Dr Basera wardak
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Basera wardak, Health/Beauty, Khost.
18/03/2025
د ښځو ژوند کې میاشتنی حیض یوه طبیعي دوره ده، خو زموږ په ټولنه کې خلکو ته هيڅ مانا نلري.
دا دوره نه يواځې په ښځو بلکه په سړيانو هم ډېر او بد تاثير کولی شي.
زمونږ اکثر خلک غريب دي او د پېډ د اخيستلو وس نلري يعنې د حيض پر وخت د وينې مخنيوی لپاره په کور کې د کپړې يا ټوټې څخه استفاده کوي.
او ددې کپړو څخه بېرته ښځو ته د پېډ څو چنده په لوړ قيمت ورته ستونزې او ناروغئ پيدا کيږي.
ټوټې اکثر وخت پاکې نه وي، او که بيا هم ومينځل شي او لمدې پاتې شي نو بکترياوې يا انفيکشن پکې ډېر ژر وده کوي
چې دې سره د رحم، مثانې، یا تناسلي برخې شاوخوا مکروبونه رامنځته کيږي، هم ورسره رحم يا تناسلي برخې سوزش پيدا کوي او هم ورسره د پوستکي خارش او حساسيت پيدا کيږي.
کورنئ کپړې بد بوی پيدا کوي، چې دا نه یوازې نجونو يا مېرمنو ته يو تکلیف دی بلکه د هغوئ شاوخوا خلکو او په ځانګړي ډول خاوند ته يو لوی سر درد دی.
او همدا بد بدي د نجونو يا ښځو څخه د کرکې باعث هم کيږي او نجونو يا مېرمنو ته يو ډول د شرم احساس هم ورکوي.
همداراز، دا کولی شي د اوږدمهاله ناروغیو او حتی د حمل پر مهال ستونزې رامنځته کړي.
د کورنيو ټوټو په استعمال سره ښځې ورځني کارونه په اسانئ يا ارامئ نشي کولی، قدم وهلو کې راحت نه وي.
کورنئ کپړې ټول يو ساعت دوام نکوي خو پېډونه تقريبأ تر نيمې ورځې خه په راحتئ کار کوي.
پېډونه بيا ډېر پاک او ډېر راحت وي.
پېډونه پخپل ځان کې د مکروب ضد مواد لري او وینه په اسانئ جذبوي او د پوستکي سره د تماس مخه نیسي.
او بل دا چې ښځو ته دکار او تګ راتګ پر مهال يو ډول ډاډ او اعتماد ورکوي.
تر ټولو يې مهم دا چې پیډونه د بوی جذبولو ځانګړتیا هم لري، چې په کامل ډول د بد بوی مخنیوی کوي.
په پیډونو کې يو ډول نرم مواد دي چې د پوستکي له خارش، حساسیت، او خراشونو مخه نيسي.
پاک پېډونه د تناسلي ناروغیو خطر د نېشت تر کچې راکموي.
که د پېډ پر مخ يوه اندازه تارينه کپړه استعمال شي نو غوړي لا غوړ.
نو اوس تاسو ووايئ چې د پېډ استعمال خه دی او که په کور کې د چټلو کپړو..!؟
06/09/2024
سوځیدنه:
یو د ھغه مسایلو نه چې په روزمره ژوند کې ورسره ډیر مخ کیږو ھغه په مختلفو دلایلو
سره سوځیدنه ده
سوځیدنه معمولآ د بدن د پوستکی تماس د مختلفو لاملونو لکه د اور لمبه ، توده مایعات ،
کیمیاوي توکې ، غازات او نور و سره د تماس په نتیجھ کې منځ ته راځي.
د مرسته کوونکي موخه په داسې وختونو کې د ناروغ ژغورل، د درد تسکین او د عفونت
څخه مخنیوي دی.
د سوځیدنې ډولونه:
په دوه ډوله دي وچ سوځیدنه او مرطوب سوځیدنه .
وچ سوځیدنه:
عبارت دھغه سوځیدنې څخه دی چې د اور لمبې ، ګرم اجسام او کیمیاوي موادو په واسطه
منځ ته راځي.
مرطوب سوځیدنه:
عبارت له ھغه سوځیدنې حخه دی چې د دایشیدلې اوبو ، بخار او یا ھم ګرم غوړیو په
واسطه رامنځ ته شي.
د سوځیدنې شدت او عوارض لاندی لاملو پوری اړه لري:
د سوځیدنې ځای: سوځیدنه په سر او تنه کې نسبت لاسونو ته ډیر وی.
د ناروغ عمر: سوځیدنه د کوچنیانو په منځ کې له ګواښه ډک دی.
د سوځیدنې پراختیا: څومره چې د سوځیدنې پراختیا زیات وی په همغه اندازه یی خطرات هم زیات وي
سوځیدنه کیدلای شي سطحي ، ژور ، او ډیر ژور واوسئ.
سطحی سوځیدنې ته لومړی درجه ، ژور ته دوھمه درجه او ډیر ژور ته دریمه
درجه سوزیدنه وایي ، چې معمولا د پوټکې لاندې عضلی تخریب شوي وي
لومړني مرستې:
که ناروغ شوک ولری او که ونه لری په دواړو حالاتو کې باید د استراحت په حالت کې وي.
توده مایعات دې ناروغ ته ورکړل شي تر څو ضایع شوي مایعات یې بیرته پوره شي.
ھغه کس چې سوځي باید منډه ونه وھی او نه ھم ودریږي بلکی باید په ځمکه ځان
وغورځوي او یا ھم سوځیدونکي کس په یو کمپله کې تاوو شی خو پام مو وي چې د لیلون له ټوکر څخه نه وی.
که سر او مخ سوځیدلي وي په دې حالت کې باید سر او مخ د یخو اوبو لاندی وساتل شي.
که د اطاق په داخل کې اور ولګیږي د کوټې کړکۍ باید خلاص نه شي که چیرې په
ساحه کې لوګی ډیر وو نو په دې حالت کې یو پارچه مرطوبه ټوټه دې خولې او پزې
ته ونیول شي.
ھیڅکله د اور په لمبو کې اوبه مه اچوئ ځکه چې لوګې کوي کوښښ وکړئ اوبه په
ھغه اجسامو واچوئ چې اور اخیستونکي وي ځکه چې د اور لمبی لوګي کوي
د اور مړ کوونی په وخت کې ځان د خروجې دروازې ته نږدی وساتی ځکه چې که اور زیات شی نو ژر تر ژره ووځي
که چیرې سوځیدنه سطحي وي نو سوځیدلي ساحه د ١٠ څخه تر ١۵ دقیقو پوری د
اوبو لاندی ونیسي که اوبه جریان ولری لکه د نل اوبه ډیر به ګټور وي.
زخم پانسمان کړئ که چیرې غوړ ګازونه ولری ډیر به ګټوره وي.
رامنځ ته شوي پولۍ مو مه چوی.
کوښښ وکړئ پانسمان مو زخیم وي تر څو تر ډیرې مودې پورې د پنسمان کولو ضرورت پیدانکړي.
تیزابو په واسطه سوځیدنه:
سوځیدلي ساحه په ډیرو اوبو سره ومینځي که چیرې قلعی مواد لکه بای کاربونات ته لاس
رسۍ لری نو په دې صورت کې یاد مواد له اوبو سره مخلوط کړئ چې کولای شو دوه
قاشوقه په ۵٠٠ سی سی اوبو کې اضافه کړو او بای کاربونات محلول جوړ کړو.
په دی ډول سوځیدنه کې د ناروغ لباس ژر تر ژره وباسی ممکن په تیزابو ککړ وي او د
ډیرې سوځیدنې لامل وګرځی ډیر پام کوئ چې د ژغورنې په وخت کې ځان ته زیان ونه رسوئ.
دقلعي په واسطه سوځیدنه:
سوزیدلې ساحه په ډیرو اوبو سره پریمنځۍ ،په اوبو کې لیمو یا سرکه اضافه کړې ،دناروغ
کالې دھغې له تن څخه جلا کړئ ، مرسته کوونکې کس باید خپلو لاسونو ته توجه وکړئ
چې ونه سوزې او بیا ھر څومره چې ژر امکان ولري ناروغ ډاکټر یا روغتون ته ولیږئ.
په خوله او غاړه کې سوځیدنه:
دغه ډول ناروغ په ماشومانو او ھغه کسانو کې چې معمول د په رواني ناروغیو کې پیدا کیږی
په دغه صورت سره ھر څومره زر چې امکان ولري ناروغ ډاکټر او روغتون ته انتقال کړي.
یوه څو څاڅکې د زیتونو غوړي به له تاسې سره مرسته وکړئ چه درد مو ارام کړي
له لوستلو مو مننه پاڼه لایک او شیر کړي
مونږ ضرور فــــالو کړي👉
😭😭😭
22/05/2024
ایا چې ښځه او نر هر وخت کوروالی وکړي، نو اولاد رامنځته کېږي؟
نه! هر وخت چې ښځه او نر کوروالی وکړي، نو اولاد نه رامنځته کېږي. بلکې یو څو ورځې دي، چې یوازې په هغو ورځو کې اولاد رامنځته کېدای شي.
په کومو ورځو کې د اولاد پېدا کېدو امکان لوړ وي؟
د نر د مني حجرې، چې د سپرم په نامه یادېږي، کولای شي، چې له درو (۳) تر پنځو (۵) ورځو پورې د ښځې په رحم (uterus) او د هګيو په کانال (fallopian tubes) کې ژوند وکړي.
د ښځې هګۍ، چې د o**m په نامه یادېږي، یوازې تر څلورويشت (۲۴) ساعتونو پورې ژوند لري.
په منځني ډول د ښځو میاشتنی عادت یا ناروغۍ په اتویشت ۲۸ ورځو کې یو ځل راځي. د ښځینه میاشتنی ناروغۍ په منځ کې یانې پر څوارلسمه (۱۴مه) د تخمدان ( o***y) څخه هګۍ د هګيو کانال ته ورغورځي. که تر ۲۴ ساعتونو پورې سپرم د دې هګۍ سره یوځای نه شي، نو دا هګۍ له منځه ځي. بیا تر بلې میاشتې پورې که شپه او ورځ کوروالی ( همبستري) وشي، نو هېڅ اولاد به رامنځته نه شي.
دا چې سپرم په رحم یا د هګيو کانال کې تر پنځو ورځو پورې ژوندي پاتې کېدای شي او یوه ورځ هم هګۍ ژوندی پاتې کېږي، نو ټول ۵ یا شپږ ورځې کېږي، چې اولاد رامنځته کېدای شي.
د ښځینه ناروغۍ نهمه، لسمه، یولسمه، دولسمه، دیارلسمه، څوارلسمه، پنځلسمه او شپاړسمه، په دغه ورځو کې امکان شته، چې د کوروالي کولو وروسته اولاد رامنځته شي.
#خو تر ټولو ډېر امکان، چې اولاد رامنځته شي، #دیارلسمه، #څوارلسمه او پنځلسمه دي.
دا چې پر ټولو ښځو په یو ډول او په یوه ځانګړې موده کې میاشتنی ناروغي نه راځي، نو سړی باید ورځې وشمېري، چې په څو ورځو کې میاشتنی ناروغي پر راځي. دا چې د میاشتې په منځ کې ښځینه هګۍ راځي، نو دوې ورځې مخکې له دې چې هګۍ راشي، کوروالی وشي، نو امکان یې ډېر لوړ وي، چې ماشوم وشي.
که د یوې ښځې هګۍ پر ۱۴مه یا ۱۵مه راځي، نو د ناروغۍ اولسمې او اتلسمې وروسته تر نهمې د بلې میاشتې پورې بیا هېڅ اولاد نه رامنځته کېږي، چې هر څومره کوروالی وشي
یادونه: که ښځې غواړي، چې پوه شي، چې څه وخت هګۍ راځي، تر څو د اولاد پیدا کولو وخت وټاکي، نو د میاشت په منځ کې په خېټه کې لږ شانته درد احساس کولای شي. دغه وخت د تخمدان څخه ښځینه هګۍ د هګيو کانال ته ورغورځي.
02/03/2024
#د زړه حمله زړه ته د وینې جریان ناڅاپه بندیدو دی، معمولا د بند شوي وینې رګونو له امله. د خطر فکتورونو کې جینیتیک، غیر صحي خواړه، استرس، او د وینې لوړ فشار شامل دي. مګر د ژوند طرز بدلولو او درملنې لکه د درملو او جراحي پروسیجرونو کې بدلونونو سره ، د انفیکشن خطر او د هغې درملنه کمه شوې.
#سکته قلبی وقوع ناگهانی متوقف شدن جریان خون به قلب است، معمولاً به دلیل بند شدن یک رگ خونی. عوامل خطر شامل ژنتیک، عادات غذایی ناسالم، استرس، و فشار خون بالا هستند. اما با تغییرات در سبک زندگی و درمانهایی مانند دواها و روشهای جراحی، خطر ابتلا و تداوی آن کاهش مییابد.
heart attack is the sudden cessation of blood flow to the heart, usually due to the blockage of a blood vessel. Risk factors include genetics, unhealthy eating habits, stress, and high blood pressure. However, with lifestyle changes and treatments such as medication and surgery, the risk of occurrence and its treatment are reduced.
02/10/2023
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Khost

30/12/2023