرونکي کسان – لکه هغه کسان چې د زړه حمله یا دماغي سکتې مخکې لري.
•د لوړ فشار یا کلسترول لرونکي کسان – چې د زړه او رګونو ناروغۍ خطر زیات وي.
•د وینې لخته کېدو ستونزې لرونکي کسان – د وینې د لخته کمولو لپاره.
•د شکر ناروغان – چې د زړه او رګونو ناروغۍ خطر زیاتوي.
•د فشار لاندې کسان – لکه هغو چې د ژوند فشار زیاتوي.
👈یادونه: د اسپیرین استعمال باید د ډاکټر مشورې سره وي.

Photos from Dr Ekram 's post 11/03/2025

ستاسو د همکارئ او تشویق څخه مننه 😍

👈د غوښی زرق (Injection) له امله د غوټې (Lump) رامنځته کېدل :
★ لاملونه
1. د درملو ځانګړتیاوې
•ځینې درمل، لکه غوړی (oily) یا غلیظ درمل، په اسانۍ سره نه جذبیږي او د غوټې لامل کېږي.

★ځینې واکسینونه یا انټي بیوټیکونه هم د بدن د عکس العمل له امله غوټه جوړولی شي.

2. غلط تخنیک
•که ستنه سمه نه وي کارول شوې (ژوره یا سطحي زرق).
•که زرقه په ناسم عضله (muscle) یا ناسم ځای کې وشي.
•که ستنه په سمه زاویه ونه نیول شي.

3. د درملو چټک یا ناسم تزریق
•که درمل ژر تزریق شي، عضلات یا نسجونه ښه نه جذبوي، نو غوټه جوړېږي.
•ځینې درمل باید ورو، په مرحله‌يي ډول، او د سمې تخنیک سره تزریق شي.

4. بدني عکس العمل
•ځینې خلک د زرق په ځای کې حساسیت (Allergic reaction) لري، چې پړسوب یا غوټه جوړولی شي.
•د بدن دفاعي سیستم ځینې درمل بهرنی عنصر ګڼي او د التهاب سبب کېږي.

5. انفیکشن یا میکروبي ناروغي
•که ستنه یا زرق ناپاکه وي، یا ځای ښه نه پاک شي، نو میکروبونه ننوتلی شي او Abscess (میروبي غوټه) جوړولی شي.

6. د زرق دوامداره تکرار
•که یو ځای ته بیا بیا زرق وشي، هلته د نسجونو تخریب یا سختوالی رامنځته کېدای شي.
دا په ځانګړي ډول د انسولین یا نور اوږدمهاله درملو کارونکو کې عام دی.

👈څه باید وشي؟

•ګرم کمپرس (Hot compress) مرسته کوي چې درمل جذب شي.
•ماساژ مه کوه که چیرې دردناک یا سور وي، ځکه چې کیدای شي انفیکشن پیدا کړي.
•که غوټه لویېږي، درد لري، یا پکې چټل مواد (Pus) جوړ شي، باید ډاکټر ته لاړ شې.

★ځینې درمل د خپل ترکیب یا خاصیت له امله د زرق په ځای کې غوټه (Lump) رامنځته کولی شي. دا درمل عموماً غلیظ، غوړ، یا د نسجونو د تحرک سبب ګرځي. لاندې مهم درمل دي چې زیات احتمال لري غوټه جوړ کړي:

1. انټي بیوټیکونه (Antibiotics)
•Penicillin
•Ceftriaxone (Rocephin)
•Amphotericin B
•Erythromycin
•Vancomycin
👈(دا درمل ځینې وختونه سخت التهاب او پړسوب هم رامنځته کوي.)

2. د هورمون درمل (Hormonal Injections)
•Testosterone (د نارینه هورمون)
•Progesterone او Estrogen (د ښځو هورمون)
•Depo-Provera (د حمل ضد انجکشن)
(دا درمل ځکه غوټه جوړوي چې غوړی (oily) وي او ورو جذبېږي.)

