Noorkarim ahsas
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Noorkarim ahsas, Barber Shop, Khost.
27/08/2021
شپږم:
ډیری وخت مونږ اوتاسو د دې شاهدان یو چې، یو شمېر زمونږ تنکي وروڼه او زمونږ خویندې په نا څاپي توګه له ښوونځي څخه غیر حاضر شي، او دا غیابت یې بیا آن تر دې چې، یو مخیزه شي؛ که څه هم یو لړ ښوونځیو کې د یوه کښل شوي میکانیزم له مخه د غیر حاضر زده کوونکې پوښتنه په رسمي توګه تر سره کیږي، او حتی تر دې چې، مؤظف کسان یې کورونو ته لیږل کیږي تر څو غایب زده کوونکی بیرته مکتب ته را حاضر کړي؛ خو متأسفانه دا ډول مکاتب مو د ګوتو په شمېر، او یاهم کېدای شي خصوصي، انتفاعي ښوونځي دا راز ترتیب او میکانیزم ولري.
اوس راځو دې خبرې ته چې،
دا ډول زده کوونکي ولي ښوونځي پریږدي؟
لامل او اسباب یې څه دي؟
آیا دهغوی، یا یې دکورنۍ ناخوښي ده؟
آیا غربت او بېوزلې ده؟
آیا د زده کوونکې د آخذې یا دپوهې دکچې ټیټ والی دی؟
آیا کومه داسې مزمنه ناروغتیا ده چې درملنه یې د هغوی د مور او پلار د توان له کچې دباندې ده؟
آیا داسې خو به نه وي چې، ښوونځي کې کوم مشکل او یا خنډ ورته پیدا شوی وي؟
آیا دا هلک خو به بې سر پرسته شوی نه وي او .....
چې، زه به د دې ټولو پوښتنو لپاره د خپلو هغو حکومتي چارواکو لپاره چې په ښوونیز سکتور یا معارف کې دنده او مسئولیت ورپه غاړه دی؛ د حل لارې لپاره په ځای وړاندیزونه ورته وکړم خو؛ په دې شرط چې، ماسره یې دعملي کولو ژمنه وکړي او زه په زغرده ویلای شم چې زما وړاندیزونه به سل په سله ګټور او د چارواکو د پام وړ وګرځي.
ان شاءالله
ستاسو ورور نور کریم احساس
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost
