Dr. Nazo himat
when i present best services to the people in medicale its makes me so happy
12/08/2024
د یوې حاملي ښځې لپاره څو مهم ټکي!
د حامله توب (اومیندوارۍ) پرمهال باید دغو ټکو ته پاملرنه وشي..
1 – دغه مهال باید ښځي ته هغه خواړه ورکړل شي چي ویټامینونه او اجزاوي دواړه ولري.
2 – دغه مهال ښځه ډیره تږي کیږي نو باید اوبه لرونکي میوي ورکړل شي چي دزیاتو اوبو له څښلو څخه ډډه وشي.
3 – د حمل تابه پر مهال ځيني ښځي قبضیت پیداکوي نو دغه مهال باید قبض ماتوونکي داروو ځکه ونه خوري چي جنین یی لمنځه ځي.
4 – د حامله توب پروخت باید امیدواره ښځه دځان اود هغو شیونو پاکوالی ته چي کاروي ډیره پاملرنه وکړي، لکه د مخ ، غاښونه ، ورۍ، د تیونو سرونه اوپښي، همدارنګه کالي، بستره او نور , باید پاك وساتي او په تړمو اوبه ولامبي.
5 – د حامله تابه پر مهال ښځه سپکي او پراخه جامي واغوندي.
6 – امیدواره ښځه باید روزانه ( روزمره ) له اتو 8 ساعتونو څخه زیات خوب ونکړي. خو دمه ( استراحت ) یی بدن ته ګټه رسوي ، او دلنګوال ( زیږون ) پر وخت د کوچني پیداکیدل آسانوي.
7 – ښځه باید د کور کار ډیر په شوق وكړي چی ورزش يي وشی خو باید ډیر ځان ستړی نه کړي یعنی کله چی ستړي کیږی باید دمه استراحت وکړي اوبیا کار او بیا دمه وکړي دغسی ورزش هم وشی او خپل کار یی هم ترسره شوي وي .
8 – امیدواره ښځه باید په لومړیو 3 دریو میاشتو کی ترخپله وسه له داروګانو څخه پرهیز وکړي ځکه دغه لومړیو دری میاشتو كي ورته داروګان ډیر تاوان رسوي.
9 – تماکو ، سیګریټ ، او هر ډول نیشه د حملي ښځی لپاره ګواښ اوتاوان رامنځته کوی.
10 – امیدواره ښځه باید د حاملګي په لومړییو دری 3 میاشتو کی او آخيری پنځه شپږ اونیو کی له کوروالي ډډه وکړي، او د دی تر منځ پړاو کي بایدپه داسي ډول کوروالي وکړی چی د ښځي د تکليف باعث نشي.
البته په بښنې سره.
ډاکتره نازو همت پته خوست ښار دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558 پوست مخکی شیر کړی
12/08/2024
طبی معلومات او درمل /Pharmacy
سیپروهپتادینTab: Cyproheptadine
ډیکسامیتازون Tab:Dexamethasone
ددي دواړو دوآ ګانو يوځاي استعمال نن سبا ډېر عام سوي دی چې خلک یې دچاغوالي لپاره استعمالوي ددي دوا کار يو یې هضم او جذب پروسه چټکه کوي او بله یې په دوران کې د فري فتی اسيد شخمو او پروټينو سویه لوړي چې ددي سره پښتورګو کار زيات او هغه کوچنی ويښته ډوله رګونه چې زموږ پښتورګو زړه دماغ او نرف ته وينه وړې دهغه په دننه برخه کې رسوب کوي او د وخت په تيريدو سره دوينې جريان ورته کموي چې په نتيجه کې
د پښتورګو فلج او دنده له لاسه ورکوی
دزړه حملې اختشا او انپارکشن سبب کیږي چې په اخير دزړه فيلر کيدو سبب کيږي چې ددې تر څنګ نور تاوانونه هم لري
لکه ګلوکوما د سترګو داخلي فشار لوړيدنه
د معدې زخم دهډوکو ضعيف والي او نشونما مخنيوي
نکټوریا دشپي له خوا په بستر کې بولی کول چې زیاتره یې په ښځو کې عام دي
او داسې نور ضرورنه هم لري
او هغه چاغوالي چې ددي دوا استعمال په نتیجه کې لاسته راځي کاذب یعنی درواغجن چاغوالي دي
ډاکتره نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558
08/08/2024
#اپنډيکس
۱ پيژندنه، احتياط او درملنه.
۲ اپنډيکس څه شی دی،
د پيداکېدو لامل يې څه دی، ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟
په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.
۱ اپنډيسيټ څه شی دی؟
اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.
دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.
هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.
د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا شي، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.
2 د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟
په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي
خېټه يې پړسيږي
پر ناروغ سخته تبه راځي
زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.
ا3 اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟
که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.
ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.
تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.
4 د اپنډيسيټ عمليات
د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پرواهي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.
متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي
دنورو معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه خوښه او شیر کړی...
داکتره نازو همت خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558
07/08/2024
*`د_ریلیف_ګولیو_نقصانونه!`*
*`(زمونږ افغانان يى په` جيب کى ګرځوى دا دوه ټکى* *درسره ولولى)*
*ریلیف ګولۍ د لاندی ترکیب لرونکی دی.*
Paracetamol 300 mg
Diclofenac Sodium 25 mg
Chlorphenramine maleate 4 mg
Magnesium Trisilicate 100 mg
`نړۍ والی فارمکوپی یواځی د دوه درملو ترکیب ته اجازه` *ورکوی او تر دوه زیات درملو ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کیږی هغه کسان چی ریلیف زیات کاروی ممکن په لاندی مزمنو ناروغیو اخته شی.*
`√د جګر ناروغۍ.`
`√ د وینی لوړ فشار.`
*√ ډیابټس (شکر).*
*√ د زړه مزمنی ناروغۍ.*
*$ بد هضمى*
`$ زړه سوځيدنى`
`$ معدى درد`
*(هو د عوارضو د کمولو لپاره د ډوډى منځ کى خوړل ښه دى)*
`هغه کسان چى دا ګولى ورته زياتى خطرناکى دى`
*الکولو استمالونکى*
& ځيګر ناروغان
& پښتورګو ناروغان
& هغه ناروغان چى د وينو د ستونزو له کبله درمل کاروى
( #يادونه هغه ميندى چى حاملدارى دى يا ماشومانو ته شيدى ورکوى دوى يى بايد د کارولو سره احتياط وکړى يا يى بغير د ډاکتر له مشورى ونکاروى )
`زمونږ هیواد وال ریلیف ګولۍ په زیاته اندازه او بی ځایه کاروی.`
*مهربانی وکړۍ دهر درد لپاره ځانګړی درمل د ډاکتر په مشوره وکاروۍ
0777520558وتساپ نمبر داکتره نازو همت پوست مخکی شیر کړی
06/08/2024
په ځينې سيمو کې دا دود دی،کله چې ماشوم پيدا شي ،سر يې ډېر کلک تړي ترڅو ځانګړي شکل غوره کړي. په چپ انځور کې د ماشوم سر ته flat head syndrome وايي چې په دوامداره توګه په يو وضعیت کې د ماشوم سر تړلو له امله منځته راځي ،چې دا يو ابنارمل حالت دی، په دې ماشومانو کې ممکن لاندې برخو کې ستونزې پيدا شی👇
● ( fine motor skills)
●( Language development
● (cognitive skills)
● ( emotional intelligence)۔
د سر د منظم کېدو لپاره بايد څه وکړو؟؟
ددې ځواب دادي چې ماشومان په خپل حال پريږدئ. ماشوم په يو اړخ او بل اړخ کړئ د ډیرې مودې لپاره يې په يو وضعیت کې مه اچوي په دې توګه به يې د سر هډوکي فکس نشي او هډوکي به همواره شکل اختيار نه کړي،او خپل اصلي شکل به غوره کړي .
ډاکتر نازو همت
پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558
02/08/2024
وجود خون در منی چیست ⁉️*
*نام لاتین: Hematospermia*
پزشکان خون در منی مردان را با اصطلاح هماتوسپرمی (hematospermia) معرفی میکنند. معمولا این عارضه تهدیدکننده زندگی نیست، اما گاهی بسته به علت ایجاد همچون عفونت، ضربه یا مشکل پروستات، با درد و سایر علائم همراه میشود.
اکثر مردان پس از مشاهده خون در مایع منی نگران میشوند. هماتواسپرمی خصوصا در مردان زیر 40 سال که علائم یا بیماری زمینهای مرتبطی ندارند، خودبهخود از بین میرود. اما در صورتی که سن شما بیش از 40 سال است یا به یکی از بیماریهای زمینهای مبتلا هستید، هماتوسپرمی به ارزیابی بیشتری توسط پزشک متخصص کلیه و مجاری ادراری نیاز دارد.
همراه ما باشید تا در این مقاله از پزشکان آینده بررسی کنیم آیا خون در منی یک بیماری خطرناک مردانه است یا خیر؟
*وجود خون در منی یا هماتواسپرمی (hematospermia)*
زمانی که مایع منی بیرنگ و نسبتا غلیظ به صورتی یا قهوهای تغییر رنگ داد باید به وجود خون در منی مشکوک شد. این مایع که از اسپرم و سایر مایعات پروستات تشکیل شده از طریق لولههای مختلف به مجاری ادراری میرسد.
مجاری ادراری دارای تعداد زیادی رگهای خونی است که میتوانند بر اثر دلایل مختلف صدمه ببینند یا پاره شوند. بدین شکل احتمال ورود خون به مایع منی وجود دارد. هماتوسپرمی میتواند نتیجه جراحی پروستات یا نمونهبرداری از آن باشد که تا چند هفته طبیعی است.
بههمین دلیل پس از مراجعه به پزشک از شما سوال میپرسند که تازگی جراحی پروستات داشتهاید یا خیر. اما مردان بالای 40 سال که دارای شرایط زیر هستند، باید هرگونه تغییر رنگ مایع منی را در اسرع وقت به پزشک متخصص کلیه و مجاری ادراری اطلاع دهند.
التهاب پروستات
ادرار یا انزال دردناک
مشاهده منی خونآلود به دفعات مکرر
*علت خون در منی مردان*
هر عاملی که به رگهای خونی موجود در مسیر مایع منی آسیب وارد کند، باعث هماتوسپرمی میشود. در زیر با شایعترین علت خون در منی مردان آشنا میشوید:
1. *رگ خونی پاره شده*
این احتمال وجود دارد که یک رگ خونی در پروستات یا وزیکولهای منی هنگام رابطه جنسی یا انزال پاره شود. داروهای رقیق کننده خون احتمال بروز هماتوسپرمی را افزایش میدهند.
پارگی رگهای خونی معمولا سلامتی فرد را به خطر نمیاندازد. اما در صورتی که انسداد خاص مثل «کیست» باعث فشار به رگهای خونی و پاره شدن آنها شود، باید برای درمان اقدام کنید.
علائم پارگی رگ خونی عبارتند از:
خون هنگام انزال
خونریزی ناگهانی و از بین رفتن آن
2. *عفونت دلیل خونی در منی*
عفونت اصلیترین دلیل مشاهده هماتوسپرمی (hematospermia) در مردان زیر 40 سال است. این عفونت میتواند دستگاه ادراری و پروستات را تحت تاثیر قرار دهد. در اغلب موارد عفونت بهدلیل باکتری، ویروس و قارچها یا عفونت مقاربتی (STLs) مثل کلامیدیا، سوزاک و تبخال ایجاد میشود.
3. *صدمات دستگاه تناسلی*
یکیدیگر از علل مشاهده خون در مایع منی آسیب به دستگاه ادراری یا اندام تناسلی مردانه است. آسیب جزئی مثل رابطه جنسی شدید یا پاره شدن رگهای خونی باعث بروز ناگهانی هماتوسپرمی میشود که سریع از بین میرود. اما آسیبهای جدی با حجم زیاد منی خونآلود همراه است که مدت طولانی باقی میماند.
4. *التهاب عامل مهم خون در منی*
تورم و تحریک دستگاه تناسلی میتواند باعث التهاب شود. در برخی مواقع این مشکل با عفونتهای دستگاه ادراری همراه است. مشکلات پروستات در مردان یکی از مهمترین عوامل التهاب خواهد بود که به این مشکل منجر میشود. همچنین التهاب لوله نگهدارنده اسپرم به نام اپیدیدیم (epididymis) میتواند دلیل بروز هماتوسپرمی (hematospermia) باشد.
5. *مشکلات پروستات*
پروستاتیت یکی از شایعترین مشکلات در مردان است که با منی خونی همراه خواهد بود. در اغلب موارد پروستاتیت مزمن ناشی از التهاب و مشکل ناگهانی پروستات بهدلیل عفونت ایجاد میشود. سایر علائم همراه با هماتوسپرمی (hematospermia) در این بیماری عبارتند از:
ادرار دردناک
رابطه جنسی دردناک
احساس پری و تورم در رکتوم یا ناحیه تناسلی
6. *تومور و مشاهده خون در مایع منی*
در موارد بسیار نادر، تومور میتواند دلیل این عارضه باشد. شایعترین توموری که باعث هماتوسپرمی (hematospermia) میشود، سرطان پروستات است. در این مواقع فرد وجود خون را به دفعات مشاهده میکند و علائم دیگری همچون ادرار دردناک یا درد در ناحیه کشاله ران خواهد داشت.
*سایر علل اثرگذار هماتوسپرمی (hematospermia)*
این عوامل کمتر رایج هستند اما برخی تحقیقات اثرگذاری آنها را تایید کرده است:
ایدز
ناباروری
هموفیلی
ویروس HIV
سرطان خون
عمل وازکتومی
فشار خون بالا
انسداد مجرای انزال
پروستات بزرگ شده
*علائم وجود خون در مایع منی*
مردان معمولا همراه با تغییر رنگ منی علائم زیر را تجربه میکنند:
ادرار دردناک
درد در کمر
ترشح آلت تناسلی
احساس درد هنگام انزال
فشار خون بالاتر از حد طبیعی
عدم توانایی تخلیه کامل مثانه
تورم و درد در اندام جنسی و بیضهها
احساس درد و حساس شدن کشاله
ډاکتره نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558
02/08/2024
⭕️د حاملګۍ په دوران کي هغه دواګاني چې ممانعت نلري او بي خطره دي .
⭕ Some Drugs safe in pregnancy .
🟢 بعضې دواګانې چې د حمل په دوران کې جائز او د تطبیق وړ دی . ستاسو د غوښتنو پر اساس یی درته نشر کوو په لاندی توګه یی ولولۍ .
① Anti Biotics drugs / د زخم ضد دواګانې :
1⃣ Cephalaxin 500mg & 250 .
2⃣ Cefixim 200mg & 400mg .
3⃣ Cepotaxim 500mg &1000mg .
4⃣ Azithromycin 250mg & 500mg .
5⃣ Ceftraixon 500mg & 1000mg .
6⃣ Amoxilin 250mg & 500mg .
② Anti Ulcer drugs /معدی زخم تیزابیت لپاره:
1⃣ Ranitidin 150mg .
2⃣ Lansoprazol 15mg & 30mg .
3⃣ Gaviscon .
4⃣ Scrulafate .
③ Anti Allergic Drugs حساسیت ضد دواګانې:
1⃣ Diphinhydromin .
2⃣ Livecitrazin .
3⃣ Loratidin .
④ Analgesic Drugs /درد ضد دواګانې :
1⃣ Paracitamol only oral use .
⑤ Anti Emiticis
( کانګې سر تاویدنه زړه بدوالی ضد دواګانې )
1⃣ Doxylamine .
2⃣ Diminhydrinate .
3⃣ Andensetrone .
⑥ Anti spasmodic drugs
( داخلی عضلاتو شخوالي او درد له منځه وړلو دواګانې )
1⃣ Dratavorin .
2⃣ Phloroglacinol .
⑦ Anti Constipation Drugs
( د قبضيت ضد دواګان )
1⃣ Ispaghol .
Dr Sahil
ډاکتره نازو همت دنسایی ولادی امراضو معالجه دتلویزیونی
معایناتو ماهره پته خوست ښار متون تپه دولتی ګدام وتساپ نمبر 0777520558
موږ درته دصحت په برخه کی ګټور معلومات ستاسو سره
شریکوو درملنه مو په ډاډ او اطمنان سره ترسره کوو
تاسو کولی شی چی د بعضی ناروغی زموږ دفیچ څخه
معلومات ترلاسه کړی
21/07/2024
⭕ Measles / شري !
① آیا پوهیږئ چې شری څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول کلنیکی لری ؟
② څنګه کولای شو تشخیص یی کړو او څه ډول د شری مخنیوی وګړو او څه ډول دغه ناجوړی تداوی کړو ؟
◀ د شری ناروغی یوه حاده ویروسی ناروغی چی متصفه ده په تبه ، پورته تنفسی لارو التهاب او koplike spots بل mucolopapular rush .
◀ دغه ناروغی د paramaxo د کورنی څخه ده او ( RNA ) لری . دغه ناروغی زیاتره په پسرلی او ژمی کی وی . اصلی کوربه یی انسان دی او انفی بلعوم د افرازاتو د لاری انتقال کوی ، زیاتره لاندی برخو لمفاوی برخی اخته کوی .
☞ Spleen , Payer patch , Appendix , Adeniod lymphnod
◀ دغه ناجوړی د خولی په مخاطی عشا کی التهاب او نیکروز راوړی او په ساحه کی koplike spots منځ ته راځی .
⭕ دغه ناروغئ دری ډولونه لری ...
① Atypical measles
دا هغه ډول شری دی چې ماشوم ته واکسین شوی وی او بیا هم په شری اخته شی او دا کوم خاص اعراض نه لری . په دوی کی ,
Visecal , Urticaria , Petechia .
② Hemorrhagic ( Black measles ) :
دغه واقیعات کم دی په دغه ماشومانو کی
Sever fever , Stupor , Coma , Dyspnia , Convalsion .
③ Modified measles :
دا په هغه ماشومانو کی وی چې د شری سره د تماس په وخت کی ایمونو ګلوبولین ورته تطبیق شوی وی ، او یا هغه ماشومان چې د مور د پلاسنټا څخه ورته انتی باډی انتقال شوی وی او دا کوم خاص اعراض نه ورکوی .
⭕ کلنیکی منظره کی دری ستیجونه شامل دی :
① Prodromal ( catarrhal stage ) :
دغه مرحله د ۳-۵ ورځو پوری وی او په دی کی
تبه ، ریزش ، نا آرامتیا ، جفن التهاب ، توخی او koplike spot او Photophobia پکی وی .
② Exanthema :
دغه ته Moculopapular rush هم وایی چې ۳-۵ ورځو پوری دوام کوی . لومړی د غوږ شاته او بیا غاړی او تنه او نورو برخو کی پیدا کیږی .
③ تفلس مرحله : دغه مرحله کی رش له منځه ځی او ساحه کی Pigmentation پیدا کیږی .
⭕ تشخیص یی په لاندی ډول دی :
◀ کلینک او تاریخچه ، کلچر ، سیرولوجیک معاینات .
⭕ دغه ناروغئ د مخنیوی لپاره دغه لارو څخه کار اخلو ... ناروغ جدا والی ،غیر فعال معافیت Immonuglobolin . 0,25-0,5/Kg بیا فعال معافیت چې دا د شری د واکسین د تطبیق په صورت کی حاصلیږی چې ۹ ---- ۱۰ میاشتو کی ورکول کیږی .هغه ساحه چې زیاته شری واقیعات ولری په ۶ میاشتنی کی ورته تطبیق کوو .دغه واکسین په لاندی حالاتو کی نه ورکوو .
Pregnancy , Leukemia , lymhopenia , CA , Steroids , TB drugs , Antimetabolic drugs .
⭕ دغه ناروغئ درملنه په لاندی ډول ده :
◀ ماشوم ته استراحت / آرام ، نرمه عذاء ، مائعات ، کوټی / اطاق هوا ګرمه او مرطوبه وی . رڼا څخه د ماشوم ساتل ، انټی بایوټیک او آخیر کی Aerosolized Ribavirine ورکوو . بل Vit -- A ورکوو دا ۶ میاشتنئ څخه تر یو کلن پوری یو لک یونټ او یو کلنئ څخه پورته دوه لکه یونټه ورکوو .
داکتره نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558 دنورو معلوماتو لپار موږ سره
اوسی
©
21/07/2024
#کم خونی Anemia
4. ویټامین B12 او فولیټ کچه: په دې ویټامینونو کې د کمبود ارزولو لپاره ازموینې چې د وینې سره حجرو تولید لپاره اړین دي.
5. Hemoglobin Electrophoresis: د هیموګلوبینوپیتي په تشخیص کې مرسته کوي لکه د سیکل سیل انیمیا یا تلسیمیا.
6. Erythropoietin کچه: هغه هورمون اندازه کوي چې د وینې د سرو حجرو تولید هڅوي، د پښتورګو په ناروغۍ پورې اړوند انیمیا کې ګټور دی.