3. واکسینونه (Vaccines)
•BCG vaccine (د توبرکلوز واکسین، چې عموماً دایمي کوچنۍ غوټه پرېږدي)
•DTaP (Diphtheria, Tetanus, Pertussis)
•Hepatitis B vaccine
•Influenza vaccine
(واکسینونه د بدن د معافیتي عکس العمل له امله لنډمهاله غوټه جوړولی شي.)

4. د درد ضد درمل (Painkillers/NSAIDs)
•Diclofenac injection
•Ketorolac (Toradol)
•Morphine
(ځینې مسکن درمل عضلاتو ته تحرک ورکوي او پړسوب رامنځته کوي.)

5. د وینې نری کولو درمل (Anticoagulants)
•Heparin
•Enoxaparin (Lovenox)
(دا درمل کولی شي د زرق ځای ته داخلي وینه راوباسي، چې بیا غوټه جوړیږي.)

6. د انسولین انجکشن (Insulin Injections)
د شکر ناروغان که انسولین بیا بیا په یو ځای کې وکاروي، هلته غوټه (Lipohypertrophy) رامنځته کېږي.

👈د زرق له امله د غوټې (Injection site lump) د خپله ښه کېدو فیصدي د لامل، درملو، او د بدن عکس العمل پورې اړه لري، خو عموماً:

۱. عادي غوټه (Mild Lump)
✅ که غوټه د درملو د ورو جذب له امله وي، نو ۷-۱۴ ورځې کې پخپله ښه کېږي.
✅ فیصدي: ۹۰-۹۵٪ خلک پرته له درملنې ښه کېږي.
✅ ګرم کمپرس او ماساژ جذب ګړندی کوي.

۲. د معافیتي عکس العمل غوټه (Immune Reaction Lump)
✅ لکه د BCG واکسین، چې کوچنۍ غوټه جوړولی شي، خو په ۳-۶ میاشتو کې پخپله ورکېږي.
✅ فیصدي: ۸۵-۹۰٪ خلک پرته له درملنې ښه کېږي.

۳. د غوښې سخته کېدل (Induration) یا کلکوالی
✅ که غوټه د زرق غلط تخنیک یا مکرر انجکشن له امله وي، نو ۲-۶ اونۍ کې پخپله ښه کېږي.
✅ فیصدي: ۷۰-۸۰٪ خلک پخپله ښه کېږي، خو که دوام وکړي، طبي مداخله ته اړتیا لري.

۴. که غوټه له انفیکشن سره وي (Abscess یا Pus Formation)
❌ که سور، دردناک، یا پکې چټل مواد (pus) راټول شي، نو پخپله نه ښه کېږي.
❌ فیصدي: یوازې ۳۰-۴۰٪ خلک پخپله ښه کېږي، نور جراحي یا انټي بیوټیک ته اړتیا لري.

۵. د انسولین یا مکرر زرقې له امله غوټه (Lipohypertrophy)
❌ دا ډول غوټه معمولاً پخپله نه ورکېږي او اوږدمهاله ده.
❌ فیصدي: ۲۰-۳۰٪ خلک پرته له درملنې ښه کېږي، خو نور باید د زرقې ځای بدل کړي.

✅ پایله
که غوټه ساده وي، ۹۰٪ چانس دی چې پرته له درملنې ښه شي.
که انفیکشن ولري، باید درملنه وشي.
که اوږدمهاله وي (لکه انسولین غوټه)، نو د ځای بدلول اړین دي.

👈د زرق (Injection) له امله د لمپ (Lump) د مخنیوي لپاره لاندې مهم اقدامات کول پکار دي:

✅ ۱. د زرق سم تخنیک وکاروئ – ستنه په سمه زاویه او ژوروالي سره ورکړئ.
✅ ۲. زرقه هر ځل په نوي ځای کې وکړه – ځانګړې نښې وکاروه ترڅو یو ځای بیا بیا ونه کارېږي.
✅ ۳. د ستنې اندازه (Needle Size) مناسبه وټاکه – د عضلي (IM) یا ترجلدي (SC) زرق لپاره مناسب اوږدوالی او قطر غوره کړئ.
✅ ۴. زرقه ورو ورکړه – چټک تزریق د درملو راټولېدو او غوټې جوړېدو سبب ګرځي.
✅ ۵. د زرقې ځای پاک وساته – انفیکشن ته د مخنیوي لپاره الکولي سویب وکاروئ.
✅ ۶. د زرق وروسته ګرم کمپرس وکاروئ– د درملو جذب کی مرسته کوي.
✅ ۷. که ممکنه وي، د ماساژ څخه ډډه وکړه – ځینې درمل (لکه انسولین) ماساژ ته اړتیا نه لري، خو عضلي زرق کې نرم مالش مرسته کوي.
✅ ۸. د روغتیا معیارونه مراعات کړه – تل پاکې، نوی، او معیاري ستنې وکاروئ.

Photos from Dr Ekram 's post 08/03/2025

د انټي بیوټکو ګډ استعمال او لنډ معلومات

✅ هغه انټي بیوټیکونه چې یو ځای استعمالېدای شي (Compatible Antibiotics)

★Beta-lactams + Aminoglycosides (لکه Ampicillin + Gentamicin)
•استعمال: د انتاني اندوکاردایټس، جدي انتاناتو لپاره.
•وجه: Beta-lactam د بکتریا دیوال کمزوری کوي، او Aminoglycoside بکتریا له دننه تخریبوي.

★Ceftriaxone + Azithromycin یا Doxycycline
•استعمال: د سږو انتانات (Pneumonia) یا د جنسي انتقالېدونکو ناروغیو (STDs) لپاره.
•وجه: یو انټي بیوټیک د بکتریا وده کموي، بل یې وژني.

★Vancomycin + Piperacillin/Tazobactam (Tazocin)
•استعمال: د سختو انتاناتو، لکه Sepsis او MRSA لپاره.
•وجه: دواړه د پراخ‌الاثر ضد بکتریا فعالیت لري.

★Metronidazole + Ciprofloxacin
•استعمال: د معدې یا کولمو انتانات (Diverticulitis, Intra-abdominal infections).
•وجه: Metronidazole د Anaerobes، او Ciprofloxacin د Gram-negative بکتریاوو ضد کار کوي.

★Rifampicin + Isoniazid + Pyrazinamide + Ethambutol
•استعمال: د نري رنځ (Tuberculosis).
•وجه: مختلف میکانیزمونه لري چې بکتریا له بېلابېلو لارو وژني.

★Amoxicillin + Clavulanic Acid (Augmentin)
•استعمال: د تنفسي، د غوږ، ستوني، او د پوستکي انتانات.
•وجه: Clavulanic Acid د β-lactamase انزایم مخنیوی کوي، چې Amoxicillin ته لا زیات تاثیر ورکوي.

★Trimethoprim + Sulfamethoxazole (Co-trimoxazole, Bactrim, Septrin)
•استعمال: د UTI، Pneumocystis pneumonia (PCP)، او MRSA انتانات.
•وجه: دواړه یو ځای د بکتریا د فولیټ ترکیب مخه نیسي، چې قوي انټي بیوټیکي اثر ورکوي.

★Linezolid + Rifampicin
•استعمال: MRSA او Tuberculosis انتانات.
•وجه: Linezolid د پروټین ترکیب مخه نیسي، او Rifampin د RNA ترکیب ته زیان رسوي.

★Meropenem + Vancomycin
•استعمال: د شدیدو انتاناتو لکه Meningitis او Nosocomial Infections.
•وجه: Meropenem د β-lactam درملو له ډلې دی، او Vancomycin د Gram-positive بکتریاوو ضد قوي تاثیر لري.

★Fosfomycin + Cefepime
•استعمال: UTIs او د Pseudomonas انتانات.
•وجه: Fosfomycin د بکتریا دیوال جوړښت ګډوډوي، او Cefepime یو پراخ‌الاثر Cephalosporin دی.

★Clindamycin + Gentamicin
•استعمال: د ښځینه تناسلي انتانات، لکه Pelvic Inflammatory Disease (PID).
•وجه: Clindamycin د Anaerobes ضد کار کوي، او Gentamicin د Gram-negative بکتریاوو ضد اثر لري.

❌ انټي بیوټیکونه چې یو ځای نشي استعمالېدای (Incompatible Antibiotics)
✋Penicillins + Tetracyclines (لکه Amoxicillin + Doxycycline)
•وجه: Tetracyclines د بکتریا وده بندوي، خو Penicillins یوازې د فعالو بکتریاوو ضد کار کوي.
•زیان: دواړه یو بل ته تاثیر نه پرېږدي.

✋Macrolides (Erythromycin, Clarithromycin) + Clindamycin
•وجه: دواړه یو شان میکانیزم لري.
•زیان: د دواړو تاثیر کمېږي.
✋Ciprofloxacin + Calcium/Magnesium (Antacids, Dairy Products)
•وجه: Fluoroquinolones د معدې له لارې لږ جذبېږي که د کلسیم یا مګنیزیم سره یو ځای وخوړل شي.
•زیان: درمل کم جذبېږي او اثر یې کمېږي.

✋Rifampicin + Protease Inhibitors (HIV Medications)
•وجه: Rifampin د ځینو درملو تاثیر کموي، په ځانګړي ډول د HIV درمل.
•زیان: د HIV درمل کمزوري کېږي.

✋Chloramphenicol + Aminoglycosides (لکه Gentamicin)
•وجه: Chloramphenicol د Aminoglycosides تاثیر کموي.
•زیان: د زهرجن عوارضو (Toxicity) خطر زیاتوي.

✋Metronidazole + Alcohol
•وجه: د Disulfiram-like reaction سبب کېږي.
•زیان: زړه بدوالی، کانګې، د وینې فشار ټیټوالی، سر درد.

✋Penicillins + Cephalosporins (لکه Amoxicillin + Ceftriaxone)
•وجه: دواړه د یو شان میکانیزم لرونکي دي، او ممکن مقاومت (Resistance) ته لاره هواره کړي.
•زیان: د دواړو تاثیر کمېږي، او د حساسیت (Allergic Reaction) خطر زیاتېږي.

✋Tetracyclines (Doxycycline) + Dairy Products (Milk, Calcium, Iron, Magnesium)
•وجه: Tetracyclines د فلزاتو (Metal Ions) سره یوځای جذب نشي کولای.
•زیان: د درملو جذب کمېږي، او تاثیر یې ضعیفېږي.

✋Fluoroquinolones (Ciprofloxacin, Levofloxacin) + NSAIDs (Ibuprofen, Diclofenac)
•وجه: NSAIDs د GABA د مخنیوي سبب کېږي، او Fluoroquinolones عصبي تحرک زیاتوي.
•زیان: د عصبي سیستم اختلال (Seizures) خطر زیاتېږي.

✋Macrolides (Azithromycin, Clarithromycin) + Statins (Atorvastatin, Simvastatin)
•وجه: Macrolides د CYP3A4 انزایم مخه نیسي، چې Statins ته زیات غلظت ورکوي.
•زیان: د عضلاتو خرابوالی (Rhabdomyolysis) او د Liver toxicity خطر زیاتېږي.

✋Rifampicin + Warfarin
•وجه: Rifampin د CYP450 انزایم فعالوي، چې Warfarin ته لږ تاثیر پرېږدي.
•زیان: د وینې د ټینګېدو خطر کمېږي، او د Bleeding احتمال زیاتېږي.

✋Vancomycin + Aminoglycosides (Gentamicin, Amikacin)
•وجه: دواړه درمل د Nephrotoxicity او Ototoxicity خطر زیاتوي.
•زیان: د پښتورګو زیان (Kidney damage) او د غوږونو خرابوالی (Hearing loss).

♥ملګرو
•که دوه درمل یو ځای استعمالوې، د فارماسېسټ یا ډاکټر مشوره واخله.
•ځینې درمل باید د وخت له توپیر سره واخیستل شي، لکه Ciprofloxacin او Calcium.
•د انټي بیوټیکونو غلط ترکیب کولای شي تاثیر کم کړي یا جدي عوارض رامنځته کړي.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Kabul
1062