7. د هډوکي میرو بایپسي: په ځینو مواردو کې، د انیمیا د علت معلومولو لپاره ممکن د هډوکي میرو نمونې ته اړتیا وي، په ځانګړې توګه که نورې ازموینې بې پایلې وي.
د انیمیا درملنه په اصلي لامل پورې اړه لري او ممکن د تغذیې نیمګړتیاو ته رسیدګي، د اصلي شرایطو درملنه، د وینې لیږد، یا د وینې د سرو حجرو تولید مالتړ لپاره درمل شامل وي. دا مهمه ده چې د انفرادي شرایطو او ازموینې پایلو پراساس د انیمیا د سمې ارزونې او مدیریت لپاره د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي سره مشوره وکړئ.
ډاکتر نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558 دنورو معلوماتو لپاره زموږ فیچ
لایک او شیر کړی
21/07/2024
د ګيدی درد(Abdomenal pain)
ګيډه د درد له مخی په (9) برخو باندي ويشل شوي ده:
1:Right hypochondrium
2:Epigastrium
3:Left hypochondrium
4:Right Lumber Region
5:Umbilical
6:Left Lumber Region
7:Right Ingonil
8:Super Pubica
9:Left Ingonil
1.Right hypochondrium:
دا د ګيدې ښې طرف ته لومړۍ برخه ده.
که چيرته په دې ځای کې درد پيدا شي نو دا د ځيګر زخم له وجی،اميب پيچس، صفراوي کڅوړي تيګي يا زخم او د حجاب حاجز يا د معدې په زخم دلالت کوي.
2.Epigostrium:
دا د ګيدې دوهمه د حجاب حاجز لاندې برخه ده.
دا د معدې زخم، د معدې تيزابيت، په معده کې د هوا ټوليدل او د معدې د وارم يا چينجيانو له وجی وي.
3.Left hypochondrium:
دا دګيډې چپ طرف ته لومړۍ برخه ده.
د توری يا طحال التهاب يا پړسوب، مزمنه ملاريا او د معدې د پايلور يا اخرې برخې التهاب يا پړسوب باندې دلالت کوي.
4.Right Lumber Region:
د پښتورګي، تريخي او کولمو په پړسوب دلالت کوي.
5. Umbilical:
دا د ګيدې منځني برخه ده.
د معدې زخم،تيزابيت، د خيټې چينجيان، قولنج او پيشرفته پيچس په درد باندې دلالت کوي.
6.Left Lumber Region:
د چپې ګردې يا د چپ پښتورګې تشوش، د کولمو تخريش، د کولمو التهاب او قولنج درد باندې دلالت کوي.
7.Right Ingonil:
دا د ګيدې ښې طرف ته اخري برخه ده.
دلته اپنډيکس راځې، اپنډيکس، د کولمو Ca، د کولمو TB، اميبي پيچس او د ښی پښتورګې تيږي يا Urether Stoon باندې دلالت کوي.
8.Super Pubica:
دا د ګيډې اخري منځنۍ برخه ده.
دلته د مثانې ټول افات خصوصاً په زنانو کې د رحم داخلې افاتو باندې دلالت کوي.
9.Left Ingonil:
دا د ګيډې چپ طرف ته اخري برخه ده.
د چپ پښتورګې د نل تيږي يا التهاب، د غټو کولمو بندش، قبضيت او د رحم په داخلې تشوشاتو باندې دلالت کوي.
ډاکتره نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558دنورو معلوماتو لپاره موږ سره اوسی
19/07/2024
د نوي زیږیدلي ماشوم د مور لپاره عمده ستونزې :
ماشوم به روغ رمټ وي خو مور بي په ډاکترانو ګرځوي، نو په دي اړه میندو ته لازمه سپارښتنه په لاندي توګه وکړئ.
که یوه ښځه لومړی ځل ماشوم زېږوي نو چې هر څومره ځان ورته چمتو کړي، داناګانو سره مشورې پر وکړي، خو بیا هم د نویو زېږیدلو ماشومانو په اړه ځينې داسې حالتونه سته چې مورګاني ترې کړېږي.
دا هره ورځ لسګونه داسې ښځو سره مخ کېږو چې د ماشومانو ستونزې يې سره ورته وي او دوی د خپلو اولادونو دغو ستونزو ته زړه خوري.
همدغه ستونزې بیا ورو ورو دغو مېندو ته بدني او عصبي ناروغۍ اخته کيږي حال داچي ماشوم روغ وي نو دا مسایل په لاندي ډول دي او دا نارمل حالتونه دي مرض نه دی.
1.کولېک یا د خېټې درد :
مېندې زیاتره له دې شکایت سره راځي چې ماشوم يې زورونه وهي، مخ يې تک سور شي او ډېر ژاړي.
دا په ماشومانو کې د خېټې د درد نښې دي چې په طبي اصطلاح يې 'کولېک' بولي.
ماشومان تر ډېره ماښام مهال داسې حالت سره مخ کېږي.
نو مېندو ته دا سپارښتنه وکړئ چې که ماشوم نور روغ رمټ وي، وده هم کوي، وزن يې هم په نورمال ډول په ډېرېدو وي نو په داسې حالت کې دې نه وارخطا کېږي، ځکه چې ماشوم به يې پخپله ښه شي.
مېندو ته دا مشوره ورکول کېږي چې کله خپل بچي ته تی ورکوي نو ځيره دې شي چې پر ماشوم يې کوم خواړه بد لګېږي چې د کالېک یا د نس درد سبب کېږي؟ لکه، ځینې مېندې خپل اولاد ته شېدې او مستې ورکوي چې په ماشوم کې دا تکلیف ډېرولی شي.
ماشوم ته د ډبي یا پوډري شېدو ورکوونکو مېندو ته هم په داسې حالت کې د شېدو د نورو ډولونو کارولو سپارښتنه کېږي.
2.ماشوم شېدې راګرځوي :
ډېرې مېندې دې ته هم خپه وي چې ماشوم يې شېدې قی کوي.دا ستونزه هم هله حلېدلی شي چې ماشوم په ناسته شي او یا د ټينګو یا نسبتاً جامدو خوړو خوړل پېل کړي.
د دې په خبره، د درې یا څلورو میاشتو ماشومان ځکه شېدې ګرځوي چې تر ډېره ستوني ستغ پراته وي.
د دې ستونزې د مخنيوي لپاره سپارښتنه دا ده چې ماشوم ته د شېدو تر ورکولو وروسته هغه د څو شېبو لپاره داسې غېږ کې ونیول شي چې مور د واړه سر پخپله اوږده پورې ونښلوي او تر هغه دې په ملا ورو ورو وټپول شي چې ارګمی وکړي.
همدا راز مېندو ته مشوره دا ده چې د خپل بچي د څملولو پر مهال دې يې د هغه سر ته بالښت کېږدي چې لږ لوړ شي.
3. ژر ژر ميتیازې کول :
ځینې مېندې له دې شکایت سره هم ورځي چې ماشوم يې د ورځې څو ځلې ميتیازې یا بولې کوي.
دا وايي، که ماشوم د ورځې له شپږ تر اته ځله میتازې کوي نو په دې کې د خپګان او ډار هېڅ خبره نشته. دا وضعیت نارمل بولي.
4. ماشوم مړېږي نه :
تر ډېره بچي ته تی ورکوونکې مېندې په دې فکر وي چې ماشوم يې په وار وار شېدې غواړي نو مانا دا چې هغه وږی دی او نه مړېږي.
د مور شېدې ډېرې ژر هضمېږي. نو که ماشوم تر تي رودلو دوه ساعته وروسته بیا هم د شېدو لپاره وژاړي نو مېندې دې نه وارخطا کېږي او خامخا دې خپل بچي ته بیا بیا تی ورکړي.
5. ماشوم د شپې خوب نه کوي :
که یو ماشوم د شپې سم خوب نه کوي او ژر ژر وېښېږي نو دا د مور پر روح او روان ناوړه اغېز کوي.
د نوزېږو ماشومانو مېندې له دې ستونزې هم ډېرې ځورېږي.
که چېرې د داسې ماشوم مور وپوښتل شي نو وايي به چې ټوله ورځ په خوب تېروي او د شپې هم دا خوب ته نه پرېږدي او هم خپله خوب نه کوي. خو مور بیا هم خوشاله وي چې ځه، بچی يې د ورځې خوب پوره کوي.
ډاکتره نازو همت پته خوست شار متون تپه دولتی ګدام
وتساپ نمبر 0777520558دنورو معلوماتو لپاره فیچ شیر کړی درسره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost Matoon Tapa
Khost
025
